کابل (پژواک،۷ لیندۍ ۹۷): د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ۲۲۴ نوماندانو په داسې حال کې له څلورو تر ۹۹۹ رایې ترلاسه کړې چې هر یو یې د نوماندی پر مهال کمېسیون ته د زرو پلویانو نومونه ورکړي وو.
د ټاکنو د قانون له مخې، هر څوک چې ولسي جرګې ته نوماند کېږي لومړۍ باید د ټاکنو کمېسیون ته د زرو پلویانو نومونه ورکړي.
د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ ترسره شوې خو په کندهار ولایت کې بیا د لړم په پنځمه ترسره شوې.
د ولسي جرګې د ټاکنو د مهال وېش په اساس، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې د لړم پر ۱۹ اعلان شي خو تر اوسه د (پنجشېر، پروان، لغمان، خوست، نیمروز، فراه، تخار، دیکنډي، بامیانو، زابل، اروزګان، کاپیسا او جوزجان) ولایتونو رایې په څو مرحلو کې اعلان شوې دي.
دغه پایلې ښيي چې د دغه ولایت د نوماندانو له ډلې، ۲۲۴ کسانو له زور کمې رایې ترلاسه کړې دي.
د ټاکنو کمېسیون په انټرنېټي پاڼه د ولسي جرګې د لومړنیو خپرو شوو پایلو له مخې، په پنجشېر کې شپږ، په پروان کې ۱۱، په لغمان کې ۱۵، په خوست کې ۲۵، په نیمروز کې ۲، په فراه کې ۳۰، په تخار کې ۳۰، په دایکنډي کې ۱۷، په بامیانو کې ۱۰، په زابل کې ۱۹،  په اروزګان کې ۲۱، په کاپیسا کې ۲۳ او په جوزجان ولایت کې ۱۵ نوماندانو له ۱۰۰۰ کمې رایې وړې دي.
په پنجشېر کې له ۱۲ نوماندانو شپږ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې ۸۶ دي، د پروان له ټولو ۲۷ نوماندانو ۱۱ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې ۱۱۱ دي، د لغمان له ۳۱ نوماندانو ۱۵ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې ۳۴ دي.
دغه زار په خوست کې د ۵۵ نوماندانو څخه ۲۵ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې څلور دي، په نیمروز کې له ټولو ۹ نوماندانو دوو له زرو کمې رایې تر لاسه کړې او تر ټولو کمې رایې ۸۰ دي، په فراه کې د ۴۱ نوماندانو له ډلې ۳۰ له زرو کمې رایې وړې او تر ټولو کمې رایې یې نهه دي.
 په همدې ډول په تخار کې له ټولو ۷۱ نوماندانو ۳۰ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې پکې ۱۴۵ دي په دایکنډي کې له ټولو ٤٠ نوماندانو ١٧ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې پکې ٤٨ دي، په بامیانو کې له ټولو ٣٥ نوماندانو ۱۰ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې پکې ٥٦ دي.
په زابل کې له ټولو ٢٣ نوماندانو ١٩ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې پکې ٦٥ دي،  په اروزګان کې له ټولو ٢٥ نوماندانو ٢١ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې پکې ١٠٥ دي، په کاپیسا کې له ټولو ٣٢ نوماندانو ٢٣ یې له زرو کمې رایې لري او تر ټولو کمې رایې پکې ١٤ دي او په جوزجان کې ولایت که له ټولو ۲۵ نوماندانو ۱۵ یې زر رایې نه دي پوره کړې او تر ټولو کمې رایې پکې ۲۹ دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو ولایتونو تر منځ تر ټولو زیاتې رایې (١٩٧٦٨) له جوزجان ولایت څخه ولسي جرګې ته یو نوماند ترلاسه کړې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.