کندهار (پژواک، ۱۴ لړم ۹۷): د کندهار یو شمېر قومي مشرانو په یوې غونډه کې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د ډاکتر شیدا محمد ابدالي پر نوماندۍ هوکړه وکړه.
دغه غونډه نن (د لړم ١٤مه) کندهار ښار په عینو مېنه کې جوړه شوې وه.
غونډې ته د کندهار ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، د لوی کندهار مخورو له پر له پسې ناستو او مشورو وروسته پرېکړه کړې چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته ډاکټر شېدا محمد ابدالي د نوماند په توګه وړاندې شي.
هغه زیاته کړه، په همدې موخه د ولس غږ په نوم د قومي مخورو یو کمېسیون جوړ شوی چې په دې اړه به د کندهار تر څنګ په نورو ولایتونو کې هم لویې غونډې وکړي او د خلکو ملاتړ به وغواړي.
د غونډې یوه بله ویناوال تورن نېک محمد وویل، لوی کندهار د افغانستان د مشرتوب ادرس دی او ټول یې باید ملاتړ وکړي.
ده یادونه وکړه چې دا د کندهار د مخکني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هیله هم وه او په دې برخه کې یې له څو میاشتو راهیسې کار کړی و.
د کندهار د ولایتي شورا غړي نعمت الله شېردلي هم وویل چې دغه پرېکړه د ولس غږ کمېسیون له خوا شوې او دوی ټول له شیدا محمد ابدالي ملاتړ کوي.
د نقیب الله خان په نوم د اروزګان ولایت اوسېدونکي وویل، تاریخ ثابته کړې چې د کندهار مشرانو کوم تصمیم نیولی او د نورو ولایتونو مشرانو یې ملاتړ کړی، نو هغه اقدام بریالی شوی دی.
ده وویل، پر شیدا محمد ابدالي غږ کوي چې د لوی کندهار د خلکو غوښتنه ومني او ځان د ولسشرۍ راتلونکو ټاکنو ته چمتو کړي.
د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ یوه مشر عبدالباقي نورزي بیا له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې خلک ور وغواړي او په یوه لویه غونډه کې د  شیدا محمد ابدالي ملا وتړي.
هغه دغه راز غوښته وکړه چې له لوی کندهاره دې همدا یو کاندید وي او د متعددو کاندیدانو مخنیوی دې وشي.
د جمعه ګل اسحاقزي په نوم یوه مشر بیا وویل چې د کندهار دوو مشرانو شاه ولي کرزي او جنرال عبدالرازق په ګډه پر دې موضوع کار کړی څو شیدا محمد ابدالي د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د نوماند په توګه وړاندې شي.
د ده په خبره، دغو دوو مشرانو په دې اړه تر کابل او شمال پورې له سیاسیونو او مخورو سره خبرې او مشورې هم کړې وې.
غونډې ته څو ځوانانو هم خبرې وکړې او ویل یې چې مشرانو پر شیدا محمد ابدالي توافق کړی او دوی ته هم د منلو وړ دی.
ډاکتر شيدا محمد ابدالي شاوخوا شپږ کاله په هند کې د افغانستان سفیر و او دغه راز د حامد کرزي د حکومت پر مهال د امنیت شورا مرستیال پاتې شوی یو شمېر نورې دندې یې هم ترسره کړې دي.
نوموړی په دې وروستیو کې له خپلې دندې تر استعفا وروسته کندهار ته راغلی او دلته یې له خلکو سره لیدنې کتنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د ١٣٩٨ کال د وري په ٣١مه نېټه وشي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.