چارواکي: پر کلات ښار او شاه جوى د وسله والو د بريد پلان شنډ شو

کلات (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): د زابل ولايت چارواکي او وسله وال طالبان په دغه ولايت کې د جګړو پر مهال يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
د زابل مرستيال والي مسعود بختور د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سلګونو وسله والو طالبانو پلان درلوده څو پر مرکز کلات او شاه جوي ولسوالۍ بريدونه وکړي.
هغه وايي چې امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو پلان شنډ کړ خو په ځينو سيمو کې اوس هم د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده.
ده وويل چې د يادو جګړو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
ده وويل چې وسله والو طالبانو د شاه جوى ولسوالۍ په سيمه کې د کابل- کندهار پر لويه لار ماينونه خښ کړي چې له امله يې لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زياته کړه چې امنيتي سرتېري اوس مهال له ماينونو د لارې پر پاکولو بوخت دي چې له غرمې وروسته به دغه لار د ترافيکو پر مخ بېرته پرانيستل شي.
بختور وايي: ((وسله والو طالبانو په یو شمېر سیمو کې خلک په زور له خپلو کورونو څخه ایستلي او هلته يې د جګړې لپاره ځایونه جوړ کړي دي.))
دغه راز د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک ته وويل چې د کلات ښار، شاه جوى او شهر صفا ولسواليو په ځينو سيمو کې له تېرې ورځې راهيسې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي.
هغه وايي چې په دې جګړو کې د ملا سليم په نوم د طالبانو يو قوماندان وژل شوى او د زابل لپاره د طالبانو پوځي مسوول ملا عبدالقيوم ټپى دى.
هغه دا هم وويل چې د جګړو پر مهال شاوخوا ٤٠ نورو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو دوه پوليس هم وژل شوي دي.
د زابل د ولایتي شورا غړي محمدعمر خان عمري پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان د تبليغاتي جګړو له لارې غواړي د خلکو په زړونو کې وېره پيدا کړي.
ده وويل چې امنيتي ځواکونو وکولاى شول په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو د بريدونو پلانونه شنډ کړي.
دغه راز د شاه جوى ولسوالۍ اوسيدونکي صفت الله پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې يوه ښځه ټپې شوې او يو بل ملکي کس وژل شوى دى.
خو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پژواک ته وويل چې د زابل ولايت په جګړو کې طالبانو د امنيتي ځواکونو اووه رينجر موټر له منځه وړي او په کې سپاره ټول سرتېري يې وژلي دي.
احمدي وايي چې په دې جګړو کې اووه طالبان هم ټپيان شوي دي.
هغه وايي چې طالبانو د کلات ښار لويې لارې تړلې دي او دغه ښار د طالبانو تر محاصرې لاندې دى.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.