کندهار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۷): د کندهار د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیال ادعا کوي چې د ولسي جرګې دوو نوماندانو لومړى وهلی، ښکنځلي يې د‌ى او بربنډه ويډیو یې ترې اخيستې ده.
خو اړوند نوماندان وايي، د دغه ولایت د ټاکنو کمېسیون مسوولین پر درغلیو تورن دي او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي چې له همدې امله یې د ځانونو خلاصولو په موخه په دروغو دغسې یوه موضوع جوړه کړې ده.
قانون په دې اړه څه وايي؟
د انساني قاچاق او کډوالو قاچاق پر وړاندې د مبارزې قانون د درېيمې مادې په دويم بند کې راغلي چې له مجني عليه د غير اخلاقي فلمونو اخيستل انسان قاچاق حسابېږي.
د دغه قانون په ١١مه ماده کې راغلي که چېرې له مجنې عليه د غير اخلاقي فلمونو په جوړولو کې استفاده شوى وي، قاچاقبر پر اوږده حبس محکومېږي.
خو د جزا کوډ په ٨٧٤ ماده کې راغلي چې د غير اخلاقي (پورنوګرافي) فلمونو اخيستونکى پر دوه کاله بند او سل زره افغانۍ جريمه باندې محکومېږي.
هارون کليوال:
په ټولنیزو رسنیو کې د کندهار د ټاکنو کمېسیون د مرستیال هارون کلیوال یوه ویډیو هم خپره شوې چې په کې له ورسره شوي ناسم چلند په اړه غږېدلی.
په خپله کلیوال چې له دې پېښې وروسته کابل ته تللی، پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسي جرګې د ټاکنو نوماند جمال اغا او د بل نوماند حمد الله نازک ورور عطا الله عطا چې د کندهار د ولایتي شورا غړی دی، هغه پر ټلیفون خپل کور ته ورغوښتی او بیا یې ورسره ناوړه چلند کړی دی.
دی وايي: ((وړمه ورځ ماښام مهال مې خپل ناروغ زوی مهمند روغتون ته وړی و چې جمال اغا زنګ راته ووهه او ویل یې د نیم ساعت لپاره مې په کار یې، ما ورته د زوی د ناروغۍ وویل، خو نه یې منله، له ناکامه د هغه کور ته لاړم، هلته یې راته وویل چې زما رایې ورکې شوي، ما ورته وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته شکایت وکړه، موږ په همدې خبرو کې وو چې د بل نوماند ورور عطاالله عطا له خپلو څلورو ساتونکو سره یو ځای راغی، په سوکانو او لغتو یې ووهلم او د ناموس ښکنځل یې راته وکړه.))
دی وايي، د هغه ساتونکو له ده څخه موبایل واخیست، سترګې یې ور وتړلې او موټر ته یې پورته کړ او په لاره کې دواړو ورڅخه غوښتنه کوله چې له دوی سره مرسته وکړي او رایې یې ډېرې کړي خو ده انکار وکړ.
د ده په خبره، څو ورځې مخکې هم جمال اغا همدا غوښتنه ورڅخه کړې وه او د خپل ورور په لاس یې ۱۰ زره ډالر هم ورلېږلي وو چې ده یې غوښتنه نه وه منلې.
دی وايي: ((په عینو مېنه کې یې خپل مېلمستون ته بوتلم، سترګې یې را پرانیستې او راته و یې ویل چې یو متن لیکي، ته به یې لولې او موږ به یې په ويډیویي بڼه ثبتوو.))
د نوموړي په وینا، پر پاڼه یې لیکلي وو چې د ټاکنو کمېسیون مشر او مرستیال له ځینو کاندیدانو سره معاملې کړي او د هغوی په ګټه یې صندوقونه ډک کړي دي.
کلیوال وویل، د وسلې په زور یې دغه متن پرې ولوست او دوی ثبت کړ، وروسته یې بل اتاق ته بوت، څلور وسله وال چې یونیفورم یې پر تن او مخونه یې پټ وو، دننه راغلل.
هغه له دغو خبرو سره ژړغونی شو او پسې زیاته یې کړه: ((دوو تنو مې لاسونه او پښې راوتړل او دوو نورو راڅخه جامې وویستې او بربنډه ويډیو یې راڅخه ثبت کړه.))
د ده په خبره، له دې پېښې وروسته د شپې شاوخوا دوه بجې وې چې خپل اتاق ته لاړ، امنیتي ارګانونو ته یې زنګ ووهه او هغو ته یې جریان ووایه او په سبا یې کابل ته لاړ.
