Iranian media influencing Nimroz culture

زرنج (پژواک، ٢٠ تله ٩٤): نيمروز کې د رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ دى او له همدې امله د دغه ولايت په يوشمېر سيمو کې د ايران د رسنيو شبکې پوښښ لري، چې افغان  فرهنګ تر خپل اغېز لاندې راولي.
نيمروز کې کومه ورځپاڼه شتون نه لري، نو له همدې امله خلک د ورځې مهمو خبرونو ته لاسرسى نه لري. 
د "نوا" او "ارمان" په نومونو خصوصي راډيوګانې له کابل څخه په نيمروز کې خپرونې لري او يواځې د کابل خبرونه خپروي.
د "دوست، سيستان او بارک" خصوصې راډيوګانې يواځې سندرې خپروي چې ځينې وختونه تفريحي پروګرامونه هم لري، خو د خبرونو او نورو مطالبو په اړه هيڅ هم نه لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړونده د "نيمروز" په نوم خپرونه او دولتي خبرونه د سيمه ييز ټلويزيون له لارې يواځې په مياشت کې يو ځلې چاپ کېږي چې د دولت د پاليسۍ ښکارندوي کوي.
د نيمروز خلک شکايت کوي، چې په دغه ولايت کې د رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ دى او له همدې امله تر ډېره هغه راپورونه او مطالب چې د خلکو ستونزې څرګندې کړي، شتون نه لري. 
دوى سر ټکوي چې دا ډول وضعيت د دې لامل شوى، څو خلک اړ شي چې د افغاني رسنيو پر ځاى ايراني رسنۍ وګوري. 
د چهاربرجک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عطاءالله وويل: "له بده مرغه زموږ په ولسوالۍ کې نه چاپي او نه هم غږيزې او تصويري رسنۍ شتون لري او موږ اړ يو چې د ايران راډيويي او ټلويزيوني شبکې واورو او ووينو." 
هغه پژواک ته وويل، چې دا کار د دې لامل شوى چې له يوه پلوه دوى د خپل هېواد او ولايت له مهمو پېښو بې خبره پاتې شي او له بل لوري خلک د پردي فرهنګ تر اغېز لاندې راځي.
 نيمروز ولايت له ايران هېواد سره ګډه پوله لري او ايران د خپلو خپرونو د پوښښ لپاره په بېلابېلو سيمو کې غښتلي انتونونه لګولي، چې په نيمروز کې د ياد هېواد پنځه ټلويزيوني شبکې په اسانه توګه نيول کېدلى شي.
د فرهنګي فعاليت ترڅنګ، ايران تومان (پيسې) هم له ډېرو کلونو راهيسې په نيمروز، فراه او هرات ولايتونو کې دود دي، چې دا کار هېواد ته اقتصادي ضربه بلل کېږي. 
د نيمروز يوه فرهنګي نجيب الله وويل، چې د ايراني رسنيو خپرونې، د هېواد اړونده مسايل او موضوعات خپروي او طبيعي ده چې د دغو رسنيو خپرونې د نيمروز پر اوسېدونکو د فرهنګي يرغل په څېر دي.
ياد فرهنګي زياته کړه، چې چاپي رسنۍ د اقتصادي کمزورتيا له امله له کار لوېدلې او غږيزې راډيوګانې تر ډېره سوداګريزې شوې دي.
 هغه زياته کړه، چې يادې راډيوګانې د سوداګريزو اعلانونو د اخيستو لپاره له څو سندرو او ټوکو بل څه نه لري او له همدې امله په دغه ولايت کې د رسنيو رول په صفر حسابيږي. 
د نيمروز خلک وايي، چې بايد داسې چاپي، انځوريزې او غږيزې رسنۍ شتون ولري چې خلک د خپل ولايت له هره ورځنيو پېښو او ستونزو خبر شي، خپل غږ پورته کړي او د دوى غږونه له هغه وروسته دولتي چارواکو سره شريکه کړي، څو هغوى يې د حل په اړه ګام پورته کړي. 
دوى زياتوي، دولت بايد له هغو چاپيزو رسنيو چې خپل کارونه يې درولي، ملاتړ وکړي او سيمه ييزې راډيوګانې دې ته وهڅوي چې د دغه ولايت د خلکو ستونزې او مهمې پېښې خلکو ته وړاندې کړي.  
