کندهار ښار (پژواک، ٥ لړم ٩٧): په کندهار ولايت کې د ولسي جرګې ټاکنې روانې دي او له تخنيکي ستونزو سره سره خلکو په کې پراخ ګډون کړی دی.
د ولسي جرګې ټاکنې تېره اوونۍ د تلې په ٢٨مه په ټول هېواد کې ترسره شوې، خو د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق د وژل کېدو له امله په دغه ولايت کې دا ټاکنې يوه اوونۍ ځنډېدلې وې او نن ترسره کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې، نن په کندهار کې د سهار له اوو بجو د مازديګر تر څلورو بجو  پورې خلک د رايو په مرکزونو کې خپلې رايې کارولى شي.
نن سهار له اوو بجو مخکې زرګونه خلک د رايو مرکزونو ته راغلي وو او د ځينو تخنيکي ستونزو له امله په يو شمېر مرکزونو کې د رايې اچولو پروسه په ځنډ سره پيل شوه.
د کندهار او ولسواليو په ځينو مرکزونو کې د سهار اته بجې، نهو بجې او ان تر دوولس بجې رايه اچونه پيل شوه.
د ښار د يوولسمې ناحيې  د سيد جمال الدين افغان د رايو مرکز کې سهار وخته زرګونه خلک راټول شوي وو، خو ټاکنې په کې ٩ بجې پيل شوې.
د ميوند په نوم يوه رايه ورکوونکي پژواک اژانس ته وويل چې په دغه مرکز کې په لېستونو کې د خلکو د نومونو پيدا کولو او د بايوميټرک د ماشين ستونزه وه.
دغه راز د عينو مېنې د صفيه عمه جان د رايو په مرکز کې د غرمې په دوولسو بجو  رايه اچونه پيل شوه، هلته ناظرينو ويل چې ټاکنيز مواد ناوخته ورسول شول.
د نسيمې په نوم د يادې سيمې يوې اوسېدونکې پژواک ته وويل چې د سهار په اوو بجو راغلې او پنځه ساعته يې انتظار کړی دی.
دغه راز د کندهار ښار  د ملالۍ لېسې په يوه مرکز کې درې محلونه وو، خو په يوه کې يې مېرمنو رايه ورکوله او په دوو نورو کې نه اچول کېده.
يوې راىې ورکوونکې مېرمنې چې  د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې په د درېيو محلونو لپاره د بايوميټرک يو ماشين دى، نو يو محل کې پروسه روانه ده او دوه نور بند دي.
په دغه محل کې د ټاکنو يوې کارکوونکې فريدې هم پژواک ته ومنله چې ماشين يوه دی او محلونه درې دي؛ ځکه په دوو محلونو کې پروسه درېدلې ده.
د کندهار ښار په درېيمه ناحيه کې د ښځو په يوه مرکز کې د بايوميټرک ماشين سهار مهال کار کاوه خو تر دوو ساعتونو وروسته يې کار پرېښود.
د صفيې په نوم يوې راىې ورکوونکې پژواک ته وويل، چې هلته يې خلکو ته له بايوميټرک پرته د سټېکر له مخې د رايې ورکولو اجازه ورکړه.
له زېړۍ، پنجوايي او ځينو نورو ولسواليو هم د ټاکنيزو مواد ناوخته رسېدو او ځينو نورو تخنيکي ستونزو شکايتونه شوي دي.
د زېړۍ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي د ټیلېفون په ليکه پژواک ته وويل چې ځينو په يوه مرکز کې د کوچيانو زورواکي خلک يوه کانديد ته د رايې ورکولو لپاره هڅوي.
ځيني خلکو دا شکايتونه هم کوي چې په کندهار ولايت کې ښځينه ناظرينې ښځينه رايې ورکوونکې تېر باسي او ځانګړو کانديدانو ته یې د رايې ورکولو لپاره تشويقوي.
خو له دې ستونزو سره سره په کندهار ولايت کې لسګونه زره خلکو په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه اخيستې ده او دا لړۍ روانه ده.
د عبدالهادي په نامه يوه سپين ږيري چې د کندهار په دويمه ناحيه کې يې رايه کارولې، پژواک ته وويل، چې هلته هېڅ ډول تخنيکي ستونزه نه وه او په ډېرې اسانۍ سره يې رايه وکاروله.
په کندهار ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مشر ډاکتر نعمت الله وردګ پژواک ته ومنله چې په ځینو سيمو کې تخنيکي ستونزې وې.
هغه زياته کړه، له هرې سيمې چې د تخنيکي ستونزې شکايت وشي، دوى هلته خپل تخنيکي کسان لېږي او د ستونزې د هوارولو هڅه کوي.
بلخوا د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب نن له يو شمېر مسوولينو سره پر مرکزونو وګرځېد او د تخنيکي ستونزو د هوارولو سپارښتنه يې وکړه.
هغه  ډاډ ورکړ، هغه تخنيکي او نورې ستونزې چې د ټاکنو په پروسه کې شته پر وخت به يې له منځه يوسي .
له کندهاره ولسي جرګې ته ۱۱۲ کسانو ځانونو نوماند کړي چې ۱۲ یې ښځې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې  د کندهار په کچه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۷۳زره یې ښځې دي.
د رایې ورکوونکو لپاره به ټول ۱۷۲ مرکزونه پرانیستي وي چې ټول ۱۱۱۲ ښځینه او نارینه محلونه لري. له دغو مرکزونو ۴۰ یې په کندهار ښار او ۲۶ یې په سپين بولدک ولسوالۍ کې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.