کابل (پژواک، ۱۹ کب ۹۷): د افغانستان د روڼوالي او ټاکنو د څار بنسټ او د افغانستان د مدني ټولنو بنسټ وايي، د عادلانه او رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره اړتیا ده چې ولسمشرۍ ټاکنې له یوې تر دوو میاشتو و ځنډېږي.
د افغانستان د ټاکنو او روڼوالي د څار ادارې (ایتوا) د رهبرۍ شورا غړي حبیب الله شینواري نن په کابل کې د مدني ټولنو له بنسټ (مجما) سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو د څېړنو لپاره فرصت ته اړتیا لري.
ټاکل شوې چې ولسمشرۍ ټاکنې به راتلونکي کال د چنګاښ په ۲۹مه ترسره شي.
شينواري زیاته کړه: ((وړاندیز کوو چې ولسمشرۍ ټاکنې دې له یوې تر دوو میاشتو و ځنډېږي، څو د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنرانو ته د ټاکنو بهیر په اړه د څېړنو فرصت برابر شي، د وخت ضایع کول ستونزه نه ده، بلکې اساسي ستونزه دا ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې باید رڼې وي او وکولای شي پر دغه بهیر د خلکو له لاسه ورکړی باور بېرته تر لاسه کړي.))
د مجماع د رهبرۍ شورا غړي عزیز رفیعي هم وویل: ((د ټاکنو تېر بحران د ټاکنیزو کمېسیونونو د نوو کمېشنرانو میراث دی او دوی ته باید فرصت ورکړل شي چې تصمیم ونیسي او د باور وړ ټاکنو ته زمینه برابره کړي.))
هغه زیاته کړه، له غیر عادلانه ټاکنو ښه ده چې ټاکنې وځنډېږي او د ټول شموله، رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره زمینه برابره شي.
د مجما بل غړي شاه محمود مل هم وویل: ((د نوو غړو ټاکل بېړنی و او زیاتره یې د ټاکنو د بهیر په اړه بشپړ معلومات نه لري، دوی ته دې فرصت ورکړل شي څو د پارلماني ټاکنو ستونزه بیا تکرار نه شي.))
نوموړي زیاته کړه: ((د ټاکنو ستونزې د کسانو په بدلون نه حل کېږي، څو چې د بحران لاملونه ونه څېړل شي.))
یاد بنسټونه د یوې اعلامیې په صادرولو په ټاکنو کې د حکومت د نه لاسوهنې او د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه شکایتونو ته د رسېدنې غوښتنه کوي او وايي، د ولسي جرګې ټاکنې دې ژر تر ژره اعلان شي.
سرچینې زیاته کړې، ټاکنیز اصلاحات د هېواد په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو راوستل دي، خو له بده مرغه تر اوسه له دغه بهیر سره سیاسي لوبه شوې ده.
په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي که څه هم د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش پر اساس کارونه نه دي شوي خو زیاتوي، د کمېسیون نوې رهبري هڅه کوي چې د ولسي جرګې ټاکنې پای ته ورسوي، اصلاحات رامنځته کړي او د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره عملیاتي پلان جوړ کړي.
هغه وویل، د ټاکنو کمېسیون د ټولو طبقو لید او وړاندیزونه مني، که د ټاکنو د ترسره کېدو د وخت ځڼدولو ته اړتیا وه حتمي به یې له ملت او دولت سره شریکه کړو.
ابراهيمي زیاته کړه، پر ټاکلي وخت د خلکو د باور وړ ټاکنو د ترسره کولو لپاره قوي هڅې روانې دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.