کابل(پژواک، ٥ سلواغه۹۷): حزب وحدت اسلامي وايي چې محقق به د اجراييه رياست د دويم مرستيال په توګه دندې ته ادامه ورکړي او ددغه ګوند په خبره چې د محقق لرې کول د ولسمشر صلاحيت نه دى.
محمد محقق چې د حنيف اتمر په ټاکنيز ټيم کې د ولسمشرۍ دويم مرستيالۍ ته يې ځان نومولى ولسمشر غني د يوه فرمان له مخې د اجراييه رياست له دويم مرستيالۍ څخه له دندې ګوښه کړ.
اجراييه رياست د محقق د ګوښه کېدو په غبرګون کې ويلي چې د بې ثباتۍ رامنځته کېدل د هيڅ ډلې په ګټه نه دي او د محقق لرې کول د شوي سياسي تړون له روحيې سره په تضاد کې دي.
د حزب وحدت اسلامي سرپرست ناطقي د سلواغې په ٥مه په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وويل چې د وحدت ملي حکومت د دوه ټاکنيزو ټيمونو د يوه سند په اساس رامنځته شو او محقق د خلکو د رايو په اساس په وحدت ملي حکومت کې برخه اخيستې .
نوموړي وويل چې د محقق لرې کول د قانون خلاف دى، دا د ولسمشر صلاحيت نه دى او محقق به د اجراييه رياست د دويم مرستيال په توګه خپل کار ته دوام ورکړي .
خو د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر ويلي چې ولسمشر د اساسي قانون د ٦٤مادې د ١٣ مې فقرې په اساس د مقاماتو د لرې کولو او ګومارلو واک لري
ناطقي وويل چې ولسمشرۍ ماڼۍ په تېر يونيم کال کې د سياسي تړون زيات مواد نقض کړي دي.
د نوموړي په خبره چې حزب وحدت اسلامي پرېکړې کړې چې محقق به د شوي تړون په چوکاټ کې د وحدت ملي حکومت د دورې تر پايه پورې خپل کار ته دوام ورکوي.
هغه زياته کړه چې د ولسمشر دا کار د افغانستان د خلکو په ګټه نه دى او که د حزب وحدت غوښتنو ته پام ونه شي نو دغه ګوند به خلکو ته له مراجعه کولو وروسته په مدني حرکتونو لاس پورې کړي.
Add new comment