کابل(پژواک، ٢٥  تله ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو سیالیو موده نن شپه پای ته رسېږي او له دې وروسته د ولسي جرګې هېڅ نوماند د کمپاین حق نه لري، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې رییس محمد رفیع رفیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو ۲۰ ورځنۍ موده نن شپه ۱۲ بجې پای ته رسېږي او د سکوت دوره پیلېږي.
نوموړي له نوماندانو او هغو تبلیغاتي بنسټونو چې نوماندانو ته یې د انځورونو لګولو لپاره بلبورډونه په کرایه ورکړي وغوښتل چې ژر تر ژره دې لګول شوي انځورونه را ټول کړي.
نوموړي د سکوت په دوره کې د ښار په کچه د ولسي جرګې د نوماندانو د انځورونو او بلبورډونو موجودیت سرغړونه، تخلف او د قانون ښکاره تر پښو لاندې کول وبلل او ویې ویل، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
صدیقي د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې د سکوت په دوره کې په رسنیو او هغو مراسمو کې چې کمپایني بڼه لري له ګډون څخه ډډه وکړي او د نوماندانو څارونکي دې هم د ټاکنو په ورځ د نوماندانو د تبلیغاتي موادو له راوړو ځان وساتي پرته له دې به قانوني چلند ورسره وشي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې رییس له انځورونو او د لویو شخصیتونو له موقف څخه استفاده سرغړونه وبلله او ویې ویل، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې د نوماندانو له موقف څخه یې استفاده کړې ده.
نوموړي دې ته په اشاره چې ۶۶ زره امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت د ساتنې دنده لري له اړوندو امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د ټاکنو د ورځې امنیت په جدي توګه تامین کړي چې خلک د امن فضا کې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
بلخوا د ټاکنو کمېسیون عملیاتي مرستیالې وسیمې بادغيسي چې نن یې د رسنیو د مسولانو د همغږۍ په ناسته کې خبرې کولې له رسنیو وغښتل چې  د سکوت په دوره کې نوماندان د کارپوه یا مېلمه په ډول دعوت نه کړي.
بادغیسۍ وویل: (( د سکوت په دې دوره کې دې هغه بحثونه چې مثبت اړخ لري، د خلکو روحیه قوي کوي مطرح شي او له بدو پېښو او بحثونو څخه دې ډډه وکړي.))
نوموړې د رسنیو له مسوولانو څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو، ټاکنو، ولسواکۍ او یو نظام د جوړېدو په ګټه دې د رښتينو راپورونو نشر او خپرېدو ته ډېره پاملرنه وکړي.
د ټاکنو کمېسیون د مسوولينو د معلوماتو له مخې تر اوسه ۴۰۰ زره داخلي او ۱۳۲ بهرنیو څارونکو د نظارت کارتونه ترلاسه کړي او امکان لري چې د ورځې تر پایه دا شمېر زیات شي.
په ورته وخت کې د رسنیو مديرانو ټاکنې د هېوادوالو او هېواد د ګټې لپاره مهمې وبللې او ژمنه یې وکړه چې د ټاکنو په ورځ به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.