کابل (پژواک، ۲۰مرغومی ۹۷): د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند سید نورالله جلیلي، د ملي یووالي حکومت د امنیت او سولې په ټینګښت کې ناکام وباله، وايي چې د دې دواړو اړتیاوو پوره کولو لپاره د بهرنیو ځواکونو وتلو او د اساسي قانون تعدیل ته اړتیا شته.
د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند سید نورالله جلیلي په سیاسي، اقتصادي، امنیتي، د قومونو تر منځ بې اتفاقي ته لمن وهلو، د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د حکومت د پرېکنده ارادې نه شتون او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت  پاتې راتلو په اړه هم اندېښمن دی.
سید نورالله جلیلي په ۱۳۵۲ کال کې په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی دی او د کابل له طبي پوهنتون څخه فارغ شوی او له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په سوداګریزو فعالیتونو بوخت دی.
نوموړی ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ موخه هېواد ته خدمت او له روان کړکېچه ژغورل وبلل او وايي چې د اصلاحاتو راوستل او د سولې ټینګښت يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
موصوف افزود که برای تحقق صلح حاضر است به خروج نیروهای خارجی و تعدیل قانون اساسی اقدام کند.
هغه زیاته کړه چې د سولې ټینګښت لپاره د بهرنیو ځواکونو وتلو او د اساسي قانون تعدیل ته چمتو دی.
د ټاکنیز ټکټ جوړښت او ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی
جلیلي چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ په  ټاکنو کې د ګډون معلوماتي کڅوړه يې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه ترلاسه کړې، نن يې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې په رسمي ډول نوم لیکنه وکړه، ټاکنيز ټکټ ته په اشارې وویل چې ټیم يې دوه مرستیالان لري.
د هغه په خبره، په دې ټاکنیز ټکټ کې ډاکټر خلیل رومان د لومړي مرستیال او ډاکټر چراغ علي چراغ د دویم مرستیال په توګه حضور لري، په ټکټ کې شامل کسان د پاکي، ټولنیز او اکاډمیک شخصیت معیارونو له مخې غوره شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، باور نه لري مرستیالان به يې د رایو بانک ولري، د هغوی پاک او اکاډمیک شخصیت په خپله د رایو بانک دی او دا ټیم کولی شي په راتلونکې کې خلکو ته د خدمت جوګه شي.
دى وايي: ((دا چې دواړه مرستیالانو مې د خلکو وینې نه دې تويې کړي او په کورنیو جګړو او فساد کې ښکېل نه دي، همدا بسنه کوي.))
د اجرايي ریاست څوکۍ
د ولسمشرۍ ټاکنو یاد نوماند، اجرايي ریاست شتون له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي او زیاتوي چې اجرايي ریاست د ځینو سیاسي ملحوظاتو پربنسټ رامنځ ته شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، د اجرائیه ریاست پوست د هغوی په تګلاره کې ځای نه لري او ټولې موازي ادارې چې په تېرو پنځو کلونو او له دې څخه وړاندې د اساسي قانون خلاف رامنځ ته شوي دي، لغوه به شي.
هغه، په تېرو پنځو کلونو کې د اجرايي ریاست څوکۍ د اساسي قانون خلاف اقدام یاد کړ، وايي هره پرېکړه چې شوې، قانوني حیثیت نه لري.
د لومړي وزیرڅوکۍ
سید نورالله جلیلي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جمعیت اسلامي ګوند دې وړاندیز سره چې د لومړي وزیر پوست رامنځ ته کېدل دي، مخالف دی که موافق؟ وویل: ((زه د نظام بدلون مخالف نه یم او له اوسني نظام ملاتړی هم نه یم، ځکه  له شاهي نظام سره ورته والی لري، نه له ولسواکي سره.))
نوموړي زیاته کړه چې د نظام ټاکل د یو شخص او ډلې دنده نه ده، د نظام بدلون ملت اړوند دی او دا ملت دی چې د اوسني وضعیت ښه توب او دیکتاتور حکومت د کړنو پر ځای د خدمت کوونکي حکومت په تړاو تصمیم نیسي.
