کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٧): د حزب اسلامي مشر حکمتيار او د اسلامي جنبش مشر جنرال دوستم د افغانستان پر راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو خبرې کړې دي.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي جنبش مشر جنرال عبدالرشيد دوستم پرون ماښام له ګلبدين حکمتیار سره د هېواد پر روان وضعيت، د سولې پر تأمین او د جمهوري ریاست پر راتلونکو ټاکنو تفصيلي خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، له دې مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي او د ګڼ شمېر نورو سیاسي ګوندونو مشرانو له حکمتیار سره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، حزب اسلامي تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره پر واحد محور او ټاکنیز ټکټ موافقه نه ده کړې، خو د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره له مشورو وروسته به وروستى دريځ اعلانوي.
حزب اسلامي ويلي، د سياسي ګوندونو ګډ ټیم به داسې څوک د ولسمشرۍ لپاره د نوماند په توګه وړاندې کړي چي د دغه مقام وړتیا ولري.
سرچينه زياتوي، دغه نوماند به اسلام، ملت، ديني او ملي ارزښتونو ته ژمن وي، د ملت تأييد ترلاسه کړای شي. له خپلې ډلې سره ژمنه وکړي چې د دوی له لوري ټاکل شوو اهدافو او پرېکړو ته به التزام لري، پر مطلق العنان واکمن او ديکتاتور بدل نه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د حزب اسلامي مشر حکمتیار هڅې پيل کړې څو ټول سیاسي ګوندونه دې ته چمتو کړي چې له تخاصم، منفي رقابت، نامؤجه اختلافاتو او یو د بل حذفولو له مخکنيو ناکامو تجربو لاس واخلي، يو بل وزغمي او پر واحد ټاکنیز ټکټ او د راتلونکي حکومت په مناسب، عادلانه او د منلو وړ ترکيب توافق وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.