کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې بهیر چې ۲۳ میلیونه ډالر لګښت به ولري، نن پیل او ۲۰ ورځې به دوام ولري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې بهیر نن په رسمي توګه پیل او د چنګاښ تر اتمې به دوام ولري.
هغه د دې په څرګندولو سره چې د رایې ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې بهیر پر شرایطو د برابرو هغو کسانو لپاره پیل شوی چې نوی یې ۱۸ کاله عمر پوره کړی وي، افغانستان ته د راغلو کډوالو او د نوم لیکنې له مخکني بهیره د پاتې کسانو د نوم لیکنې لپاره پیل شوی زیاته کړه، دغه بهیر په ۷۰۵ مرکزونو کې چې ۲۴۷ یې په غزني ولایت کې دي، ترسره کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په غزني ولایت کې ځکه ډېر مرکزونه په پام کې نیول شوي چې په نورو ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره نوم لیکنه شوې خو په غزني ولایت کې د یادو ټاکنو د نه ترسره کېدو له امله نوم لیکنه نه ده شوې.
هغه روښانه کړه، د نوم لیکنې د بهیر جزئیات له امنیتي سرتېرو سره شریک شوي څو امنیت یې وساتي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د دې په څرګندولو چې د تقویتي نوم لیکنې بهیر نن د پلان مطابق پیل شو وویل، پر شرایطو برابر کسان کولای شي چې د سهار له اوو بجو د مازدیګر تر څلورو بجو د نوم لیکنې په مرکزونو کې خپل نومونه ثبت کړي.
نوموړې د تقویتي نوم لیکنې د بهیر د ټولیز لګښت اندازه ۲۳ میلیونه ډالر وښوده او زیاته یې کړه، دغه اندازه پیسې به د تقویتي نوم لیکنې پر بهیر او د دغه بهیر لپاره پر عامه پوهاوي مصرف شي.
د ټاکنو د څار بنسټونه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې د بهیر د پیل هرکلی کوي خو په ورته وخت کې د دغه بهیر په اړه ملاحظات هم لري.
په افغانستان کې د رڼو ټاکنو د بنسټ (فیفا) رییس نعیم ایوب زاده د تقویتي نوم لیکنې د بهیر له پیلېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، هغه میکانېزمونه چې ددغه بهیر د روڼوالي او اغېزمنتوب ضمانت کوي په پام کې نه دي نیول شوي.
هغه د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د تجربې نه لرلو ته په اشاره وویل، له همدې امله ممکن ولسمشرۍ ټاکنې له زیاتو ستونزو سره مخ شي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو رییس یوسف رشید وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د رایې ورکوونکو له نوم لیکنې مخکې خلکو ته ددغه بهیر په اړه پر عامه پوهاوي ډېر تمرکز وکړي.
هغه زیاته کړه: ((غوره وه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون زیات پر دوامداره عامه پوهاوي تمرکز کړی وای، څو دوی د ټاکنو بهیر او ددغه بهیر د امتیازونو په اړه معلومات تر لاسه کړي وای.))
سربېره پر دې نوموړي وویل، کمېسیون په ورته وخت کې باید ډاډ ورکړی وای چې د مخکنیو ټاکنو په ځانګړې توګه د نوم لیکنې د بهیر پر مهال رامنځته شوې نیمګړتیاوې نه تکرارېږي، څو خلکو په دې اړه ډاډه وای.
صفت الله شریفي چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګډون لپاره د کابل ښار د عمر شهید لېسې ته د نوم لیکنې لپاره راغلی و پژواک ته وویل، د فساد، قتل او د مخکنیو وکیلانو د جنایتونو له امله یې نه غوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي خو اوس نوم لیکنه کوي څو یو وطندوست او خلکو ته خدمت کوونکی کس پیدا او رایه ورکړي.
هغه زیاته کړه: ((له نورو هغو هېوادوالو چې تر اوسه یې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه نه ده کړې غواړم چې نوم لیکنه وکړي او د هېواد راتلونکی مشر په خپلو لاسونو وټاکي، څو افغانستان له اوسنیو ستونزو او ناامنۍ څخه خلاص او په هېواد کې سرتاسري سوله راشي.))
نوموړي په دې اړه په نیوکه چې د تقویتي نوم لیکنې په اړه د عامه پوهاوي لپاره خلکو ته پوره وخت نه دی ورکړل شوی د ټاکنو له کمېسیونه وغوښتل چې ددغه بهیر په اړه عامه پوهای زیات کړي څو خلک وهڅول شي او نوم لیکنه وکړي.
 
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، مخکې د ولسي جرګې د ترسره کېدو په موخه د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې په درېیو مرحلو کې ۸.۹ میلیون کسانو نوم لیکنه کړې ده.
ټاکنل شوې چې ولسمشرۍ ټاکنو د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.