هغه زیاته کړه: ((په اوسني نظام کې حکومت بادار او خلک نوکران دي او داسې وضعیت زما لپاره د منلو وړ نه دی، زه داسې نظام غواړم چې حکومت نوکر او خلک باداران وي.))
نوموړي وویل، د قانون ستونزو شتون سربېره چې لامل یې اوسنی حکومت دی، ولسي جرګه وزیران سلب صلاحیت کوي، خو ولسمشر يې د کلونو لپاره د سرپرست په توګه ساتي، دا وضعیت د دیکتاتوري ښکارندوی او د اساسي قانون ښکاره ماتول دي او خلک به هيڅکله هغه نظام ته چې په کې حضور ونه لري، رایه ور نه کړي.
نوموړي په دوام وویل، مهمه دا ده چې خلک په نظام کې حضور ولري، د رایې ورکول او د نظام ټاکل د خلکو په لاس کې وي او دمګړۍ خلک ناهيلي دي او ځانونه نظام کې شامل نه ګڼي.
د هغه په خبره، اوسمهال د هېواد څه باندې ۵۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده، هغوی په نظام کې شامل نه دي او څوک چې په نظام کې دي، هغوی هم ناخوښه دي.
هغه وویل، دا چې د جمعیت اسلامي ګوند له ملي ایتلاف سره د نظام بدلون غوښتنه کوي، دا يې حق دی، خو له بریالیتوب او د حکومت له جوړښت وروسته باید خپله دا چاره د قانون په رڼا کې ترسره کړي.
د ملي يووالي حکومت کړنې
جلیلي د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ اوسنی حکومت د افغانستان په تاریخ کې یو ناکام حکومت وباله ويې ویل چې دا حکومت اوس له سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخه تر ټولو بد وضعیت کې دی.
نوموړي د طالبانو په لاس د کندوز، غزني او فراه ولایتونو سقوط د ملي یووالي حکومت کمزوري وبلله، ويې ویل: ((موږ شاهد وو، سربېره پر دې چې د ملي یووالي حکومت له خپله لاسه وتلې سيمې ونه ساتلې، بلکې د خپل واک تر کنټرول لاندې ډېرې سيمې يې له لاسه ورکړي دي او د بېرته نیولو په برخه کې یې هیڅ کار نه دی کړی.))
هغه د ملي یووالي حکومت ځوانانو ته له هېواد څخه بهر ته د تګ لپاره په موکې برابرولو تورن کړ، ويې ویل چې په دې موده کې د ناسمو سیاستونو له امله، زرګونه ځوانان له هېواد څخه تښتېدلي او ان سمندرونو کې ډوب شوي دي.
نوموړي همداراز وویل چې د ملي یووالي حکومت د کرزي له دورې سره څه ځانګړی توپیر نه لري، ټولې تکراري څېرې له یو وزارت څخه بل وزارت او له یو ماموریت څخه بل ماموریت ته تبدیل شوي دي.
له ګاونډویو او بهرنیو هېوادونو سره بهرنی سیاست
جلیلي وویل چې په بهرني سیاست کې د هېواد او خلکو لوړو ګټو ته به پام کوي او له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړي چې د افغانستان ګټو ته درناوی وکړي.
د ده په خبره، له بده مرغه حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی څو یو بهرنی ځانګړی سیاست ولري، افغان حکومتونو تل د درېیم هېواد ګټو لپاره د ګاونډیو هېوادونو ګټې تر پښو لاندې کړې دي.
نوموړي په دوام وویل چې له ګاونډیو هېوادونو سره سمې اړیکې نه یواځې چې د سولې او خلکو د ژوند هوساینې لامل ګرځي، بلکې د سوداګرۍ په برخه کې به هم زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
نوموړي یادونه وکړه چې د بریا په صورت کې به له ګاونډیو هېوادونو سره نېکي اړیکې ټینګې کړي او هېڅکله اجازه نه ورکوي چې درېیم هېواد د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړي.
