تالقان (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٧): په تخار ولايت کې سلګونو ښځو د يوه لاريون په ترڅ کې تېرې ټاکنې له درغليو ډکې وبللې او د اعترض په توګه يې د ولايت مقام مخې ته د تحصن خېمه ودروله.
څه باندې دوه سوه ښځو نن له غرمې مخکې د تخار ولايت د ټاکنو له کمېسيونه د ولايت تر مقام پورې لاريون وکړ.
د فريدې په نوم يوې لاريون کوونکې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له لاريونه د دوى اساسي موخه په ټاکنو کې د شوو درغليو په جدي ډول څېړل دي.
هغې وويل چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد پاکې رايې له نا پاکو جلا کړي او حق بايد حقدار ته وسپاري.
د نوموړې په وينا، د ټاکنو کمېسيون نه شي کولاى پر درغليو بريالي شوي نوماندان د خلکو د استازو په توګه وټاکي.
دغه راز يوې بلې لاريون کوونکې ميثم پژواک ته وويل چې په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د ځينو کانديدانو لپاره درغلۍ شوې دي.
دې زياته کړه: ((ټاکنيز کمېسيونونه نه شي کولاى چې په خپله خوښه موږ ته په ولسي جرګه کې نوماندان وټاکي، هغه خلک بايد جرګې ته واستول شي چې رايه يې اخيستې وي او خلکو ټاکلي دي.))
همدارنګه يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
دغو لاريون کوونکو د تخار ولايت د مقام مخې ته د تحصن خېمه هم ودروله او ويې ويل چې دغه خېمه به تر هغه مهاله ولاړه وي، تر څو د دوى قانوني غوښتنې نه وي منل شوي.
تخار کې د ټاکنيزو کمېسيونونو  چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د تخار د والي وياند جواد هجري پژواک ته وويل چې ولايتي چارواکو د دغو خلکو  غوښتنې او نيوکې له اړوندو چارواکو سره شريکې کړې دي.
نوموړى وايي: ((د ټاکنو کمېسيون يو خپلواک کمېسيون دى، موږ يې په چارو کې لاسوهنه نه شو کولاى، خو دوى غوښتنې مو ورسره شريکې کړې دي.))
هجري پر لاريون کوونکو نيوکه وکړه چې خېمه يې په غلط ځاى کې درولې او خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.
د يادونې ده، شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې يو شمېر نارينه وو هم د تخار د ولايت مقام مخې ته د تحصن خېمه درولې ده.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.