بامیان (پژواک،١٣ لړم ٩٧): په بامیانو ولایت کې د درغلیو او سرغړونو په اړه د ځينو نوماندانو او څارونکو د شکایتونو، شک او اندېښنو په تعقیب د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون دفتر له خوا د ۳۲ صندوقونو رایې بیا شمېرل کېږي.
 په بامیانو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون ددفتر رییس محمد هادي امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې له تېرو څو ورځو راهیسي د پاکو او ناپاکو رایو د جلاکېدو لپاره د ۳۲ صندوقونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پیل شوی دی.
 د ده په خبره، دغه صندوقونه د بامیانو ولایت د یکاولنګ د دويمې حصې ، ورس، کهمرد او شېبر په ولسوالیو پورې اړه لري چې تر اوسه د لسو صندوقونو رایې بیا شمېرل شوې دي.
 نوموړي زیاته کړه: (( صندوقونه بیا شمېرل شوي، ځینې ستونزې یې درلودې او د یو نوماند یو شمېر رایې د بل نوماند په ګټه شمېرل شوې، داسې موارد هم شته چې د اصولو او مقرراتو خلاف د ځینو کتابونو رایې په یو وار غوڅې شوې او حتی د ځينو صندقونو په منځ کې د پایلو ژېړې رنګه پاڼې هم اچول شوې دي.))
 خو د نوموړي په خبره، دغه ستونزې په ټولو صندوقونو کې نشته او د هغو شمېرنه یې نه ده اغېزمنه کړې.
 په بامیانو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون دفتر رییس وویل: ((د هغو صندوقونو په اړه چې ستونزې ولري د ټاکنو کمېسیون تصمیم نیسي او موږ یې یوازې له څارونکو سره یو ځای د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته راپور وړاندې کوو، د قرنطین او پرېکړې صلاحیت یې یوازې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لري.))
 امیري روښانه کړه، د طرزالعمل مطابق د پایلو له ۵ پاڼو څخه یوه یې باید د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته سپارل شوې واى، خو یوازې د ۴۸۰ محلونو چې ۲۰ سلنه رایې جوړوي د کمېسیون په واک کې ورکړل شوې دي.
امیري څرګنده کړه چې په دغه ولایت کې ۱۶۰ شکایتونه ثبت شوي چې ټولو ته به رسېدنه وشي.
د ټاکنو بهیر څارونکي محمد رضا وویل چې د صندوقونو بیا شمېرنه شفافه روانه ده او تر اوسه داسې موارد چې د درغلۍ شک په کې لیدل شوی وي نه دى پیدا شوى.
نوموړي زیاته کړه: ((په دوو صندوقونو کې ستونزه موجوده وه، داسې چې په یوه صندوق کې د رایو شمېر له رایو ورکوونکو ډېر ثبت شوی و او په بل صندوق کې پاڼې یو ځای له کتاب څخه پرې شوې وې.))
په بامیانو کې شاوخوا ۱۶۸۰۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې وه چې ۱۲۹۰۰۰ تنو په ټاکنو کې ګډون وکړ او ۵۱ سلنه یې مېرمنې وې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.