پلخمری (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): د بغلان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د ولسي جرګې يو نوماند تښتولى دى.
د بغلان والي عبدالحي نعمتي د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د ولسي جرګې نوماند زلمى زهير تښتولى دى.
هغه وايي چې زهير په مرکزي بغلان ولسوالۍ په خپل کلي خواجه خان کې د ځمکو پر ليدو بوخت و چې طالبانو له ځان سره بيولى دى.
والي وویل: ((ما ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، انجنیر زهیر له خپلو ورېرونو سره د ځمکې پر سر حقوقي دعوه لري او ورېرونه یې د وسله والو طالبانو په لیکو کې دي،  دغه کار هغوی کړى دى.))
خو نعمتي وايي، مرکچي پلاوي ورته ويلي چې طالبانو زلمى زهير د نوماندۍ په تور تښتولى دى.
دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ يوه قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې طالبانو زلمى زهير د نوماندۍ په تور نيولى دى.
هغه زياته کړه: ((سپين ږيري څو ځلې طالبانو ته ورغلل خو تر اوسه د طالبانو له لوري مثبت ځواب نه دى ورکړل شوى.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، زلمى زهير د مرکزي بغلان ولسوالۍ د پېژندل شوو قومي مشرانو له ډلې دى او تر څنګ يې د ځوانانو د ويښولو لپاره په دې ولسوالۍ کې يوه کلتوري ټولنه هم جوړه کړې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.