کابل (پژواک،۲۱ کب ۹۷): لویې څارنوالۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د مخکني رییس په ګډون د دغه کمېسیون پنځه اوسني او پخواني کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان کړل.
د لویې څارنوالۍ د جرمونو د تحقیق ریاست د ۷۴۱۵ شمېرې لیک په هغه کاپي کې چې د کب په ۱۳ مه د سرحدي پولیسو قوماندانۍ ته لېږل شوې راغلي چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس احمدشاه زمانزی، د عملیاتي برخې پخوانی رییس اول الرحمن رودوال، د عملیاتي چارو اوسنی مرستیال عبدالعزیز صمیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ اوسنی رییس سید ابراهیم سادات او د کمېسیون د سیمه ییزو عملیاتي چارو اوسنی رییس زمری قلمیار په یادو پنځو کسانو کې شامل دي.
په لیک کې راغلي، دغه پنځه کسان د هغو ټاکنیزو قضیو په تور چې د دې ادارې تر څېړنو لاندې دي د احتیاطي تدابیرو او د ټاکل شوي پلاوي د وړاندیز او د لویې څارنوالۍ له منلو وروسته د لنډ وخت لپاره ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو قانون له تعدیل وروسته د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکني غړي له دندو ګوښه او ممنوع الخروج اعلان شول.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.