کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۷): په داسې حال کې چې سیاسیون د ولسمشرۍ لپاره د احتمالي نوماندانو د معرفي کولو او ټاکنیزو ټکټونو پر سر مشورې کوي خو په ارګ، سپېدار ماڼۍ او سیاسي ګوندونو کې هېڅ ډله وروستي توافق ته نه ده رسېدلې.  
دا چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو نوم لیکنه د روان کال په لیندۍ میاشت کې پیلېږي، داخلي رسنۍ هم د ټاکنیزو ټکټونو د جوړېدو او د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د نوماندانو د پېژندو پر محور راڅرخي.
ولسمشر محمد اشرف غني، ډاکتر عبدالله عبدالله، عطا محمد نور، د ملي امنیت پخواني مشاور حنیف اتمر، د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داوودزی، د احمدشاه مسعود بنسټ رییس احمدولي مسعود، د افغانستان د نوین ملي جبهې رییس انورالحق احدي، په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا احمد ابدالي او ځينې نور کسان چې تر اوسه نه غواړي نومونه یې واخیستل شي د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې د ولسمشری لپاره احتمالي نوماندان دي.
په همدې حال کې د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو یو شمېر مشهورې سیاسي څېرې د ټاکنیزو ټکټونو د جوړېدو او یا له یو کس یا ډلې څخه د ملاتړ لپاره د تیاري په موخه له سترو حکومتي څوکیو استعفا ورکړې ده.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، د ښار او کور جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري، د ملي امنیت شورا مرستیال عبدالحکیم نورزی، په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر عمر زاخېلوال او په هند کې د افغانستان سفیر محمد شیدا ابدالي هغه کسان دي چې خپلې دندې یې پرېښې دي.
یو شمېر سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د څلورو ټاکنیزو ټکټونو د جوړېدو په سر مشورو روانې دي.
محمد اشرف غني د عطامحمد نور او سرور دانش په مرستیالۍ یو ټاکنیز ټکټ جوړ کړی چې ګلبدین حکمتیار، محمد کریم خلیلي، حضرت صبغت الله مجددي، پير سیداحمد ګیلاني، مېرمن ارین یون، عبدالوحید قتالي، شاکر کارګر، عبدالرووف ابرهیمي، ضیاالحق امرخېل او حاجي الماس هغه کسان دي چې د ولسمشر له ټاکنیز ټکټ څخه ملاتړ کوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو لپاره بیا درېږي.
غني له بلومبرګ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې راتلونکو ټاکنو ته ځکه ځان نوماند کوي چې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو پاتې کارونه بشپړ کړي.
د عطامحمد نور یوه نږدې کس د نوم د نه ښودلو په شرط وویل: ((د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند رییس عطامحمد نور غواړي چې په راتلوونکو ټاکنو کې د خپلواک کاندید او یا د کوم نوماند د لومړي مرستیال په صفت میدان ته رواوزي.))
دا په داسې حال کې ده چې عطامحمد نور هم مخکې ویلي وو چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته له اوسه تیاري نیسي او له خپلو دوستانو سره یې هم د ولسمشریزو ټاکنو ته د ځان د نوماندۍ په اړه مشوره کړې ده.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند ویاند نادر افغان پژواک ته وویل چې د دغه ګوند مشرتابه له سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، سیاسینو او اغېزمنو کسانو سره مشورې پیل کړې دي.
نوموړي وویل، حزب اسلامي به له خلکو سره تر مشورې وروسته پرېکړه وکړي چې د خپلواک نوماند په ډول ځان معرفي کړي او یا له کوم ټاکنیز ټګټ سره یو ځای شي.
ډاکتر عبدالله عبدالله د خالد پښتون او محمد محقق په مرستیالۍ بل ټاکنیز ټکټ جوړ کړی او جنرال دوستم، صلاح الدین رباني، فضل احمد معنوي، مېرمن فوزیه کوفي، ظاهر قدیر، همایون همایون، عبدالهادي ارغندیوال، عبدالوحید سباوون، حکمت خلیل کرزی او میرویس یاسیني هغه کسان دي چې له یاد ټاکنیز ټکټ څخه ملاتړ کوي.
ډاکتر عبدالله عبدالله په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یو مخکښ نوماند وو، او ویل کېږي چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یو احتمالي نوماند دی.
عبدالله عبدالله ته یوې نږدې سرچینې ویلي: ((اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي نوماند دی خو تر اوسه معلومه نه ده چې په ټاکتنیز ټيم کې به یې څوک وي.))
خو پژواک خبري اژانس له پرله پسې هڅو وروسته هم بریالی نه شو چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم نظر واخلي.
په همدې حال کې د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ یو معتبرې سرچینې وویل چې په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپلواک نوماند نه لري خو غواړي چې له یو مخکښ ټکټ سره یو ځای شي.
محمد حنیف اتمر د محمد یونس قانوني او عباس نویان په مرستیالی بل ټاکنیز ټکټ دی چې بسم الله محمدي، امرالله صالح، عتیق الله بریالی، جنرال دین محمد جرئت، جمال ناصر اصولي، هیلۍ ارشاد، جیلاني پوپل، محمد عمر زاخېلوال او غلام فاروق وردګ له دغه ټاکنیز ټکټ څخه ملاتړ کوي.
