کندهار (پژواک، ۲۰ لړم ۹۷): په کندهار کې د ولسي جرګې یو شمېر کاندیدان وايي، په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او له همدې امله له بایومټریک پرته کارول شوې رایې نه مني.
هغوی دغه راز غوښتنه کوله چې مرکزي اداره دې د ټولو کارول شوو رایو د څېړنې او شمېرنې لپاره صلاحیت لرونکی پلاوی کندهار ته راولېږي.
د ولسي جرګې لسګونه کاندیدان چې ځانونو ته یې د شفافیت غوښتونکو کاندیدانو خطاب کاوه، دغه څرګندونې یې په کندهار پریس کلپ کې اعتراضیه خبري غونډې ته وکړې.
د دغو کاندیدانو له ډلې مولوي نورمحمد عقاد وویل، که څه هم په کندهار کې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېدې او د خلکو هیله دا وه چې له دغه فرصت څخه په استفادې او د نورو ولایتونو په ټاکنو کې ستونزو ته په پام به دغلته ښې ټاکنې وشي، خو له بده مرغه دغه یوه اونۍ د اصلاحاتو پر ځای د درغلګرو له خوا د معاملو لپاره وکارول شوه.
هغه تور پورې کړ چې له ۱۰ تر ۱۵ کاندیدانو د ټاکنیزو کمېسیونونو له کارکوونکو او پولیسو سره معاملې کړي او له بېلابېلو لارو په کار اخیستو یې د هغوی په ګټه په ټاکنو کې درغلۍ کړې دي.
خو ده د چا نوم یاد نه کړ.
دی وايي، له دې ډلې یو شمېر کاندیدانو د ټاکنو په ورځ خلکو ته زر افغانۍ ورکولې څو ده ته رایه ورکړي، ځینو بیا د ټاکنو کارکوونکي ګومارلي وو او ان د نورو کاندیدانو رایې یې ورته باطلې کړې دي.
ده تور پورې کړ چې یواځې همدغه درغلي کوونکي کاندیدان غلي دي، خو پاتې له ۸۰ تر ۹۰ کاندیدان شفافیت غواړي.
دی وايي، دوی د درغلګرو کاندیدانو په ګډون د ټاکنیزو کمېسیونونو او هغو پولیسو محاکمه غواړي چې په ولسوالیو کې یې د ټاکنو په ورځ درغلۍ کړې دي.
نوموړي غوښتنه کړه چې مرکز دې یو صلاحیت لرونکی پلاوی کندهار ته راولېږي، څو دغه موارد په بې پرې توګه وڅېړي.
دغه راز ده دا هم وویل چې له بایومټریک پرته کارول شوې رایې په هیڅ توګه ورته د منلو نه دي.
د شبیر احمد قیومي په نوم بل کاندید وویل، ټاکنې یوه ملي پروسه ده او په دې پروسه کې خیانت کوونکی هم ملي خاین دی.
ده هم تور ولګاوه چې د کندهار په ټاکنو کې سازمان شوې سیستماتیکې درغلۍ شوې دي چې باید په بې پرې توګه یې دقیقه څېړنه وشي.
هغه د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولین په غفلت او معامله ګرۍ تورن کړل او د هغوی محاکمه یې وغوښته.
ده هم وویل چې یواځې بایومټریک شوې رایې ورته د منلو دي.
یوه بل کاندید سید احمد سیلاب وویل چې خلک د سر په بیه راووتل او رایې وکارولې، خو څو تنه د هغوی په برخلیک لوبې کوي.
ده هم وویل چې تر ټولو اسانه او ارزانه لاره دا ده چې یواځې بایومټریک رایې د حساب وړ وبلل شي.
د کاندیداند د دغو څرګندونو په ځواب کې په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ډاکټر نعمت الله وردګ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ډول څرګندونې یواځې د وخت ضیاع ده.
هغه زیاته کړه، دوی دا مني چې په ټاکنو کې تخنیکي ستونزې وې، ښايي په ځینو مواردو کې درغلۍ هم شوې وي چې په اړه یې شکایتونه ثبت شوي او د قانون له مخې څېړل کېږي، خو دا په دې معنا نه ده چې ګواکې ټولې ټاکنې د درغلیو ډکې وې.
دی وايي، د شکایتونو کمېسیون د دغو شکایتونو د څېړلو لړۍ پيل کړې ده او په دې برخه کې په جدیت کار کوي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم یو شمېر نوماندانو اجازه ور نه کړه چې د ځینو مرکزونو رایې بیا وشمېرل شي.
په کندهار کې د ټاکنو او شکایتونو کمېسیونونو غوښتل د هغو ۲۲ مرکزونو رایې وڅېړي او بیا وشمېري چې په اړه یې شکایتونه ثبت شوي وو، خو د یو شمېر نوماندانو د اعتراض له امله دغه لړۍ وځنډول شوه.
په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مشر کریم الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنو تر ختمېدو وروسته له دوی سره ۴۶۹ رسمي شکایتونه ثبت شوي چې دوی ډلبندي کړي او د قانون له مخې یې د څېړلو کار روان دی.
دی وايي، په دغو شکایتونو کې د نوماندانو له خوا په زور او جبر د صندوقونو ډکول، د کمېسیون د کارکوونکو له خوا فساد، درغلۍ او نور شامل دي.
د ده په خبره، د شوو شکایتونو پر بنسټ ښايي د ځينو مرکزونو رایې قرنطین او باطلې شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.