کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۹۷): په داسې حال کې چې ټاکنیزو کمېسیونونو د ټولو پاکو رایې په منلو هوکړه کړې، خو د سیاسي ګوندونو استازي ټینګار کوي چې له بایو مټریک پرته باید نورې رایې   د باور وړ ونه ګڼل شي.
د رایې ورکولو په ځنیو مرکزونو کې د پاکو او ناپاکو رایو د ګډېدو( مخلوط کېدو) څخه د اندېښنو په دوام څو ورځې وړاندې ټاکنیزو کمېسیونونو د رایې شمېرنې د بهیر د ښه مديریت، ترلاسه شوو شکایتونو ته د رسېدو او راتلوونکو مرحلو کې د احتمالي ګډوډۍ د مخنیوي په موخه د ټاکنو د قانون، لوایحو، کړنلارو او د دواړو کمېسیونونو د مصوبو په نظر کې نیولو سره پر  اته ماده لرونکې خبرپاڼې هوکړه وکړه.
 د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړي نور رحمن اخلاقي نن د سیاسي ګوندونو په استازیتوب د ټاکنو کمېسیون غونډې ته د خبرو پر مهال د سیاسي ګوندونو پر مخکنیو غوښتنو په ټنګار وویل چې بایو مټریک رایې د سیاسي ګوندونو لپاره یو اصل دی، او د دوی لپاره نورې رایې د بارو وړ نه دي.
 نوموړي دې ته په اشاره چې په بایو مټریک سیسټم کې ډېرې نیمګړتیاوې لیدل شوې دي، خو سره له دې هم بایومټریک ماشینونو غوره فرصتونه رامنځته کړي دي.
نوموړي د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو ستونزو ته په اشاره وویل: ((سیاسي ګوندونه د صندوقونو د منځ له رایو معلومات نه لري، د ټولو صندوقونو رایې باید له سره وشمېرل شي چې ولیدل شي کومې رایې بارکد لري او کومې رایې نه دي بایومټریک شوې.))
دغه راز اخلاقي د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل چې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره باید رایې ورکوونکي له سره بایومټریک شي، له دې پرته به ستونزې زیاتې شي.
 خو د ټاکنو کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل، ټاکنیز کمېسیونونه د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او افغانستان د خلکو د نظرونو د اهمیت په درک کولو په خپلواک ډول د خپلو قانوني دندو او مکلفیتونو په ترسره کېدو د خلکو د رایو ساتنې ته ژمن دي.
نوموړي وویل: ((ټاکنیزو کمېسیونونو څو ورځې مخکې د رایو راټولېدو د بهیر د غوره مديریت، ترلاسه شوو شکایتونو ته درسېدو او په راتلونکو مرحلو کې د احتمالي بې نظمیو د مخنیوي لپاره د ټاکنو د قانون، لوایحو، کړنلارو او د دواړو کمېسیونونو د مصوبو په پام کې نیولو سره پر اته  ماده لرونکې خبرپاڼې هوکړه کړې ده.))
نوموړي دغه راز د بایومټریک ماشینونو په اړه معلوماتو ته په اشاره وویل،  د مرکزي معلوماتو زېرمې ته د بایومټریک ماشینونو د معلوماتو د رسېدو بهیر په رسمي ډول پیل شوی دی.
 په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتي ټکنالوجۍ رییس سید ابراهیم سادات د مرکزي معلوماتو زېرمې ته د بایومټریک ماشینونو د معلوماتو د لېږد بهیر د پیل خبر ورکړ او پژواک خبري اژانس ته یې وویل، تر راتلوونکو دوو اونیو پورې د بایومټریک ماشینونو مواد د معلوماتو مرکزي زېرمې ته انتقالېږي.
د ده په خبره، تر اوسه د ۲۳ ولایتونو بایومټریک ماشیونونه مرکز ته انتقال شوي او له نورو ولایتونو څخه یې د لېږد بهیر روان دی.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.