د محمد یونس قانوني دفتر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د محمد یونس قانوني د احتمالي نوماندۍ په اړه معلومات ورنه کړل خو ویې ویل چې له ځینو ټاکنیزو ټکټونو سره یې ناستې کړې دي.
سرچینې روښانه کړه، که خپلواک نوماند یا د دغه ټاکنیزو ټکټونو کوم غړي معلومات ورکړل له رسنیو سره به یې شریک کړي.
محمد عمر داوودزی هم د تورن محمد اسماعیل او صادق مدبر په مرستیالۍ ټاکنیز ټکټ جوړ کړی دی، او حامد کرزی، استاد عبدالرب الرسول سیاف، استاد محمد اکبري، فضل هادي مسلمیار، ضراراحمد مقبل، جنرال عبدالرحیم وردګ، ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، اکلیل حکیمي، محمد ایوب سالنګي، عبدالجبار تقوا، ډاکتر احمد مشاهد، زلمی مجددي، محمد عالم ساعي، رحمت الله نبیل او عبدالکریم خرم هغه کسان دي چې له دغه ټاکنیز ټېم څخه ملاتړ کوي.
د عمر داوودزي د سیاسي دفتر د مطوعاتي کمېټې رییس سید میثم احساني په د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د عمر داووزي د خپلواک نوماند کېدو خبر تایید کړ او ويې ویل، داووزی د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یو احتمالي نوماند دی او هېڅکله به د کوم نوماند د مرستیال په ډول پاتې نه شي.
نوموړي په دې اړه چې د محمد عمر داوودزی په ټاکنیز ټکټ کې کوم کسان شامل دي معلومات ورنه کړل خو ویې ویل: ((موږ له مختلفو لورو، شخصیتونو، سیاسي ګوندونو او اېتلافونو سره پر خبرو بوخت یو، خبرې مو روانې دي او ډېر ژر اعلان کوو.))
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتو مدير محمد یوسف دې ته په اشاره چې کرزي تر اوسه له کوم ځانګړي نوماند څخه ملاتړ نه دی کړی وویل: ((وبه لیدل شي چې څوک نوماندان دي؟ له هغې وروسته به په دې اړه تصمیم ونیسي.))
د یادو څلورو ټاکنیزو ټکټونو تر څنګ احمدولي مسعود، انورالحق احدي او شیدا محمد ابدالي هم اعلان کړی چې خپلواک ټاکنیز ټکټونه جوړوي او یا به له مخکښو احتمالي نوماندانو ملاتړ کوي.
د احمد شاه مسعود بنسټ رییس احمدولي مسعود پژواک خبري اژانس ته وویل: ((تصمیم لرم چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ځان نوماند کړم، د ټېم په جوړېدو مو هوکړې ته د رسېدو لپاره مشورې روانې دي، که تفاهم رامنځته شي.))
نوموړي د افغانستان په اړه وویل: ((ملي دولت د ځواب ورکونې او برابرۍ په قاعده هېواد ژغورلای شي، موږ هڅه کوو چې په افغانستان کې یو قوي او ملي دولت جوړ شي او له دې لارې هېواد له اوسني وضعیت څخه بهر کړو، نو له دې امله مشورې روانې دي او بېلا بېل ټېمونه مو تیار کړي چې ځان د مرستیال نه بلکې د یو خپلواک نوماند په ډول معرفي کړم.))
د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي نوماند او د افغانستان د ملي نوین جبهې رییس انورالحق احدي پژواک خبري اژانس ته ویلي وو: ((هڅه کوم چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپلواک ځان نوماند کړم، خو داچې له چا سره به توافق کوم له وخت مخکې ده، له دوستانو سره مو خبرې کړې خو دا له وخت وړاندې ده چې د راتلوونکو ټاکنو لپاره د خپل ټېم اعلان وکړو، خو طبیعي ده چې هیله لرم د راتلوونکو ټاکنو لپاره ځان نوماند کړم.))
بلخوا د افغانستان د نوین ملي جبهې ویاند سید جواد حسیني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د انورالحق احدي د احتمالي نوماندۍ خبر ورکړ او ویې ویل: ((مخکې یې اعلان کړی و چې د راتلوونکو ولسمشریزو ټانو لپاره ځان نوماندوي، خو اوس پر دې مشورې روانې دي چې ځان خپلواک نوماند معرفي کړي یا له کوم ټاکنیز ټکټ څخه ملاتړ وکړي.))
شیدامحمد ابدالي هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي نوماند دی چې تېره ورځ په کندهار ولایت کې یو شمېر قومي مشرانو ترې لاتړ وکړ.
په یو شمېر سیاسي ناستو کې ویل شوي چې د ملي امنیت پخوانی رییس اسدالله خالد هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي نوماند دی، خو نوموړي تر اوسه ټاکنیز ټکټ نه دی جوړ کړی.
پژواک د استاد عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د حراست او ثبات شورا له دفتر او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند سره پرله پسې اړیکې ونیولې چې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د دوی د ځانګړي کاندید په اړه خبر واخلي، خو دوی وویل چې تر اوسه په دې اړه خبرې نه شو کولای.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، راتلوونکې ولسمشریزه  ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ مه ترسره شي.
 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.