کابل (پژواک،۳۱ وری ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندان وايي، دا چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ملي یووالي حکومت دوره پای ته رسېږي، دوی به ډېر ژر له یادې نېټې وروسته د حکومت د دوام د بدیل طرحه د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره شریکه کړي.
دوی ادعا کوي چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ملي یووالي حکومت سیاسي، حقوقي، قانوني او مصلحتي مشروعیت نه لري.
په هغې خبرپاڼه کې چې د احمد‌ولي مسعود، رحمت‌الله نبیل، عنایت‌الله حفیظ، غلام‌فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، محمد ابراهیم الکوزي، محمدحکیم تورسن، محمدحنیف اتمر، محمدشهاب حکیمي، نورالرحمان لېوال او نورالحق علومي د ټاکنیزو ټېمونو لخوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې راغلي: ((موږ د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۰ مه په یوه ناسته کې یو ځل بیا ټينګار او پرېکړه وکړه چې د قانون له مخې د اوسني حکومت قانوني دوره د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او د موجوده حکومت د کار دوام د یادې نېټې وروسته خپل سیاسي، حقوقي، قانوني او مشورتي مشروعت نه لري.))
د اساسي قانون د ۶۱مې مادې په دویمه فقره کې راغلي: ((د ولسمشر دنده له ټاکنو وروسته د پنځم کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.))
خبرپاڼې زیاته کړې: ((د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته به د مشروع حکومت د دوام طرحه ډېر ژر د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره شریکه کړو او د عملي کېدو غوښتنه به یې وکړو.))
سرچینې د دې په روښانولو چې دوی «د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو» هېڅکله د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د لنډمهاله حکومت په جوړېدو توافق نه دی کړی زیاته کړه: ((د لنډمهاله حکومت په جوړېدو د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له خوا د توافق په اړه وروستۍ ګنګوسې او څرګندونې ناسمې دي او زموږ موضوع نه ده.))
سرچینه زیاتوي: ((موږ یو ځل بیا ټينګار کوو چې له پخوا تر اوسه د لنډمهال حکومت پلوي نه یو، خو د یوه ناقانونه او نامشروع حکومت د دوام غوښتنه هم نه کوو.))
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ مقام ویلي وو چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه دندې ته دوام ورکوي.
ټاکل شوې چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي. راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د غني په ګډون ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.