نوموړي زیاته کړه: ((متاسفانه چې په قصدي او یا غیرقصدي ډول مو خپل ګاونډیان اړ ایستل څو موږ سره تربګني وکړي، موږ د هر چا له دښمنۍ ځان ژغورلی شو، خو د ګاونډیو له دښمني ځان نه شو ژغورلی او د درېیم هېواد ګټې دومره ارزښت نه لري چې له ګاونډیو سره دښمني وکړو، یو سیاست مو دا دی چې له ګاونډیو هېوادونو سره سمې اړیکې وپالو.))
د هغه په باور، د افغانستان د جغرافيايي موقعیت ارزښت باید ګاونډیو ته ور وښودل شي او هغه وخت د هغوی اړتیاوې ترسره کېدای شي چې دلته امنیتی خوندي وي، باید ګاونډیو ته په ډاګه شي چې کمزوری افغانستان د هغوی په ګټه هم نه دی، بلکې پیاوړی، باثباته او پرځان بسیا افغانستان د هغوی په ګټه دی.
د هغه په خبره، افغانستان کولی شي له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې د برابرو حقونو او متقابل درناوي په اصولو وټاکي.
په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات
جلیلي د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر کمزوره کړنو د نیوکې تر څنګ وویل چې د کمېسیون د غړو ګوښه توب ستونزه نه هواري، ځکه د ټاکنیزو کمېسیونونو په ګډون د هېواد ډېری بنسټونه ځوان دي او د پوخ توب تر پړاوه به ستونزې وي، خو غوره به دا وي چې پر هغوی د فشار راوړلو او نیوکو پرځای له هغوی څخه ملاتړ وشي، څو د ارګ او سپېدار تر اغېز لاندې را نه شي.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې له ټاکنیزو کمېسیونو دې ملاتړ وکړي څو هغوی ډاډ ترلاسه کړي چې د هېواد یوه ستره پرګنه يې تر شا ولاړه ده او وکولی شي د فساد او حکومت فشار پر وړاندې مقاومت وکړي.
نوموړي، د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کول ستونزمنه چاره وبلله، ویې ویل چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د افغان ولس برخلیک ټاکي او په خپلو پرېکړو کې باید سیاسي، مذهبي، قومي، نژادي او سمتي مسایل په پام کې و نه نیسي او د هغو کسانو د ګټو لپاره کار و نه کړي چې د پردیو لپاره فعالیت کوي، د افغان ولس په حق کې دې جفا نه کوي او حق دې حقدار ته وسپاري.
د بهرنیو ځواکونو وتل
جلیلي وویل، که د بهرنیو ځواکونو په ولتو سوله او ثبات ټینګېږي، غوره ده چې د وتلو لپاره يې مهالوېش جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې بهرنیانو د امنیتي ځواکونو د سنبالتیا په برخه د قناعت وړ مرستې نه دي کړي او اړتیا ده چې مرستندویه هېوادونه افغان امنیتي ځواکونو ته پرمختللي تجهیزات ورکړي.
نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره که په ټاکنو کې بريالی شي، د نړیوالې ټولنې د مرستو پر وړاندې له اداري فساد سره مبارزه کې ژمن دی، وویل: ((نړيوالو ته به وښیم چې افغانستان کې فساد نشته او د هغوی مرستې بې ځایه نه لګول کېږي.))
د سولې بهیر
جليلي د سولې ټینګښت د افغان ولس له ټولو اساسي اړتیا بولي، ويې ویل: ((د بریا په صورت کې به هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره هڅه وکړم، زموږ د ډلې یوه ځانګړنه دا ده چې هېڅکله هم په جګړه کې ښکېل نه وو چې په دې خصلت سره سولې ته رسېدلی شو.))
هغه وویل چې د بریالیتوب په صورت کې یو کارې لومړیتوب سولې ته پاملرنه وي او د ((اسلامي امارات)) منطق ته به غوږ نیسي او د هغوی غوښتنې به د قانون په اډانه کې مني.
د نوموړي په خبره، ټول افغانان مسؤولیت لري چې راتلونکو نسلونو ته جګړه په مېراث پرې نه ږدي، سوله باید د همدې نسل په وجود کې چې جګړې یې پیل کړې، رامنځ ته شي، دا کار ستونزمن نه دی، سیاسي منطق ته اړتیا لري او باید د ګډې ژبې په لټه کې شو.
