د بغلان خلک: د پلخمري- مزار د لويې لارې امنيت دې ټينګ شي

پلخمري (پژواک، ٦ مرغومى ٩٤): د بغلان خلک او ولايتي شورا وايي چې په دې وروستيو کې د پلخمري- مزار شريف د لويې لارې امنيت خراب شوى او دولت مکلف دى چې د دې لارې امنيت ونيسي.
د تېرو دوو اونيو په ترڅ کې پر دې لاره د طالبانو بريدونه وشول چې د ملکي او پوځي کسانو مرګ ژوبله ورسره ملګرې وه.
تېره اوونۍ طالبانو په باغ شمال سيمه کې د لويې لارې په بندولو سره د جنبش اسلامي د پخواني قوماندان سيد حسام الدين حقبين پر موټر بريد وکړ چې يو ساتونکى يې ووژل شو او خپله قوماندان له دوو ساتونکو سره ټپي شو.
په دې پېښه کې د ماين پاکونې د هلوټرست موسسې د کارکوونکو د لېږدونې يو موټر د پېښې په ځاى کې په نښه شو چې له امله يې دوه کارکوونکي ووژل شول.
د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې پنځه پوليس، يو پوليس ترافيک او يو ملکي وګړى هم ووژل شول.
د بغلان اوسېدونکو امنيتي ځواکونه د دې لويې لارې د امنيت په نيولو کې په نه پاملرنه تورنوي او د امنيت غوښتنه کوي.
د پخلمري ښار يو  اوسېدونکي محمد نيسم چې د مزارشريف له ښاره هټيوالو ته توکي راوړي، وويل چې يوه ورځ وروسته به د توکو د پېرلو لپاره مزارشريف ته ته، خو دوې اوونۍ کېږي چې د لويې لارې امنيت له چشمه شير نه تر غوري سمنټ بلاکونو پورې د مازديګر له څلورو بجو وروسته خراب شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې لارې په اوږدو کې طالبان سړک ته راوځي، موټر تلاشي کوي او هر شکمن کس چې وويني، له ځان سره يې بيايي، له همدې امله خلک په وېره کې دي او په کاروبار يې منفي اغېز کړى دى.
محمد نيسم زياته کړه: ((اوونۍ وړاندې طالبانو له موټر ښکته کړم، تلاشي يې کړم، نيم ساعت يې تر ونه لاندې کېنولى وم او وروسته يې خوشی کړم.))
هغه زياته کړه، دا چې خوراکي توکي په وخت سره هټۍ والو ته نه رسېږي، نو ډېر پېرونکي يې له لاسه ورکړي دي.
د پلخمري- مزارشريف لين يوه چلوونکي محمد ګلاب چې سراچه موټر لري، وويل: ((پنځه کاله کېږي چې په دې لين کار کوم، خو دوې اوونۍ کېږي چې ډېر کم خلک د مزار خوا ته تګ راتګ کوي.))
هغه وويل،  د مازديګر له څلورو بجو وروسته هېڅ مسافر نشته او نا امني ددې لامل شوې چې اکثره مسافر د سهار له نهو د مازديګر تر څلورو بجو پورې پر دې لارې سفر کوي.
د محمد حسن په نامه يوه مسافر وويل چې طالبانو دوې ورځې وړاندې دی له عمومي سړک نه د ډنډ غوري د جوى نو سيمه کې خپل مرکز ته بوت او د هغوى کمېسيون ترې څېړنې وکړې.
دغه مسافر زياته کړه چې د چشمه شېر له غروشاخ کلي پلخمري ته را روان و چې طالبانو د ملي اردو د سرتېري په نوم له يو ځوان سره يووړ، خو وروسته ځينې سيمه ييز سپين ږيري له خبرېدو وروسته طالبانو ته راغلل او ورته ويې ويل چې نوموړى په يوه ساختماني شرکت کې کار کوي چې وروسته يې راخوشی کړ.
د بغلان ولايتي شورا غړي هم ددې وضعيت په اړه اندېښنه لري.
د ولايتي شورا غړي شمس الحق بارکزي وويل چې د دې لويې لارې زيات امنيت د ډنډ غوري له خوا ګواښل کېږي او ډنډغوري د طالبانو د پوځي روزنې لپاره پر يوه مناسب او ځاى بدل شوى دى.
هغه وويل: ((طالبان له ډنډغوري نه له کومې اندېښنې پرته ډنډ شهاب الدين ته راغلل او يو شمېر برخې يې ونيولې، اکثره وخت له همدې ځايه د لويې لارې مسير نا امنه کوي.))
د هغه په خبره، د برکې ولسوال په همدې لاره روان وو چې د طالبانو له خوا ووژل شو.
د برکې ولسوال عبدالجبار اسلامي له مرکزي بغلان ولسوالۍ د پلخمري مرکز ته روان وو چې د ليندۍ په ٢١مه نېټه د طالبانو له بريد سره مخ شو او طالبانو يې د وژنې مسووليت پر غاړه واخيست.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير هم وويل چې په ډنډ غوري سيمه کې د طالبانو شتون د اندېښنې وړ دى چې بايد دا ستونزه حل شي.
هغه وويل، که څه هم د پلخمري – مزار د لويې لارې په اوږدو کې  د پوليسو قطعاتو امنيتي پوستې شته، خو طالبان د شپې له تيارې او ځينو وختونو په ګټه اخيستو سره پر موټرو ډزې کوي او د پوليسو له ورتګ سره بېرته تښتي.
دغه پوليس چارواکي څرګنده کړه چې د ډنډ غوري سيمې د چاڼولو موضوع يې په کابل کې له امنيتي چارواکو سره مطرح کړې او انتظار دي چې هغوى په دې برخه کې څه تصميم نيسي.
د ډنډي غوري ساحه د بغلان د مرکز پلخمري ښار په دوه کيلومترۍ کې موقعيت لري او د وګړو شمېر يې په څه باندې ٣٠ کلو کې شاوخوا دری سوه زره اټکل کېږي. دا ساحه له اتو مياشتو راهيسې د طالبانو تر واک لاندې ده.
د روان کال په چنګاښ مياشت کې له همدې ساحې نه په دريو مرحلو کې ١٢ راکټونه د وسله والو مخالفينو له لوري پر پلخمري ښار وتوغول شول چې له امله يې يو ماشوم او يو سړی ووژل شول او څه باندې لس کسان ژوبل شول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.