کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۷): د یو شمېر سیاسي ګوندونو څارونکي د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د رایو پر باطلېدو د ټینګار کولو تر څنګ وايي، ډېر ژر به اړوندو ارګانونو ته د رایو په بیا شمېرنه کې د درغلۍ او ان د کابل د رایو د پېر او پلور اسناد سپاري.
د یوه راپور له مخې، د روان کال د لیندۍ پر ۱۵مه د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې د کابل ولایت د ولسي جرګې ټولې رایې باطلې دي، ځکه دا ټاکنې له درغلیو ډکې وې.
خو له دې اعلان وروسته حکومت د ټاکنیزو شکایتونو او ټاکنو کمېسیونونو څخه غوښتنه وکړه چې د کابل رایې دې له سره وشمېرې. د کابل د ټاکنیزې حوزې د رایو د بیا شمېرنې بهیر دوام لري او پایلې یې نه دي اعلان شوې.
د ځینو سیاسي ګوندونو څارونکو هم نن په کابل کې د ګډې غونډې پر مهال د کابل د رایو د باطلېدو غوښتنه وکړه.
د حزب اسلامي غړي سیف الرحمن جبارخېل په دې ناسته کې وویل، د کابل د رایو د بیا شمېرنې بهیر د ۱۰۰ کسانو له خوا څارل شوی او ترلاسه کړې یې ده چې په دغه بهیر کې هم پراخې درغلۍ شوې دي.
هغه وویل: ((موږ د کابل د ټاکنیزې حوزې د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې د رایو د لسګونه کتابونو چې رایې په کې ثبت شوې وې، د ورکېدو شاهدان وو، اته بایومتریک ماشینونه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه ورک شول، د کابل د رایو د پایلو په پاڼو کې زیاته لاسوهنه شوې وه، موږ د دې شاهدان وو چې وکیلانو، د وکیلانو زامنو، دوستانو او د دوی نورو کسانو د ټاکنو کمېسیون د انګړ په داخل کې د رایو د پېر او پلور باراز تنظیم کړی وو.))
نوموړي زیاته کړه، د ګوندونو څارونکو په دې جریان کې د ټاکنو کمېسیون ۹۴ کارکوونکي چې د ځانګړو نوماندانو په ګټه یې درغلي کوله پېژندلي او ملي امنیت ته یي ورپېژندلي، خو د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو په ضمانت بېرته خوشي شوي دي.
د هغه په خبره، څارونکو لیدلي چې د ټاکنو کمېسیون داسې صندوقونه تایید کړي چې سرونه یې خلاص وو او هېڅ بایومتریک رایې په کې نه وې، دغه راز یې د رایو هغو صندوقونو ته اعتبار ورکولو چې د یو نوماند ۵۰۰ نابایومتریک شوې رایې په کې موجودې وې.
د افغانستان د پراختیا ګوند غړې بس ګل سادات په دې غونډه کې د جبارخېل د خبرو په تایید وویل، د څارونکو معلومات ښيي چې دا ځل د ټاکنو کمېسیون د ننه د رایو پېر او پلور روان و او د پایلو په پاڼو کې په څرګنده لاسوهنه شوې ده.
هغې زیاته کړه: ((د سیاسي ګوندونو د څارونکو غوښتنه دا ده چې د کابل د رایو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو د رایو د باطلېدو پرېکړه ومنل شي، د کابل ولایت ټولې رایې دې باطلې اعلان شي او ټاکنې دې له سره وشي.))
دغه راز د جنبش ګذار مرستیال حسیب الله ترین په دې ناسته کې وویل، د کابل د رایو د بیا شمېرنې بهیر کې پراخې، مديریت او پلان شوې درغلۍ ترسره شوې دي.
هغه وویل، د ټاکنو کمېسیون د هغو کسانو لېست به چې په درغلیو کې یې لاس درلود، ډېر ژر له رسنیو، د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون، عدلي او قضايي ارګانونو او ملګرو ملتونو له سازمان سره شریک کړي.
هغه زیاته کړه، په نننۍ ناسته کې د ۵۰ سیاسي ګوندونو استازو ګډون درلود.
د ټاکنو کمېسیون ویاند او منشي سید حفیظ الله هاشمي د سیاسي ګوندونو د څارونګو دا څرګندونې چې د ټاکنو کمېسیون کمېشنران په درغلیو کې لاس لري یا د رایې پېري او پلوري تور او له حقیقته لرې وبللې او ویې ویل، د ټاکنو کمېسیون هڅه کوي چې پاکې رایې له ناپاکو رایو جلا کړي څو په دې بهیر کې پوره روڼوالی رامنځته شي.
هغه زیاته کړه، سیاسي ګوندونه چې هر وخت اسناد او شواهد لري، له قانوني لارو دې مخکې لاړ شي، له دې پرته دې دا بهیر نه بدناموي.
نوموړي زیاته کړه: ((څارونکو ولې د بهیر په پیل یا نیمايي کې دا ډول څرګندونې ونه کړې، اوس چې ۸۸ سلنه چارې بشپړې شوې او دوی لیدلي چې نوماندان یې ناکام دي، نو غواړي دغه ملي بهیر بدنام کړي. په هېڅ صورت به د کابل رایې باطلې نه شي او موږ دا کار نه کوو.))
د هغه په خبره، شاید د رواني اونۍ تر پایه د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.