کندوز ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٧): په کندوز کې يو شمېر معترضو نوماندانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه تړلې او ويلي یې دي، تر هغه يې چې غوښتنې نه وي منل شوې، دغه دروازه به تړلې وي.
د کندوز لسګونه معترضو نوماندان د لړم په ٢٦مه د ټاکنو کمېسيون مخې ته را ټول شوي وو او د خېمې په درولو سره يې د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه د کارکوونکو پر مخ وتړله.
د يادو نوماندانو په استازيتوب ذبيح الله مجيدي پژواک ته وويل چې د کمېسيون دروازې د بېرته خلاصولو لپاره بايد اړوند ارګانونه د دوى غوښتنې ومني.
ده زياته کړه: ((موږ درې غوښتنې لرو، يواځې بايومټريک شوې رايې بايد وشمېرل شي، د کندوز ټولې رايې بايد بيا له سره وشمېرل شي او درغلي کوونکي کسان بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.))
هغه وايي، که چېرې غوښتنې يې ونه منل شي نو د کابل- شمال لويه لار به هم د ترافيکو پر مخ وتړي.
دغه راز بل معترض نوماند عبدالغفور هوتک هم يادې څرګندونې تاييدوي او تور پورې کوي چې د دغه ولايت د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکو د مشخصو کانديدانو په ګټه درغلي کړې ده.
ده وويل: ((ډېر نوماندانو د ټاکنو په ورځ په محل کې رايه نه درلوده خو اوس ورته د پايلو په پاڼو کې رايې رسول شوې دي چې دا په هېڅ صورت موږ ته د منلو نه دي؛ ځکه چې درغلي شوې ده.))
يو شمېر نورو نوماندانو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس رسول عمر پژواک ته وويل چې د معترضو نوماندانو د غوښتنو د عملي کولو صلاحيت له دوى سره نه دى.
هغه وايي، د کومو رايو په اړه چې شکايتونه شوي، هغه حتمن څېړل کېږي او درغلي کوونکي کسان هم عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي.
ده له معترضو نوماندانو غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمېسيون دروازه هر څه ژر بېرته خلاصه کړي، ځکه د دوى چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم څو ځلې معترضو نوماندانو د کندوز د ټاکنو کمېسيون دروازه د کارکوونکو پر مخ تړلې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.