نیلی(پژواک، ٢٥ سلواغه ۹۷): سره له دې چې په دایکنډي ولایت کې ښځې د کورنۍ د اقتصادي ودې لپاره له نارینه وو سره اوږه پر اوږه کار کوي، خو د مناسب ځای د نشتون او له کوره بهر د ښځو کار ته منفي لید دوی مجبورې کړې چې د نارینه وو جامې واغوندي.
فرهنګي کمزورتیا، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او له کور بهر د ښځو د کار په اړه منفي لید، د کار لپاره د مناسب ځای نشتون او په کوڅو کې د ښځو ځورونه د ښځو د اقتصادي ځان بساینې پر وړاندې عمده ستونزې دي.
په داسې حال کې چې د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې لسګونه کسبي ښځې پر خیاطۍ، ارایشګرۍ، دوکاندارۍ او د لاسي صنایعو پر تولید بوختې دي خو د نارینه وو له توندو او بدو خبرو څخه د خوندیتوب په موخه په ځينو سمیو کې له کور څخه کارځاى ته د تګ راتګ پر مهال د نارینه وو جامې اغوندي.
د دایکنډي ځينې اوسېدونکې وايي، سره له دې چې بازار کې له ازاد کار و بار څخه خوشحاله دي، خو د نارینه وو له خوا ځورونې یې چارې له ستونزو سره مخ کړې او زیاتره وخت مجبورېږي چې کور او کارځاى  ته د تلو پر مهال د نارینه وو جامې واغوندي.
معصومې حیدري چې د ټولنپېژندنې په برخه کې د بامیان له پوهنتون څخه د لېسانس سند لري وویل، له درې کلونو راهیسې یې د خیاطۍ دوکان خلاص کړی او له اقتصادي اړخه ستونزه نه لري او په چا پورې تړلې نه ده.
خو هغه زیاته کړه: ((زموږ د ځینو هېوادوالو فرهنګ ډېر ټيټ دی نو له دې امله نارینه په ځانګړې توګه ځوانان تل موږ ته مزاحمت کوي او زیاتره وخت د خلکو له ځورونې څخه د خونديتوب لپاره د نارینه وو کالي اغوندو او حتي وېښتان مې د نارینه وو په ډول جوړ کړي، ځکه کله چې د شپې کور ته ځم ټول فکر کوي چې نارينه یم او مزاحمت نه راته کوي.))
بلې سوداګرې سکینې راستین پژواک ته وویل: ((زموږ خلک فکر کوي چې ښځې باید له کوره بهر کار ونه کړي نو له دې امله زموږ د کار په اړه منفي لید لري، خو موږ بریالۍ شو، له دې خنډونوسره مبارزه کوو او له نورو ښځو غواړو چې بازار کې د کار  کولو له لارې پر خپل ځان متکي شي.))
نوموړي زیاته کړه، د ښځو لپاره د ځانګړي مارکېټ د نشتون له امله دوی له نارینه وو سره یوځای په مارکېټ کې کار کوي او په بازار کې د زیاتره نارینه دوکاندارانو له ښځینه دوکاندارانو ښه نه راځي.
دغه ښځې په داسې حال کې له نارینه وو سره په ګډ بازار کې له کارکولو شکایت کوي چې ولسمشر غني څه موده مخکې دایکنډي ته د سفر پر مهال له ښځینه سوداګرو سره ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې به ورته ځانګړی مارکېټ جوړوي.
د یادو ښځو له ډلې عادلې وویل: ((هیله لرو چې ولسمشر به یې پر کړې ژمنه عمل وکړي او امر به وکړي چې په دغه ولایت کې د ښځو لپاره جلا مارکېټ جوړ شي.))
په ورته وخت کې د نیلي ښاروالې خدیجې احمدي وویل: ((د اوس لپاره د ټولنیزو ستونزو له امله په نیلي ښار کې د ځمکې وېش بند شوی، خو د دې ستونزې له حل وروسته به د ښځينه مارکېټ لپاره ځمکه هم مشخصه شي.))
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.