کندوز (پژواک، ٢٠ لړم ٩٧): له کندوز ولایته ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندانو په دغه ولایت کې د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران پر درغلۍ تورنوي او غوښتنه لري چې د یاد ولایت رایې دې په شفاف ډول له سره وشمېرل شي.
د ولسي جرګې یو شمېر اعتراض کوونکي نوماندان نن د دغه ولایت په تالار کې راټول شوي وو، دوی د رایو د شفافې شمېرنې او د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه وکړه.
له کندوزه ولسي جرګې ته نوماند عبدالغفور هوتک د ټاکنو سیمه ییز کمېسیونونه په رایو کې پر لاس وهنه او درغلۍ تورن کړل او ویې ویل: ((موږ په دغه ولایت کې د ټاکنیزو درغلیو په تړاو د مسوولو چارواکو د جدي تعقیب غوښتنه کوو.))
نوموړي زیاته کړه، اسناد او شواهد ښيي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پام وړ درغلي شوې او په دې اړه کره اسناد موجود دي.
د ده په خبره، د ولسي جرګې نوماندان نور پر حکومت، ټاکنیزو کمېسیونونو، عدلي او قضایي بنسټونو په ځانګړې توګه څارنوالۍ باور نه لري او د دغه ولایت رایې باید له سره وشمېرل شي.
له کندوز ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماندې مرضيې رستمي په ۱۷ ټاکنیزو مرکزونو کې د درغلۍ د موجودیت اسناد خپاره کړي دي.
نوموړې زیاته کړه، د نوماندانو غوښتنې مشروع او قانوني دي، د ټاکنو د بهیر او خلکو د پاکو رایو څخه باید ملاتړ وشي.
هغې وویل: ((په امام صاحب ولسوالۍ کې یو شمېر نوماندانو درغلي کړې، له عدلي او قضايي بنسټونو غواړو چې د ټاکنیزو کمېسیونونو له جعلي کارکوونکو او دوی سره قانوني چلند وکړي او په دې اړه ځواب ووایي چې تقلبي رایې څه ډول د کمېسیون ډېټابېس ته اضافه شوې دي.))
بلخوا د ولسي جرګې نوماند قاضي عبدالقدوس ظریفي هم غوښتنه وکړه چې د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان دې څارنوالي ته ور وپېژندل شي، نوموړي ګواښ وکړ چې که قانوني غوښتنو ته یې توجه ونه شي پراخ لاریونونه به وکړي.
ظریفي وویل: ((لومړۍ باید د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولان څارنوالي ته ور وپېژندل شي؛ ځکه د خلکو په حق کې یې ستر خیانت کړی، وروسته دې د کندوز د خلکو رایې له سره وشمېرل شي.))
د ناستې په پای کې د یادو نوماندانو پنځه ماده يي پرېکړه لیک ولوستل شو چې د ټاکنو په ورځ د تړلو مرکزونو د پېژندو، د متقلبو نوماندانو په رایو کې د بدول د عاملانو د پېژندو، د نه بایو متریک شوو رایو د پېژندو او په کندوز کې د ټولو رایو د بیا شمېرنې غوښتنې شوې دي.
بلخوا په کندوز کې د د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس محمد رسول عمر وویل، هېچا ته یې په ټاکنیزو چارو کې د لاس وهنې او درغلۍ اجازه نه ده ورکړې او د خلکو د پاکو رایو ساتنه او ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې په تقلبي رایو وکیل شي، موږ د رایو د صندقونو د ارزونې واک نه لرو، که د ټاکنو کمېسیون اجازه وکړي موږ د ټول کندزو رايې له سره شمېرو.))
په کندوز کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي او ویاند محمد صدیق صمیم وویل: ((که نوماندان د هر کمېشنر په اړه اسناد لري له موږ سره یې دې شریک کړي، موږ هغه لېږو او په اړه یې تصمیم نیول کېږي، له دې پرته یې غوښتنې د منلو وړ نه دي.))
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.