کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۹۷): ځينو کوچي نوماندانو د کوچیانو په حوزو کې د درغلیو د ويډيوګانو په وړاندې کولو د دوی د ټاکنیزو حوزو د ټولو رایو د تفتیش غوښتنه وکړه او ویې ویل، یوازې بایومټریک رایو ته دې باور ورکړل شي.
د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه خو په کندهار ولایت کې بیا د لړم په پنځمه ترسره شوې، ټاکل شوې ده چې په غزني کې به د ولسي جرګې ټاکنې له ولسمشریزو ټاکنو سره پر یو وخت د روان کال د وري په ۳۱مه ترسره شي.
د راپورونو له مخې، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره له ۸،۸ میلیونه ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده چې له ۱۶۸ زره ډېر یې کوچسان دي.
د کوچیانو لپاره چې د ولسي جرګې لپاره اته ښځینه او ۳۶ نارینه نوماندان لري ټول هېواد یوه ټاکنیزه حوزه ده.
نن د کوچیانو له حوزو ۱۵ نوماندانو په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د کوچیانو په ټاکنیزو حوزو کې پراخې درغلی شوې او له یخو سیمو څخه ګرمو سیمو ته د لېږد له امله زیات شمیر کوچان په ټاکنو کې له برخه اخیستو بژ برخې شول.
د کوچیانو نوماند عنایت الله صحرايي چې د نورو په استازیتوب یې خبرې کولې وویل، د کوچیانو په ټاکنیزو حوزو کې د نوم لیکنې له بهیر څخه د ټاکنو د ترسره کېدو تر پایه درغلي شوې ده.
هغه ادعا کوي چې په دغه درغلیو کې د کوچیانو د انسجام ریاست او زورواکي لاس لري.
د نوموړی په خبره، د کوچیانو د انسجام ریاست د ځانګړو نوماندانو په ګټه کار کړی دی.
د کوچیانو بل اعتراض کوونکی نوماند اول ګل احمدزي د ټاکنو کمېسیون د مديریت کمزورتیا، د ټاکنو په ورځ د زورواکو له خوا خپلو نفوذي سیمو ته د رایې د مرکزونو انتقال او د ټاکنو په پایلو کې لاس وهنه د کوچیانو په ټاکنیزو حوزو کې د ټاکنو پر وړندې عمده ستونزې وبللې.
هغه د بېلګې په توګه ادعا وکړه چې د کابل، بغلان، کندهار، کاپیسا، هلمند، لوګر او زابل ولایتونو د کوچیانو د حوزو یو شمېر مرکزونه د زورواکو تر پوښښ لاندې وو او حتی ناظرینو ته د ټاکنو له بهیر څخه د څار اجازه نه ورکول کېده.
نوموړي د هغو پاڼو پر اساس چې د رسنیو په اختیار کې دي، په کابل کې د رایې ورکونې د ۱۸ مرکزونو، په کندهار کې د ۲۰، په کاپیسا کې د اتو، په لوګر کې د څلور، په زابل کې د یوه، په هلمند کې د دوو او په بغلان کې د دوو مرکزونو نومونه یاد کړل او ویې ویل، په دغه مرکزونو کې د ځانګړو نوماندانو په ګټه درغلي شوې او په ځینو مواردو کې د ټاکنو کمېسیون غړي هم په درغلیو کې لاس لري.
نوموړی د بېلګې په ډول وايي چې د کوچیانو د حوزې پنځه صندقونه له بګرامۍ ولسوالۍ څخه د کابل ښار د شپږمې ناحیې میرویس ښارګوټې ته لېږدول شوي او د ځانګړو نوماندانو په ګټه ډک شوي دي.
یادو اعتراض کوونکو نوماندانو خبریالانو ته ځينې ويډویوګانې ورکړې چې صندقونه په کې ډکېږي او څارونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې یو شمېر ټاکنیزو مرکزونو داخل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دوو نورو هغو ویډیوګانو کې چې پژواک ترلاسه کړې ښکاري چې د خوست ولایت د غازي اباد د رایې ورکونې په یوه مرکز کې یو کس د یادې حوزې د کوچي نوماند محمد نبي په ګټه د رایو پاڼې نښاني کوي.
دغه راز په یاده ويډیو کې ښکاري چې د کوچیانو د حوزې په یوه ټاکنیز مرکز کې څو کسان د رایو صندقونه ډکوي.
دغه راز په یوه بله ويډيو کې چې رسنیو خپره کړې ښکاري چې د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې چې د یو ځانګړي نوماند په ګټه د رایو څو صندقونه ډک شوي وو د سیمې د اوسېدونکو لخوا امنیتي ځواکونو ته راپور ورکول کېږي او پولیس په باالفعل ډول هغه کسان چې صندقونو یې ډک کړي وو نیسي او صندقونه قرنطین کوي.
د نوموړي په خبره، د کوچیانو حوزې د نوماندانو د معلوماتو پر اساس په کندهار کې دوه زره کوچیانو په ټاکنو کې ګډون کړی و، خو د ټاکنو د پایلو په لېست کې دغه شمېر له اوو زرو ډېر کسانو ته رسېدلی دی.
د یادو نوماندانو له ډلې سید محمد حریق د اعتراض کوونکو نوماندانو پرېکړه لیک ولوست.
په پرېکړه لیک کې له ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتنه شوې چې یوازې بایومټریک رایو ته دې باور ورکړي، د کوچیانو د حوزو ټولې رایې دې تفتیش کړي، د کوچي نوماندانو شکایتونه دې و څېړي او د رایو تر تفتیش او د شکایتونو تر بشپړې ارزونې دې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه اعلانوي.
حریق وویل: ((که زموږ مشروع غوښتنو ته رسېدنه ونه شي، موږ مدني حرکتونه کوو او خپل حق غواړو.))
د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي چې له ټول هېواد څخه یې زرګونه شکایات ترلاسه کړي او هڅه کوي چې ټولو ته رسېدنه وشي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.