دی د دغې موضوع د دقیقې څېړنې غوښتنه کوي او وايي، اختطاف شوی، وهل شوی او بې عزتي ور اړول شوې ده، له همدې امله باید اړوند کسان محاکمه شي.
د کندهار د ټاکنو کميسيون:
د کندهار د ټاکنو کمېسیون مشر ډاکټر نعمت الله وردک وايي، دغه جریان یې د یوه رسمي مکتوب له لارې له ولایتي ادارې او امنیتي ارګانونو سره شریک کړی دی.
وردک پژواک اژانس ته وویل، نه یوازې د ده له مرستیال سره ناوړه چلند شوی، بلکې دی په خپله هم په وار وار د همدغو زورواکو له خوا څارل شوی چې ده په دې اړه په وار وار ملي امنیت ته هم شکایت کړی دی.
د ده په ټکو، په کندهار کې بهترینې ټاکنې شوي خو همدغو زورواکانو په زور او جبر وغوښتل د خپلو شومو اهدافو لپاره هم دغه پروسه لانجمنه کړي او هم څېرې بدنامې کړي.
دی وايي، که هغوی په ټاکنو کې درغلۍ کړې وي، نو قانون لارښوونه کړې ده چې څه باید وشي، مګر دا حق څوک نه لري چې وحشت او دهشت خپور کړي او د دولت رسمي مامور اختطاف کړي، ویې وهي، ویې ښکنځي او بې عزتي ور واړوي.
د ده په خبره، که څه هم د دغه ناوړه چلند په اړه یې شکایت کړی خو تر اوسه یې نه دي لیدلي چې حکومت دې د خپل کارمند دفاع وکړي.
په دې اړه د تورونو کسانو څرګندونې:
په دې اړه مو وغوښتل د ولسي جرګې له نوماند جمال اغا سره خبرې وکړو خو له ډېر انتظار وروسته مو هم و نه موند.
خو د حمدالله نازک ورور عطا الله عطا چې د کلیوال په خبره، په دې موضوع کې ښکېل دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنو کمېسیون مشر او مرستیال دواړو په ټاکنو کې درغلۍ کړې دي او د مشخصو کاندیدانو په ګټه یې د رایو صندوقونه ډک کړي او دوی په دې اړه مستند شکایتونه کړي دي.
د ده په خبره، د دوی د دغو شکایتونو پر بنسټ دواړه مشران څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي خو د دې لپاره چې دوی خپل ځانونه خلاص کړي او بې ګناه یې وښيي، په دروغو یې دغسې یوه موضوع جوړه کړې ده.
دی هم غوښتنه کوي چې امنیتي ارګانونه دې دغه موضوع وڅېړي، ملامت او سلامت دې معلوم کړي.
خو بل لورته د سید محمد حریق په نوم د ولسي جرګې د کوچیانو یوه کاندید پژواک اژانس ته وویل چې د کندهار په ټاکنو کې فاحشې درغلۍ شوي چې خلک او نوماندان یې تر ډېره پړه د کمېسیون پر مشر او مرستیال ور اچوي.
دی وايي، څو ورځې وړاندې کندهار ته تللی و او په دې اړه کافي اسناد او شواهد په لاس کې لري چې د ځینو کاندیدانو لپاره په صندوقونو کې جعلي رایې اچول شوي دي.
د ده په خبره، په دې اړه یې خپل شواهد او اسناد اړوندو ادارو ته هم ورکړي دي.
چارواکي: د اړوندو ارګانونو له لوري دغه موضوع څيړل کيږي
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، ولایتي اداره له دې موضوع خبره شوې او امنیتي ارګانونو ته یې دنده سپارلې چې دغه موضوع په کره توګه وڅېړي.
ده پژواک اژانس ته وویل، تر هغه وخت باید انتظار وباسو څو معلومه شي چې دغه موضوع څه ډول ده او څوک په کې ښکېل دي.
د يادونې وړ ده چې د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته معترضو نوماندانو پر له پسې احتجاجونه وکړل او په دې لړ کې یې د ټاکنو او شکایاتو کمېسیونونو دفترونه هم تړلي وو چې وروسته د ولایتي ادارې په منځګړتوب له دې ژمنې سره پرانیستل شول چې د معترضو نوماندانو شکایتونه به څېړل کېږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.