پلخمري(پژواک، ٢٢ لړم ٩٧): بغلان کې یو شمېر معترض نوماندان په دغه ولایت کې د رایو پر شمېرنې باور نه لري او ټينګار کوي چې رايې بايد کابل کې وشمېرل شي.
دوى وايي چې که دغه غوښتنه يې ونه منل شي، نو د کمېسيون دروازې ترڅنګ به د کابل-شمال لويه لار هم وتړي.
د دغو معترضو نوماندانو له ډلې څخه مولوي عبدالهادي نادم  وویل چې بغلان کې د ټاکنو کمېسیون د رایو د سمې شمېرنې او مدیریت توان نه لري.
هغه وايي: (( څو ورځې وړاندې کمېسيون ويلي و چې يوه جعلي رايه هم نه حسابوي، خو اوس موږ اطلاع ترلاسه کړې چې د زورواکانو ټولې رايې شمېري چې دا موږ ته د منلو نه ده.))
نوموړي د چا نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه چې د مرکزي بغلان، تاله برفک، اندراب او خوست ولسوالیو کې صندوقونه ډک شوي چې د همدې سیمې نوماندان یې بغلان کې پر شمېرنې ټینګار کوي.
مولوي نادم  زیاتوي، کمېسیون ته یې دوه ورځې وخت ورکړی چې له څلوېښتو د ډېرو معترضو نوماندانو غوښتنې ومني.
د ده په وینا، که تر راتلونکو دوو ورځو یې غوښتنې ونه منل شي د بغلان د ټاکنو کمېسیون دروازه به وتړي.
همدارنګه بل معترض نوماند عبدالصمد حامد پویا هم پژواک ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون د ژمنې پر اساس باید پاکې اوناپاکې رايې جلا شي، خو اوس ټولې رايې حسابيږي.
پویا زیاتوي، د بغلان د ټاکنو کمېسیون ته یې په لیکلي توګه د څلوېښت  معترضو نوماندانو غوښتنې ورکړې دي.
هغه وايي: (( که تر سبا پورې يې صندوقونه کابل ته انتقال نه کړل موږ د کمېسيون دروازه او د کابل-شمال لويه لار تړو.))
يو شمېر نورو نوماندانو هم ورته څرګندونې وکړې.
خو د بغلان د ټاکنو کمېسیون ريیس عبدالقاهر وهاب صافي پژواک ته وویل چې د دوى مامورين د کارول شویو رایو د مدیریت پوره توان لري، خو نوماندان په یوه او بله بهانه د رايې شمېرنې پروسه له خنډ سره مخ کوي.
وهاب وویل: (( د معترضو نوماندانو غوښتنې مې له مرکز سره شریکې کړې  دي او زه هم په دې خوښ يم چې صندوقونه د شمېرنې په موخه کابل ته انتقال شي.))
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم بغلان کې معترضو نوماندانو ويلي و چې له بايومټريک پرته رايې بايد حساب نه شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.