کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۸): د ۱۲ ټاکنیزو حوزو معترضو نوماندانو د خپل تحصن پر ۱۶مه ورځ د کابل ښار له زنبق څلورلارې سره ارګ ته تللی سړک بند کړی دی.
دغه معترض نوماندان چې شمېر یې ۶۰ کسانو ته رسېږي په هلمند، کندهار، ننګرهار، میدان وردګو، پکتیکا، لوګر، بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او کوچیانو حوزې پورې اړوند دي او نن چهارشنبې یې ارګ ته د تللې لارې په بندولو ټاکنیزو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
معترضو نوماندانو ګواښ وکړ چې که مشروع او قانوني غوښتنو ته یې رسېدنه ونه شي پراخ لاریونونه به وکړي او د ارګ او ټاکنیزو کمېسیونونو د لارو او دروازو پر تړلو سربېره د خوړو اعتصاب وکړي.
د هلمند ولایت معترضې نوماندې نجیبې فایض وویل، دولت د دوی په تړاو بې پروايي کړې او تر اوسه یې مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
د هغې په خبره، یو شمېر کسان د سیاسي اړیکو، پېژندګلوی او رشوت ورکولو پر اساس بریالي اعلان شوي او باید یوه ځانګړې محکمه جوړه شي.
د کندوز ولایت معترضې نوماندې شکریې پیکان وویل: ((که درغلي کوونکي ولسي جرګې ته بریالي شي موږ د پنځو کلونو لپاره تر خېمې لاندې تحصن ته دوام ورکوو.))
د کندهار ولایت معترضې نوماندې ارزو صافۍ وویل: ((تر اوسه هېڅ ارګان زموږ غوښتنو ته رسېدنه نه ده کړې، که زموږ ستونزو ته رسېدنه ونه شي ما د خوړو اعتصاب کوو.))
د ولسي جرګې ټاکنې له غزني پرته په ټول هېواد کې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه ترسره شوې.
د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیانو، پروان، زابل، فاریاب، نورستان، نیمروز، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، خوست، بدخشان، سرپل، اروزګان، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، بادغیس، ننګرهار، لوګر، هلمند، کندهار، میدان وردګو، پکتیا، بغلان، کنذز ولایتونو، اهل هندوانو او کوچیانو د حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې خو د کابل ولایت وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.