کابل (پژواک، ۱۵ لیندۍ ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل ټاکنې له سرغړونو او درغلیو ډکې بولي او اعلان يې وکړ چې د کابل حوزې  د ولسي جرګې ټاکنو رايې د ټاکنو قانون پر بنسټ او په ټاکلي وخت د مدیریت نشتون له امله باطلې دي.
 خو د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویانده کبرا رضایی وايي، ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پرېکړې په تړاو تصمیم نه دی نیولی او همدا اوس «ماسپښين ۱:۴۵»  بجې به د ټاکنو کمېسیون دریځ او خبرې روښانه شي.
 د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني، نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وويل چې دا پرېکړه د ساحوي دفتر او په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمېسيون له هر اړخيزو څېړنو وروسته، تر سره شوې ده.
 نوموړي زیاته کړه چې پرون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون په غونډه کې د روان کال تلې ۲۸ مې او ۲۹ مې د ولسي جرګې ټاکنو د کابل ټاکنیزې حوزې د بطلان پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې.
 هغه زیاته کړه: ((د خپلو وظیفوي مسوولیتونو په درک یې تل د ټاکنیزو قضیو په تړاو په ځانګړي حساسیت چلند کړی او افغانان یې تل د کره او پر وخت اطلاع رسونې او شفافیت د اصل په پام کې نیولو سره د خپلو ارزونو او قانوني پرېکړو په اړه په جریان کې اچولي او اوس هم د ارزونو لومړنۍ مرحلې پای ته رسېدلې او په استینافي حرحله کې دي.))
 هغه زياته کړه، د کمېسیون دغه پرېکړه د مستندو اسنادو د اروزنې، د دوسیو، مدارکو او دلایلو د موجودیت او د ۲۴ قانوني او حقوقي مواردو پر اساس ترسره شوې ده.

  • د ټاکنو کمېسیون دارالانشا ته د کابل ولایت د ټاکنو کمېسیون د د فتر د سرپرست رییس راپور.
  •  د کابل په ولسوالیو او ناحیو کې د ستونزو د موجودیت په اړه د کابل ولایت د ټاکنیزو چارو ریاست لیکلی راپور.
  • د کابل ولایت د ټاکنیزو چارو ریاست د سرپرست د استعفا متن.
  •  په لومړنۍ مرحله کې د خپلې قضیې په دفاعیه برخه کې د کابل ولایت د ټاکنیزو چارو د پخواني رییس اول الرحمن رودوال څرګندونې.
  • په استیناف مرحله کې د خپلې دفاعیې پر مهال د کابل ولایت د تاکنیزو چارو د پخواني رییس د استازي څرګندونې.
  • د ۷۳ محلونو د موادو لېږد نورو ټاکنیزو محلونو ته چې په اړه یې سند موجود دی.
  •  د ټاکنو په ورځ د پراخو درغلیو د موجودیت په اړه د فیفا بنسټ راپور چې د ټاکنو عمومیت، عدل او چټکتیا یې زیانمن کړي.
  •  د کابل ولایت د رایو د ارزونې او بیاشمېرنې په اړه د یو شمېر سیاسي ګوندونو د اندېښنو د مواردو اړوند سند.
  • د رایې ورکولو له بهیر څخه د افغانستان د شفافو ټاکنو د څارونکو «ایتوا» لومړنى راپور.
  • د ټاکنو په ورځ د بې نظمیو، کمزوري مديریت او درغلیو د موجودیت په اړه د ټولنیزو او نورو رسنیو راپورونه، د رایې ورکوونکو او څارونکو اعتراضونه او د ټاکنو د مديریت کمزورتیا.
  •  «د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د ټاکنو تر اجرااتو وروسته مرور» تر عنوان لاندې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او ټاکنیزو کمېسیونونو د دفاعي او امنیتي بنسټونو ګډ راپور.
  • د ټاکنو په بهیر کې له بایومټریک ماشینونو څخه د ګټه اخیستنې په اړه د مرکزي احصايي رسمي معلومات.
  •  دافغانستان د بشري حقونو راپور، چې د ټاکنو په ورځ د درغلیو، سرغړونو او پراخو ټاکنیزو جرمونو موجودیت په ډاګه کوي او د ټاکنو د عمومیت، عدل او سرعت اوصولو ته یې زیان رسولی دی.
  •  د کابل ولایت په ټاکنیزه حوزه کې د سرغړونو او ټاکنیزو جرایمو اړوند ۳۳ عنوانه ۲۷۶۷ ثبت شوي شکایتونه په درې جلا جدولونو کې ترتیب شوي دي.
  • د کابل ولایت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رییس له دندې څخه د استعفا متن.