د جلیلي په باور، دا جګړه ګټونکی او بایلونکی نه لري، که طالبان د اساسي قانون تعدیل غوښتنه وکړي، له خلکو سره په مشوره يې مني، ځکه اساسي قانون سره کرښه نه ده چې لوح محفوظ څخه راغلی وي.
نوموړي په دوام وويل: ((د سولې لپاره چمتو یو چې اساسي قانون کې بدلون راولو او د خلکو او طالبانو له غوښتنې سره سم به اساسي قانون تعدیل کړي او داسې قانون به ترې جوړ کړو چې د خلکو د ارادې څرګندوی وي.))
هغه همداراز یادونه وکړه چې د سولې ټینګښت لپاره چې د افغان ولسي پخوانۍ هيله ده، ان د بهرنیو ځواکونو وتل هم مني.
له نورو ټاکنیزو ټکټونو سره ایتلاف
جلیلي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په راتلونکې کې له کوم ټاکنیز ټکټ سره د ایتلاف نیت لري که نه؟ وویل: ((خلکو زه ټاکلی یم، څو ځان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند کړم او دا پرېکړه به هم خلک کوي چې زما په ټیم کې څوک وي او څوک نه وي، له چا سره یوځای شوي او له چا سره یوځای نه شو.))
هغه وویل: ((له هغو ټکټونو سره نه یوځای کېږو چې لاسونه يې د خلکو په وینو ککړ دي، د جګړې په دوام ټینګار کوي او په فساد کې ښکېل دي.))
د نوموړي په باور، هره ډله چې د وضعیت بدلون او د سولې ټینګښت غواړي، کولی شي له هغه ډلې سره یوځای شي او له هغو ټکټونو سره به ایتلاف و نه کړي چې ځانونه د رایو بانک بولي او یواځې د معاملې لپاره سیاست ډګر ته را وړاندې شوي دي.
هغه وویل: ((موږ راغلي یو څو د هېواد پر وړاندې خپل مسؤولیت ادا کړو، د دې لپاره نه یو راغلي چې پر خلکو حکومت وکړو، موږ غواړو چې واک له خلکو سره وي او د پرېکړې حق هم له هغوی سره وي.))
د ولسمشر په ټاکنه کې د امريکا رول
نوموړي دا ګونګوسې چې ګواکې امریکا د افغانستان ولسمشر په ټاکنه کې اساسي نقش لري، رد کړې او ویې ویل چې دا پروپاګنده ده، ځینې سیاسي کړۍ دې موضوع ته لمن وهي چې امریکا د افغانستان ولسمشر ټاکي، خلک تېر باسي او د عامه ذهنو د ګډوډولو لپاره دا کار کوي.
هغه زیاتوي: ((ټول ټاکنیز مسایل د افغانانو له لوري پرمخ وړل کېږي او امریکا هېڅ رول نه لري، که سرغړونه او درغلي کوو، ستونزې يې افغانانو ته ورګرځي، خو د افغان ولس د راتلونکي مشر په ټاکولو کې به له افغانانو پرته بل هېڅ هېواد رول و نه لري.))
د هغه په باور، امریکا ته وفاداره ځینې کړۍ او سیاسي څېرې داسې اوازې خپروي چې د امریکا، انګلیس یا بل هېواد استازی دی او په دې کړنې خلک تېر باسي څو د نوموړي ملاتړ ته اړ شي.
هغه وویل: ((له ټولو هېوادوالو غواړم چې په دا ډول خلکو و نه غولېږي او خپله رایه په مسؤولیت وکاروي او د تېر په څېر دې په پټو سترګو رایه نه ورکوي چې بله ورځ بیا له ټاکنو پښېمانه شي، دا رایه ده چې د افغان ولس برخلیک ټاکي او باید د کارولو پرمهال يې زیات احتیاط وشي.))
نوموړي زیاته کړه، لا هم خلک په دې باور دي چې د هغوی یوه رایه په ټاکنو اغېز نه کوي، خو یوه رایه کولی شي د ملت برخلیک واړوي او باید سمه استفاده ترې وشي.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د تکراري او تاریخ تېرو څېرو تر شا دې نه درېږي، نوې څېرې دې وټاکي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.