کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٨): لویې څارنوالۍ د کوچیانو حوزې د نوماندانو ټاکنیز شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته استولي، خو تر اوسه یې په داسې حال کې برخلیک روښانه نه دی چې روانه اوونۍ د دغه حوزې وروستۍ پایلې اعلانېږي.

 لویې څارنوالۍ د کوچیانو حوزې د نوماندانو ټاکنیز شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته استولي، خو تر اوسه یې په داسې حال کې برخلیک روښانه نه دی چې روانه اوونۍ د دغه حوزې وروستۍ پایلې اعلانېږي.
د کوچیانو حوزې معترضو نوماندانو تېر کال د سلواغې په ۲۷ مه لویې څارنوالۍ ته عریضه کړې وه او ادعا یې درلوده چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ځینو نوماندانو او ټاکنیزو کمېسیونونو لخوا درغلۍ شوې دي.
یادو نوماندانو لیکلي، ټاکنو کمېسیون د نوم لیکنې پر مهال ویلي وو چې کوچیان کولای شي د خپلې استوګنې په سیمه کې په هر ټاکنیز مرکز کې رایې ورکولای شي، خو له  ټاکنو ۱۷ ورځې مخکې یې وویل، کوچیان دې په هغه سیمه کې رایه ورکړي چې نوم لیکنه یې پکې کړې ده.
د کوچیانو د رایې ورکونې د سیمو د نوملړ خپرول، د کابل ښار په ۲۱ مه ناحیه کې د تقلبي رایو څخه د صندقونو ډکول، په دې ناحیه کې د رایې ورکونې له مرکزونو څخه د کوچیانو د څارونکو ایستل او ګواښول، میرویس ښارګوټي ته د صندقونو لېږد او ډکول، په کندهار ولایت کې د کوچیانو د ځینو مرکزونو بند ساتل او د دغه ولایت په ځینو مرکزونو کې په دې پلمه کوچیانو ته د رایې ورکولو د اجازې نه ورکول چې د کوچیانو نوملړ نشته هغه موارد دي چې په عریضه کې په تفصیلي توګه لیکل شوي.
دوی وايي، د کوچیانو په حوزه کې له بایومتریک پرته هېڅ رایه نه ده کارول شوې خو کمېسیون ویلي چې له بایومتریک پرته ځينې کارول شوې رایې موجودې دي.
دوی ادعا کوي چې کمېسیون دغه کار د یو شمېر مشخصو نوماندانو د بریالیتوب لپاره ترسره کوي.
اعتراض کوونکو لیکلي، ټاکنو کمېسیون په داسې حال کې د کوچیانو حوزې له ۶۶ زره څخه زیاتې رایې ثبت کړې چې په اصل کې تر ۲۰ زرو رایو کارول شوې دي.
د کوچیانو معترضو نوماندانو ځنیې نور شکایتونه لکه د نوماندانو په نشتون کې د رایو بیاشمېرنه، په ټاکنو کمېسیون کې د شکایتونو پټول، له مرکز څخه بغلان ته د جعلي ژورنالونو استول، د هېواد د ۱۱ ولایتونو په ۳۲ مرکزونو کې له ۴۴۰۰ څخه د ډېرو خیالي او تقلبي رایو موجودیت هم په عریضه کې شامل دي.
دوی وايي، د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره اسناد لري او په دې تړاو یې درې حلقې سي ډي هم لویې څارنوالۍ ته ورکړې دي.
اعتراض کوونکي وايي، په دې تړاو یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته شکایت کړی او اسناد هم لري، خو یاد کمېسیون تر اوسه هېڅ اقدام نه دی کړی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبېح الله سادات په دې اړه وویل: ((دا د ټاکنو کمېسیون مسوولیت دی چې د نوماندانو ټولو شکایتونو او مواردو ته رسېدنه وکړي، ځکه دا کمېسیون ټاکنیزه محکمه ده.))
هغه د کوچیانو د معترضو نوماندانو د ناستې، د ټاکنو کمېسیون له مخکني رییس عبدالبدیع صیاد او مخکني کمېشنر سید حفیظ الله سره د دوی لخوا د شکایتونو د شریکولو او دغه راز د یادو کسانو لخوا شکایتونو ته د نه رسېدو او د شکایتونو د پټولو په اړه وویل: ((هغوی اوس په کمېسیون کې نشته چې په دې اړه ترې له پوښتنې وروسته تاسو ته ځواب درکړم، خو لویه څارنوالي کولای شي په دې اړه له دوی څخه پوښتنه وکړي.))
د څارنوالۍ اقدام
د ټاکنیزو جرمونو د څېړلو لومړنۍ محکمې په دې اړه د ۱۳۹۸ کال د وري په پنځلسمه په خپل قرار کې لیکلي، د پورته مواردو څېړنه د ټاکنو قانون د صراحت په پام کې نیولو سره د ټاکنیزو سرغړونو او درغليو په توګه پېژندل شوي او دغه راز له جرمي مواردو څخه د هغه د بېلولو واک د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون واک دی.
سرچینې لیکلي: ((نو ځکه د ټاکل شوې کمېټې په اند اړتیا ده چې د معترضو نوماندانو عریضي او ورسره یو ځای شوې پاڼې، اجرااتو او ټاکنیزو سرغړونو ته د رسېدنې لپاره... له دې امله هغه کمېسیون ته واستوي چې اړوندې ادارې او کمېسیون اسنادو ته پوره لاس سری لري. که موضوع ته د رسېدو پر مهال د جزا کود کې د شاملو (۴۲۲ څخه تر ۴۳۵) موادو سره مخ کېږي د عامیلینو د پېژندنې تر څنګ دې هغه پاڼې د بهیر د بشپړولو لپاره دې ادارې ته واستول شي.
سرچینې لیکلي: ((د هغو درېیو سي ډي ګانو په اړه چې مخکې ورته اشاره وشوه او د یو شمېر مشخصو نوماندانو او کسانو په اړه چې د نوماندانو په ګټه یې درغلي کړې، یایې درغلۍ ته زمینه برابره کړې ثبت شوې دي، د شکایتونو د کمېسیون لخوا پېژندل شوې او له ثابتولو او پژندلو وروسته به د څېړنې بهیر د بشپړېدو لپاره پاڼې دویم ځلي یادې ادارې ته لېږي.))
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسې زهرې زبیان شینوارې د سي ډي ګانو په اړه د اجرااتو په اتړاو پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ هغه دارالانشا ته وسپارلې خو له هغو وروسته یې په اړه معلومات نه لرم، نور پروسس یې د تخنیکي برخې کار دی او که د یاد کمېسیون ویاند او کمېشنر «الیاسي» سره اړیکه ونیسئ بشپړ معلومات به درکړي.))
خو محمد قاسم الیاس په دې اړه وویل: ((زه په دې اړه په جریان کې نه یم.))
دا په داسې حال کې ده چې د کوچیانو حوزې لومړنۍ پایلې اعلان شوې او د مسوولینو په خبره، په روانه اوونۍ کې به د یادې حوزې وروستۍ پایلې هم اعلان شي.
د ولسي جرګې ټاکنې له شاوخوا درې کاله ځنډ وروسته د تېر کال په تله میاشت کې ترسره شوې، خو تر اوسه د ۲۸ ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې اعلان شوې او د کوچیانو حوزې په ګډون د کندهار، میدان وردګو، پکتیا، بغلان او کندز وروستۍ پایلې لاهم نه دي اعلان شوې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.