  •  د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شکایتونو د ثبت د مامورینو او څارونکو له خوا د کابل ولایت په ولسوالیو او ناحیو کې د ټاکنو په ورځ د پراخو درغلیو او سرغړونو د موجودیت راپور.
  •  په کابل ولایت کې د ۱۸۲ مرکزونو د رایو د بیا شمېرنې د اړتیا په اړه د دغه ولایت د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړه.
  •  د ټاکنیزو شکایتونو د همغږۍ د مرکزي کمېسیون د پلاوي راپور.
  •  د رایو د شمېرنې د روان وضعیت او د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییزو عملیاتو د رییس عبیدالله نیازي په تړاو د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې د کابل د نوماندانو اعلاميې.
  •  د کابل د ټاکنیزو چارو د پخواني رییس له خوا په  لس پاڼو کې د څلورو استعلامونو ځواب.
  •  د کابل ولایت د شکایتونو کمېسیون له لوري د کابل ولایت د ټاکنیزې حوزې د رایو بطلان وړاندیز شوې طرحې اړتيا .
  • د کابل ولایت شکایتونو د وړاندیز شوې طرحې حقوقي څېړنه او ارزونه، د کابل حوزې د رایو ابطال په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمېسیون  څېړنه او شننه.
  • د رایه ورکونکو  پوهاوي او اعتراض لپاره د نوملړ نه خپراوي له امله د ټاکنو ۷۲ مې مادې له حکم څخه سرغړونه.

 د کابل په ټاکنیزه حوزه کې د لاندې قانوني موادو د احکامو نقض، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ۱۳۹۷ کال ټاکنو ترسره کول، د اساسي قانون د ۲۳مې او ۸۳ مادو خلاف عمل کول، د دويمې مادې د ۱۶،۲۱،۲۲،۲۵،۲۶،۲۷،۳۰،۳۳ او ۳۵ بندونو نقض او همداراز د ټاکنو قانون د ۹۸ او ۷۲ مادو نقض  او د جزا کود د ۴۲۵،۴۳۱،۴۳۲ او ۴۳۴ مادو د ۴۲۴ مادې ترسره کول، سربېره له دې د ټاکنو د نولسمې مادې د دويمې فقرې او د ټاکنو ۹۴ یمې مادې د اسنادو، مدارکو، پورته ذکرشوو دلایلو، حقوقي او قانوني اساساتو په رڼا کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون داسې پرېکړه کړې ده.
 نوموړي وويل: ((د ټاکنو قانون د دويمې او پنځمې مادو د دويم بند د احکامو تطبيق لپاره او د ټاکنو قانون د ۹۴ مادې د پنځمې فقرې له مخې، د یادو اسنادو، مدارکو او دلایلو له امله د دې پرېکړې په مستنداتو کې د کابل ولایت د ټاکنیزې حوزې د تلې ۲۸مې او ۲۹ مې ولسي جرګې ټاکنې باطلې اعلان شوې.))
 د هغه په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر احمدشاه زمان زی، د کابل ولایت د ټاکنیزو چارو پخوانی رییس اول الرحمن رودوال، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ساحوي عملیاتو رییس زمری قلمیار، د ټاکنو خپلواک کمېسيون عملياتي مرستیال عبدالعزیز صميم او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتي ټکنالوجۍ رییس سیدابراهيم سادات د ناسم مدیريت، د ټاکنیزو کمېسیونونو له قوانینو، لوایحو او کړنلارو د سرغړونې او د قانوني واکونو او مکلفیتونو په ټاکلي نېټه نه تطبيق چې د ټاکنو په بهير کې د پراخو سرغړونو او ټاکنیزو جرایمو لامل شوي له خپلو دندو ګوښه او هر یو يې د تاديب په ډول ۱۰۰ زره افغانۍ نغدي جریمه کېږي.
 نوموړي زیاته کړه چې له څېړنو وروسته به د یادو کسانو جرمي قضیې د جلا پرېکړې له مخې ډېر ژر اعلان شي.
هغه یادونه وکړه، کوم کسان چې د روان وضعیت رامنځ ته کېدو او د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو د ابطال لامل شوي ، له څېړنو وروسته به يې په اړه پرېکړه وشي.
روحاني په ډاګه کړه چې د کمېسيون غړي له دې پرېکړې سره موافق دي او د اسنادو په پا کې یې لاسليک کړی دی.
 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه د کاپیسا، پروان، ميدان وردګ، لغمان، پنجشیر، بامیان، خوست، کونړ، نورستان، تخار،سمنګان، سرپل، دایکنډي، اروزګان، زابل، جوزجان، فراه او نیمروز ولایتونو د رايو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.