کابل (پژواک، ۱۵لړم ۹۷): د افغانستان نوین ملي جبهه د افغانستان له ستر ملي ايتلاف څخه جلا شوه او وايي چې د حکومت د جوړېدو د څرنګوالي پر موضوع اختلاف او د ايتلاف د یو شمېر غړو له خوا د صدارت مقام رامنځته کول له دغه ايتلاف څخه د نوین جبهې د جلا کېدو لاملونه دي.
د افغانستان نوین ملي جبهې د ملي وحدت حکومت د اپوزېسیون په توګه د ۱۳۹۴ کال په مرغومي میاشت کې د شپږو سیاسي ګوندونو او یو شمېر مدني بنسټونو په ګډون خپل موجودیت اعلان کړ.
د روان کال د زمري د میاشتې په جریان کې د «افغانستان ستر ملي ايتلاف» په نامه سیاسي جریان خپل موجودیت اعلان کړ او له بې نظمیو سره مبارزه، د واحدې رایې سیسټم پېژندل او د ټاکنو شفافیت یې خپلې موخې وبللې.
د افغانستان د نوین ملي جبهې سربېره، جنبش اسلامي ،جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي ګوند  او یو شمېر پېژندل شوې څېرې په دغه ايتلاف کې شاملې وې.
خو د افغانستان د نوین ملي جبهې ویاند سید جواد حسیني نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د افغانستان د نوین ملي جبهه د افغانستان د ستر ملي ايتلاف سره د نظر د اختلاف له امله له دغه ايتلاف څخه جلا شوې ده.
هغه زیاته کړه: ((د افغانستان د نوین ملي جبهې غوښتل چې له ستر ملي ايتلاف سره دوامدره همکاري ولري، خو له بده مرغه اعلان کوو چې نن له دغه ايتلاف سره په رسمي ډول خپلې اړیکې پرې کوو. موږ په دغه کار خوشحاله نه یو، هڅه مو وکړه چې په څنګ کې انعطافي مسایل هم ولرو، خو د دولت جوړښت ته د بیاکتنې په اړه د ايتلاف د ځینو عمده غړو ټینګار، په ځانګړې توګه د هغه هوکړه لیک په چوکاټ کې د دولت اجرايیه ریاست چې د ولسمشر او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ لاسلیک شوی وو، له درېیو مرستیالانو سره د صدارت مقام رامنځته کول او د مرکزیت په نه لرولو ټینګار د ستر ملي ايتلاف او نوین ملي جبهې تر منځ ډېره فکري فاصله موجوده وه چې له امله به یې زموږ ګډ فعالیت ګټور واقع نه شي.))
د ده په خبره، ستر ملي ايتلاف لومړی  ولسمشرۍ ته د رسېدو اړتیا درلوده وروسته به یې په ډېره دقیقه ډول د نظام جوړښت څېړلی وای او بیایې باید د نظام د ښه کېدو لپاره یوه طرحه وړاندې کړې وای، خو مخکې له مخکې د دا ډول پرېکړو کول د قانون خلاف دي.
د حسیني په خبره، له ستر ملي ايتلاف څخه د نوین جبهې د جلاکېدو پرېکړه تېره ورځ د دې جبهې په رهبرۍ شورا کې شوې ده، خو د جبهې غړي کولی شي په یوازيتوب له ستر ملي ايتلاف سره همکاري ولري.
ده وویل،دافغانستان دنوین ملي جبهې له خوا انورالحق احدي د ولسمشرۍ لپاره احتمالي نوماند دی.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.