کابل (پژواک ١٩ سلواغه ٩٧): د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو د یو شمېر نوماندانو،  د سیاسي ګوندونو د رهبرانو او د هغوی د استازو په حضور کې مشورتي غونډه جوړه شوه.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه، د ټاکنو قانون د ځینو مادو د تعدیل او حذفولو پر طرحې بحث او خبرې وشوې.
سرچينه زياتوي، په پیل کې ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د ټاکنو په قانون کې د تعدیل په اړه عمومي اجماع ته اړتیا ده.
ده زیاته کړه، د ټاکنو قانون د تعدیل لپاره مسوده چمتو شوې، ترڅو د ټولو د نظریاتو پر بنسټ په کې تعدیل عملي شي.
یادې غونډې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ دوام وموند او ګډونوالو د ټاکنو قانون د تعدیل په اړه خپل لیدلوري، نظریات او وړاندیزونه په مفصله توګه بیان کړل.
دانش وویل، د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده، یوه حکومتي طرحه نه، بلکې په دې اړه له ۲۰ نه زیاتې غونډې جوړې شوي او دا طرحه د دې غونډو د وړاندیزونو او مشورو محصول دی.
غونډې پرېکړه وکړه، د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او د ټاکنو اړوند مدني بنسټونو له استازو جوړه تخنیکي کمېټه به په دوه ورځو کې یاده مسوده له هراړخیزو بحثونو وروسته نهایي کړي.
خو بايد وويل شي چې يو شمېر سياسي ګوندونو او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ياده شوې طرحه نيمګړې بللې او ويلي دي چې په دې طرحه کې د ټاکنيزو کميسيونونو د خپلواکۍ اصل تر مخکې ډېر خدشه داره ښکاري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.