کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٨):د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي، په ۳۱ ولایتونو  کې ١٤٧٦٠ شکايتونه ثبت شوي چې له دې شمېرې څه باندې اته زره يې جدي دي او پر رايو نېغ په نېغه اغېز کولاى شي.
دغه څرګندونې د شکایتونو کمیسیون کمېشنر قاسم الیاسي د مرغومې په ۱۴ مه خبريالانو ته وکړې.
هغه وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو په اړه په ٣١ ولايتونو کې شکايتونه ثبت شوي دي، خو د ځينو ستونزو له امله د پاتې درېيو ولايتونو غور، دايکنډي او هلمند د شکايتونو د څېړلو په اړه دوى تر اوسه کره معلومات نه لري.
د نوموړي په وينا، د ٣١ ولايتونو په ١٤٧٦٠ شکايتونو کې ٨٤٧٦ شکايتونه يې ډېر جدي دي چې پر رايو نېغ په نېغه اغيز کولاى شي.
د الياسي د معلوماتو له مخې، په ٣١ ولايتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له خوا ۵۳۷۲، د دولت ساز ټیم له خوا ۳۲۳۲، د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې له خوا ۳۶۲۴ او د امنيت او عدالت ټاکنیزې ډلې له خوا یو شکایت ثبت شوی دی.
دى وايي، په روانه اونۍ کې به په ډېرو ولایتونو کې د پرمختګ شاهدان و اوسو او ډېرى شکایتونه به وروستي شي.
د نوموړي په وينا، په دغو شکايتونه ٤٢٤٨ يې ټاکنيزې سرغړونې، ٣٠١١ يې ټاکنيز جرايم، ١٣٧١ ټاکنيزې درغلۍ او پاتې نور يې په نورو برخو کې دي.
د ټاکنيز مهال وېش له مخې، د شکایتونو کمیسیون، ولايتي دفترونه بايد د ١١ ورځو په جريان کې د شکايتونه څېړنه پاى ته ورسوي، خو څه موده وړاندې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون د يادې مودې د اوږدېدو غوښتنه کړې وه.
د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې مياشتې په شپږمه نېټه تر سره شوې چې لومړنۍ پايلي يې بيا د مرغومي په لومړۍ نېټه اعلان شوې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.