پلخمري (پژواک،۱۱غويى ۹۸): د بغلان په مرکز پلخمري کې د ولسي جرګې د يوه نوماند د پلويانو له خوا د لويې لارې بندولو، عام خلک او په ځانګړي ډول ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تېرې پنجشنبې په ورځ د بغلان د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې د دغه ولايت ځينو نوماندانو يې مخالفت وکړ.
د دغو نوماندانو له ډلې څخه د محبوب الله غفاري پلويانو له تېرې جمعې ورځې راهيسې په مرکز پلخمري کې د کابل-شمال لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده. هغوى وايي چې غفاري دې له بنده ازاد او د بغلان د ولسي جرګې د ټاکنو په وروستۍ پايله کې شامل شي.
په دې اړه د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي ظاهر خان د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې غواړي خپله مور د درملنې لپاره د پلخمري روغتون ته يوسي، خو لار بنده ده او په ستونزو کې دي.
دغه راز د نوموړي مور هم په ژړغوني غږ پژواک ته وويل: ((زه ناروغه يم، ساه مې بنديږي، سمه په لار نه شم تللى او دوى لار بنده کړې ده.))
همدارنګه له کابل نه بلخ ته تلونکي مسافر کاکا خاموش پژواک ته وويل چې د لارې بندېدو  مسافر له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
هغه وايي: ((پرون په خنجان ولسوالۍ کې يوه ساعت پياده راغلو، نن په پلخمري کې دوه ساعته پياده راغلو، کوشش کوو چې د مزار اډې ته ځان ورسوو، خو دا يو لوى مشکل دى چې موږ ته جوړ شوى دى.))
د نوموړي په وينا، له خلکو سره د لارې کرايه نشته، خو په خپلو سترګو يې ليدلي چې لاريون کوونکو ته کبابونه راوړل شوي دي.
دغه راز د يوه بار وړونکي موټر چلوونکي نقيب الله پژواک ته وويل: ((نن څلورمه ورځ ده چې له بار سره پلخمري کې ولاړ يم، په غټ مشکل يې اخته کړي يو.))
يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دغه مهمه لار د موټرو پرمخ خلاصه کړي.
بل لور ته د لاريون کوونکو له ډلې څخه هارون پژواک ته وويل چې تېره ورځ له کابل څخه دوى ته پلاوى استول شوى و، خو خبرې يې بې پايلې پاى ته رسېدلې دي.
هغه وايي: ((څلور کسان د اجرائيه رياست په غوښتنه پرون کابل ته تللي دي، وګورو چې څه نتيجه ورکوي.))
د د ده په خبره، تر هغه چې محبوب الله غفاري له زندان څخه نه وي ازاد شوى، د دوى لاريون به ادامه ولري.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې امنيتي مسوولينو په کابل کې د بغلان د ولايتي شورا پخوانى غړى او د ولسي جرګې نوماند محبوب الله غفاري نيولى دى.
په دې اړه د بغلان د والي ویاند محمود حقمل پژواک ته وويل چې له لاريون کوونکو سره خبرې روانې دي، ترڅو ياده ستونزه پاى ومومي.
ده وويل: ((له کابل څخه هم پلاوى راغلى او موږ هم کوښښ کوو چې د ديني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب لاريون کوونکو ته قناعت ورکړو، ترڅو دغه ستونزه هواره شي.))
دا په داسې حال کې ده چې په خنجان ولسوالۍ کې د يوه بل نوماند د پلويانو له خوا هم لار تړل شوې وه، خو تېره شپه يې په مشروط ډول پرانيستې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.