ګردېز (پژواک، ٢١ لړم ٩٧): پکتيا کې څارنوالۍ ته د معرفي شوو څلورو نوماندانو پلویان وایي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون د وړمې ورځې پرېکړه عادلانه نه ده؛ ځکه د زورواکو او صندوقونو ډکولو مسئله په سمه توګه نه ده څېړل شوې.
د پکتيا د څلورو نوماندانو لسګونه پلويان نن په مرکز ګردېز کې د اعتراض په موخه را ټول شوي وو.
د يادو اعتراض کوونکو په استازيتوب کريم الله وويل چې د پکتيا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د هغو مرکزونو رایې نه دي باطلې کړې چې د زورواکو له خوا یې صندوقونه ډک شوي، بلکې هغه رایې یې باطلې کړې چې خلکو په شفاف ډول کارولې وې.
نوموړی د ياد کمېسيون پر مسوولينو تور پورې کوي چې د پيسو او معاملو له مخې يې څلور نوماندان څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
دغه راز بل اعتراض کوونکي نصيراحمد وايي که غږ یې وا نه ورېدل شي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.
خو د پکتيا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر هدايت الله عصمتي وايي چې شوي شکايتونو د کره اسنادو او شواهدو پر اساس تفتيش او څېړل شوي دي.
عصمتي د اعتراض کوونکو هغه تورونه هم په کلکه رد کړل چې ګواکې څارنوالي ته معرفي شوي کسان دې د شخصي عواملو يا معاملو له لارې معرفي شوي وي.
نوموړى وايي چې رايې په دقيق ډول څېړل کېږي، پاکې رايې له ناپاکو رايې حتمن جلا کېږي.
د يادونې ده، د  پکتيا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون د تېرې شنبې په ورځ د درېیو ولسواليو زرګونه رايې باطلې اعلان کړې او څلور نوماندان هر يو حفیظ الله مبارز، فریدالله ځاځی، نواب منګل او ښایسته جان احدي يې په ټاکنو کې د زورواکي او درغلیو په تور څارنوالي ته معرفي کړل.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.