کابل (پژواک، ۲۰مرغومی ۹۷): سید نورالله جلیلي نن د ۱۳۹۸ کال ولسشمرۍ ټاکنو لپاره د خپل لومړي مرستیال خلیل رومان او دویم مرستیال چراغ علي چراغ په شتون کې نوم لیکنه وکړه.
جلیلي په ۱۳۵۲ کال کې په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی، د کابل له طبي پوهنتون څخه فارغ شوی او له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په هېواد کې سوداګریز فعالیتونه کوي.
نوموړي نن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د درېیم نوماند په توګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته په ورتګ نوم لیکنه وکړه.
د هغه په ټاکنیز ټکټ کې خلیل رومان د لومړي مرستیال او چراغ علي چراغ د دویم مرستیال په توګه شامل دي.
سید نورالله جلیلي، نن سهار له نوم لیکنې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل: ((راغلو څو افغانستان له کړکېچ څخه و ژغورو او په یو پرمختللي او سوکاله هېواد یې بدل کړو.))
نوموړي وویل که بریالی شي د سولې او ثبات ټینګښت، له اداري فساد سره مبارزه، په واک کې خلکو ته د ونډې ورکول يې له لومړیتوبونو څخه دي.
تر دې وړاندې، د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ (۱۳ مرغومی) عبداللطیف پدرام د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ((ازادي، عدالت او امنیت)) له شعار سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته مراجعه وکړه او د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د لومړي نوماند په توګه له خپلو دوو مرستیالانو سره نوم لیکنه وکړه او وروسته بیا د ولسمشرۍ ټاکنو دویم نوماند محمد حکیم تورسن د مرغومي ۱۴مه  ((موږ عمل کوو، شعار نه ورکوو)) تر شعار لاندې کمېسیون ته ورغی او نوم لیکنه یې وکړه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.