کابل/ تالقان (پژواک، ۱۸وری ۹۸): د کابل او تخار ولایتونو یو شمېر معترضو نوماندانو د دې دوو ولایتونو د رایو د باطلولو او د ټاکنو بیا ترسره کېدو غوښتنې ترڅنګ ګواښ وکړ، که د دوی غوښتنې له پامه وغورځول شي، پراخ مدني لاریونونه به پيل کړي.
د کابل د ولسي جرګې ټاکنو ۴۰ معترضو نوماندانو، نه په کابل کې د خبري غونډې پرمهال د تلې ۲۸ مې او ۲۹ مې ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ادعا یې وکړه چې د ټاکنو لومړنیو پایلو کې ګټونکي کسان د بډو ورکولو له لارې بریالي اعلان شوي دي.
له کابل ولایت څخه د ولسي جرګې ټاکنو معترض نوماند صدیق منصور انصاري پر نړیوالې ټولنې او حکومت نیوکه وکړه چې د خلکو اعتراض او غوښتنې يې له پامه غورځولي او ویې ویل چې یاد کسان د معاملې له مخې بریالي اعلان شوي دي.
هغه زیاته کړه: ((موږ د خپل حق ترلاسه کولو پورې مبارزه کوو او څو چې حق حقدار ته و نه رسېږي، خپلو اعتراضاتو ته دوام ورکوو.))
له کابل ولایت څخه بل معترض نوماند عرفان الله عرفان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې  د کابل ټولې رایې دې باطل اعلان او ټاکنې دې بياځلي ترسره کړي.
هغه زیاته کړه: ((کوم کسان چې د لومړنیو رایو په پایله کې بریالي اعلان شوي دي، که د کابل ولسي جرګې په وروستیو پایلو کې هم بریالي اعلان شي، موږ یې نه منو او خپلو اعتراضاتو ته دوام ورکوو.))
له کابل څخه معترضې نوماندې صفیې صدیقي د کابل ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخو درغلیو ته په اشارې وویل چې ټاکنیز کمېسیونونه او د حکومت مشرتابه دې د  کابل ولسي جرګې ټاکنې بیاځلي ترسره کړي.
هغې په ډاګه کړه: ((که د بیاځلي ټاکنو ترسره کولو لپاره بودیجه نشته، باید په ټاکنو کې له درغلیو کوونکو څخه یې واخلي.))
 یادو معترضو نوماندانو په پای کې پرېکړه خپور کړ چې په کې راغلي چې په ټاکنو کې د درغلیو او سرغړونو په اړه ټول اسناد، شواهد او ثبتونه ولسمشرۍ، اجرايي ریاست، ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، ملي امنیت ریاست، یوناما، اروپايي ټولنې او لويې څارنوالۍ ته وړاندې کړي دي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې هیڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.
په دې سند کې زیاته شوې ده: ((بیا ژمنه کوو چې تر وروستۍ شېبې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره چې د کابل رایو باطلول دي، یو لاس یو او که دا ستره ملي موخه ونه منل شوه، د هر راز بې عدالتي پر وړاندې به ودرېږو او د لاریونونو او پراخو مدني حرکتونو په ترسره کولو به د عدالت غوښتنې نه ماتېدونکو مبارزاتو ته دوام ورکړو او له دې وروسته به د فاسدو کړیو او استخباراتي او مافیايي ډلو له لوري مهندسي شوې ټاکنې تحریم کړو.))
له بله پلوه د تخار ولایت ځینې معترضو نوماندانو په کابل کې د غونډې پرمهال د دې ولایت د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو شتون په اړه نیوکه وکړه او د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه یې د ۲۱۹ محلونو د تفتیش او د ۴۵۳ نورو د رایو بیاشمېرنې غوښتنه وکړه.
له تخار څخه ولسي جرګې ته معترض نوماند عبدالخلیل بېژن پارسا نن په کابل کې د یادې غونډې پرمهال وویل: ((د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۳۹۷ کال لیندۍ په ۲۷ مه د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیون ته لارښوونه وکړه چې د ۲۱۹ محلونو رایې دې تفتیش او د ۴۵۳ نورو دې بیا وشمېرل شي؛ خو د تخار ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی کړی.))
نوموړي د ټاکنیزو شکایتونو په پخوانیو کمېشنرانو د نیوکې ترڅنګ وویل، که د ټاکنیزو شکایتونو مخکينی غړي فاسد نه وو، نو څارنوالۍ ته به نه معرفي کېدل.
هغه زیاته کړه: ((که د اوسنیو کمېسیونونو مسوولین غواړي چې د پخوانیو په برخلیک اخته او څارنوالۍ ته معرفي نه شي، باید زموږ غږ واوري او ټولې رایې باطلې اعلان کړي.))
یاد معترض نوماند چې د نورو په استازیتوب یې خبرې کولې، ګواښ وکړ که د هغوی برحقه غوښتنې ته ځواب و نه وېل شي، پراخ مدني حرکت به ترسره کړي.
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند میرزامحمد حقپرست د کابل او تخار ولایتونو د معترضو نوماندانو د غوښتنې په اړه چې د یادو دوه ولایتونو د رایو ابطال اعلانول دي، پژواک ته وویل چې د کابل ولسي جرګې په وروستیو پایلو د شکایتونو کمېسیون له لوري کار روان دی او کله چې د ټاکنو کمېسیون ته واستول شي، اعلان به شي.
هغه د تخار ولایت د وروستیو پایلو په اړه وویل چې د دې ولایت وروستۍ پایلې تېره اونۍ اعلان شوې او د بدلون وړ نه دي.
حقپرست د معترضو نوماندانو د غوښتنې په اړه چې د دې ولایتونو د رایو ابطال او په دواړو ولایتونو کې ولسي جرګې بیا ټاکنو ترسره کول دي، وویل چې له حقوقي اړخه کمېسیونونه د بیا ټاکنو ترسره کولو واک نه لري او باید صلاحیت لرونکې مرجع لکه ستره محکمه د یادو دوه کمېسیونونو په همکارۍ په دې اړه پرېکړه وکړي چې تر اوسه په دې تړاو هیڅ بحث نه دی شوی.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.