بامیان (پژواک، ٢ لړم ٩٧): په بامیانو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو له کم کارۍ شکایت کوي او وايي چې د ټاکنو په ورځ ناظرینو ته د شکایتونو د ثبت پاڼې نه دي ورکړل شوې.
په بامیانو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس محمد هادي امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شکایتونو د ثبت پاڼې له ټاکنو مخکې د ټاکنو کمېسیون ته سپارلې وې چې له نورو ټاکنیزو توکو سره یو ځای يې د رایې ورکونې مرکزونو ته انتقال کړي.
نوموړي زیاته کړه، دغه پاڼې له ټاکنیزو موادو سره یو ځای ولایتونو او د رایو اچولو مرکزونو ته انتقال شوې خو د ټاکنو په ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ناظرینو ته نه دي سپارل شوې.
د ده په خبره، په بامیانو کې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز دفتر له ټاکنو وروسته د شکایتونو ۱۹۰ پاڼې د شکایتونو د ثبت لپاره دغه کمېسیون ته رالېږلې دي.
هغه زیاته کړه، په بامیانو ولایت کې د ټاکنو په تړاو ۱۵۰ شکایتونه ثبت شوي، چې یو شکایت یې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون اړوند ناظرینو ته د شکایتونو د پاڼو نه ورکول دي.
په بامیانو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس روښانه کړه چې د یاد کمېسون غړو ته د شکایاتو د پاڼو نه ورکول سرغړونه بلل کېږي، ځکه چې ناظرینو د رسمي فورم د نه لرلو په له امله خپل شکایتونه په غیر رسمي پاڼو او کتابچو کې ثبت کړي دي.
د هغه په خبره، په دې شکایتونو کې زیاتره په سرغړونو او درغلیو لکه له دولتي واک څخه استفاده او په ټاکنیزو چارو کې د ځنیو زورواکو لاسه وهنه، پورې تړاو لري چې په راتلوونکو ورځو کې به ټولو ته رسېدنه وشي.
خو په بامیانو کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس علي شاه مصباح وویل، په هر مرکز کې چې شکایت موجود و د شکایتونو کمېسیون غړو ته د شکایاتو د ثبت پاڼې وېشل شوې دي، خو په هغه مرکزونو کې چې شکایتونه نه و موجود د شکایاتو د ثبت پاڼې نه دي ورکړل شوې او دا د کمېسیون کړنلاره ده.
نوموړي زیاته کړه: ((د شکایتونو هغه پاڼې چې له ټاکنو وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته سپینې لېږل شوې، د راتلونکو شکایتونو د ثبت لپاره دي، تر څو له ټاکنو وروسته رامنځته شوي شکایتونو په کې ثبت کړي.))
هغه روښانه کړه چې د ټاکنو په ورځ د شکایتونو د پاڼو نه وېشل هېڅکله سرغړونه نه ګڼل کېږي، ځکه چې د ټاکنو کمېسیون د کړنلارې سره سم اجراات شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.