کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): د کابل حوزې ځينو معترضو نوماندانو د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي، «د درغلۍ توره کڅوړه» چې د فساد او درغلۍ ۶۶۵ دوسیې په کې شاملې دي، عدلي او قضايي بنسټونو ته سپاري.
له کابله د ولسي جرګې له ۲۰ ډېر نوماندانو نن یو ځل بیا د کابل د رایو پر باطلېدو ټینګار وکړ او په یاده حوزه کې یې د ټاکنو د بیا ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
له کابله ولسي جرګې ته نوماند عرفان الله عرفان په دې ناسته کې د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او د عدالت پر نه ټینګېدو یې نیوکه وکړه او ویې ویل، د کابل د رایو باطلېدل یې سره کرښه ده.
نوموړي زیاته کړه: ((د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو تر څنګ باید هغه کسان هم ممنوع الخروج اعلان، او عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي چې د پیسو په بدل کې بریالي شوي دي.))
نوموړي له عدلي او قضايي بنسټونو وغوښتل چې د بشپړې خپلواکۍ او بېطرفۍ په ساتلو دې د کابل حوزې د ولسي جرګې د ټاکنو قضیه و څېړي.
له کابله ولسي جرګې ته بل نوماند رجب علي اندېشمند د درغلیو او فساد د ۶۶۵ دوسیو د برابرولو خبر ورکړی او ویې ویل، دغه اسناد عدلي او قضايي بنسټونو، حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو ته سپاري.
له کابل ولایته ولسي جرګې ته بل نوماند سید علي کاظمي د دې په څرګندولو سره چې د کابل حوزې د رایو د باطلولو په اړه قانع کوونکي او پوره دلیلونه موجود دي او د همدغو اسنادو پر اساس باید د کابل حوزې رایې باطلې او له سره ټاکنې وشي.
هغه روښانه کړه: ((هېڅ امکان نه لري چې د پراخو ترسره شوو درغلیو په موجودیت کې دې پاکې رایط له ناپاکو جلا شي او ښه لاره یې د ټاکنو لغوه کول دي او جواز هم لري، ځکه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مخکنیو غړو د کابل رایې لغوه کړې وې.))
د دوی له  خوا په لوستل شوي پرېکړه لیک کې راغلي: «درغلۍ په توره کڅوړه» کې د سرغړونو، درغلیو، ټاکنیزو جرمونو، ناوړه استفادې او تزویر سلګونه دوسیې عدلي او قضايي بسنټونو ته سپاري.
په پرېکړه لیک کې راغلي، ټاکنیز کمېسیونونه مکلف دي چې د هېواد د نافذه قوانینو مطابق د کابل د رایو د باطلېدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړه تطبیق او اعلان کړي.
د پرېکړه لیک په یوه برخه کې له نړیوالو او ملي بنسټونو غوښتنه کېږي چې په بېطرفه توګه د ملي او نړیوالو څارونکو ارګانونو په توګه دې اجازه نه ورکوي څو شخصي جېبونو ته د دوی د مرستو په تګ د ولسواکۍ بهیر تر پوښتنې لاندې راولي او د خلکو د رایو غلا کوونکي او مفسدین د پیسو په بدل کې د ملت کور ته لار پیدا کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسه زهره بیان شینوارې د روانې اوونۍ په پیل کې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د روانې اوونۍ تر پایه له کابل پرته د پاتې ولایتونو ارزونې د ټاکنو کمېسیون ته سپارل کېږي خو د کابل حوزې د رایې په اړه په یوازې ډول پرېکړه نه شي کولای او د نړیوالو شریکانو، عدلي او قضايي بنسټونو، پر ټاکنو د څار له بنسټونو او ... سره مشورې ته اړتیا لري څو له یو او بل سره مشوره وکړي او وروسته په دې اړه تصمیم ونیسي.
د ولسي جرګې  ټاکنې له غزني پرته په ټول هېواد کې د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې.
د ټاکنو کمېسیون د رهبرۍ د نوي پلاوي له دندې پیلولو وروسته د بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، ننګرهار، لوګر، هلمند او اهل هندوانو حوزې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې دي.
د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیانو، پروان، زابل، فاریاب، نورستان، نیمروز، کنړ، کاپیسا، پنجشېر، خوست، بدخشان، سرپل، ارزګان، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، بادغیس، ننګرهار، لوګر، هلمند او اهل هندوانو د حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې خو د کوچیانو د حوزې په ګډون یې د کابل، کندهار، میدان وردګو، پکتیا، بغلان او کنذز ولایتونو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان کړې.
د ټاکنو د مهال وېش له مخې، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۱۹ مه او وروستۍ پایلې یې د لیندۍ پر ۲۹ مه اعلان شي خو له شاوخوا شپږو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د ټولو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.