کابل(پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۷) : د ولسمشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري وایي، چې د ټاکنو د تعدیل قانون نهایي نه ده او له ټولو خواوو سره تر مشورو وروسته د تخنیکي ټیم لخوا نهایي کیږي.
هغه د سلواغې په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د ټاکنو قانون د تعدیل لپاره د مرغومي له ۲۷مې څخه تر ۳۱ مې نیټې پورې مشوري غونډې شوې وې.
د چخانسوري په وینا، په دې غونډو کې مدني ټولنې، ناظرین، کاندیدان ، د کاندیدانو استازو، د سیاسي ګوندونو غړو ، د ښځو استازو او د سیاسي ګوندو مشرانو برخه اخیستې وه.
دی وایي، چې ددې ناستو په پایله کې پر دوو شیانو موافقه او اجماع وشوه، چې په قانون کې بدلون راشي او د کمیسیونونو مشران او کمشنران تغیر شي.
د ولسمشر ویاند وویل، چې ستره محکمه، لویه څارنوالي ، پر اساسي قانون د څار کمیټه د تقنین کمیټې ۲۵ غونډې وکړې، چې پکې د ټولو افشارو شفاهي او تحریري نظریات اخیستل شوي وو، چې په پایله کې په قانون کې ځینې تغیرات پیشنهاد شول.
د هغه په وینا، نن په دې اړه په ارګ کې غونډه وشوه، چې پکې کاندیدان، د کاندیدانو استازو، مدني ټولنې، ناءرین، شریک شول.
چخانسوري وویل، په دې ناسته کې پریکړه وشوه، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به یوه کمیټه جوړه شي او د قانون د تعدیل ‌طرحه به نهایي کړي .
دی وایي، چې په قانون کې عمده تغیرات راوستل کیږي، د  ولسمشر صلاحیتونه د اساسي قانون له مخې واضح دي، د یادو افشارو په وړاندیز د ګزینش کمیټه له منځه یوړل شوه.
هغه وایي، په عدلیې وزارت کې راجستر شوي سیاسي ګوندونه، د ټاکنو اړونده مدني ټولنې او بنسټونه او د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر  د ۱۵- ۱۵ په شرایطو پوره کسانو نوملړ، چې پنځه، پنځه تنه یې ښځې وي، د ټاکنو کمیسیون د غړو او د دارالانشاء د رییس دانتخاب لپاره ولسمشر ته په اوه ورځو کې وړاندې کوي.
ده زیاته کړه، چې وروسته به ولسمشر د سترې محکمې، لوی څارنوالي، اساسي قانون د څار کمیټه، د مجلسینو مشران، د بشري حقوقو مشر ، د سیاسي احزابو مشران، ښځو ټولنو سره په مشوره ۷ کسان د کمیسیون د غړو په توګه ټاکی.
دهغه په وینا، که چیرې سیاسي ګوندونه، د ټاکنو اړونده مدني ټولنې ونه شی کړای په شرایطو برابر کسان ولسمشر ته معرفي کړي، ولسمشر به د کمیسیون غړی د۱۴مې مادې ددویمې فقرې د حکم له مخې، له یادو کسانو څخه به په شرایطو برابر کسان ددې قانون د ۱۲مې مادې له مخې پخپله ټاکي.
د ولسمشر ویاند وایي، چې یاد اقشار به د شکایتونو کمیسیون لپاره هم لس، لس کسان وړاندې کوي، چې بیا به له هغوی پنځه تنه ټاکل کیږي.
چخانسوري د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د تعدیل په اړه وویل، چې د سن شرط ۲۵ کاله ، او د زده کړې کچه چې باید لیکل او لوستل کولی شي او اړتیا نشته، چې له دولتي دندې استعفی ورکړي.
نوموړي وویل، چې یاده مسوده تر اوسه نهایي نه ده له ټولو اقشارو او تخنیکي ټیم سره تر مشورو وروسته به نهایي کیږي .
د ولسمشر ویاند د قانون د تعدیل په اړه د سیاسي ګوندونو نیوکې رد کړې او ویل چې هغوی سمه نه ده مطالعه کړې او په دې کې د هغوی شفاهی او تحریري نظریات ځای پر ځای شوی دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.