د محمود په نوم يوه ځوان وويل: " موږ د خپل ولايت له خبرونو هيڅ خبريږو نه، له رسمي ناستو پرته چې د دولت له لوري د ځانګړو ورځو په مناسبت تر سره کېږي او د دولتي رسنيو له لوري خپريږي." 
د نيمروز مرکز زرنج ښار ياد اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، کومو رسنيو چې د فعاليت جواز اخيستى، بايد فعاليت ولري؛ که چېرې د دغه ولايت اوسېدونکو ستونزې خپرې نه کړي نو بايد جواز تر واخيستل شي. 
 په وروستيو کلونو کې په دغه ولايت کې، د "صداى نيمروز"، "قلم و بيان"، "ستياره سيستان"، "هنګين"، "غوړېدلې"، "غوټۍ"، او "نداى جوان" په نومونو چاپي رسنۍ له فعاليت غورځېدلې دي.
هنګين په بلوچي ژبه کې کور ته وايي او پاتې نورې ډېرې رسنۍ په دري ژبه خپريږي. د قلم او بيان مياشتۍ خپرونه ديني مطالب او نور ټولنيز، سياسي او فرهنګي موضوعات خپروي.
 د قلم او بيان مياشتنۍ مسوول بشير احمد وويل، چې دغه مياشتنۍ له يوه کال ډېر فعاليت درلود او هره مياشت به ٥٠٠ ګڼې چاپ ته وړاندې کېدلې.
هغه زياته کړه: "که څه هم هېوادوالو موږ ته ټول مطالب او مضامين په وړيا ډول راکول، ځکه چې موږ د چاپ امکانات نه درلود او اړ و چې په بازار کې يې چاپ کړو، خو د چاپ بيه يې ډېره لوړه تمامه کېدله نو له دې امله مجبور شو چې ياده مياشتنۍ ودرو."
بشيراحمد زياته کړه، چې د يادې مياشتنۍ پر يوې ګڼې له ٢٠ افغانيو زيات لګښت راته، خو په بازار ته په پنځلس افغانۍ هم نه وړاندې کېده. بلخوا کوم بنسټ هم له موږ سره مرسته ونه کړه نو په پايله کې اړ شو چې دروازه يې وتړو.
د "ستاره سيستان" مياشتنۍ او "غوړېدلې" مجله چې د ښځو اړونده مطالب به يې خپرول، نو دغه هم له تېرو دريو کلونو راهيسې د اقتصادي ستونزو له امله له فعاليت غورځېدلې دي.
د نيمروز د ښځوچارو رياست يوې کار کوونکې سهيلا وويل چې دې رسنيو د ښځو ستونزې را سپړلې، خو اوس چې د ښځو اړوندې چاپي خپرونې نشته، دا يوه ستره تشه شمېرل کېږي.
هغې زياته کړه:((په نيمروز کې له نجونو او ښځو سره کورنۍ تاوتريخوالى کېږي، همدا رسنۍ دي چې خلکو ته يې ذهنيت ورکاوه، څو کورنۍ له تاوتريخوالي لاس واخلي."
د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يوه کارکوونکي چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله ، وويل:((د خلکو خبره سمه ده، په نيمروز کې له سيمه ييز ټلويزيون پرته، د خبر رسولو هېڅ کومه سرچينه نشته، خلک د ولايتونو له وضعيت او حالاتو په بشپړه توګه بې خبره دي.))
هغه چې د (( خرد)٩ په نامه ورځپاڼه يې لوسته، زياته يې کړه چې دا ورځپاڼه د تېر کال کب مياشت کې کابل کې چاپ شوې، خو له بده مرغه چې نن يې لاس ته رسېدلې، په داسې حال کې چې ورځپاڼه ده او بايد په همغه ورځ او يا لږ تر لږه دوې ورځې وروسته تر لاسه کړي، خو دايد اووه مياشتې ورڅخه تېرېږي.
 د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست وويل چې په دې رياست کې د نيمروز په نامه مياشتنۍ هره مياشت ٤٠٠ ګڼې خپرېږي. دوه سوه ګڼې يې د نيمروز مرکز او دوه سوې نورې ګڼې وزارت او د اطلاعاتو فرهنګ ټولو رياستونو ته استول کېږي.
هغه وويل چې چاپي رسنۍ په نيمروز کې د پام وړ فعاليت نه لري او لامل يې اقتصادي ستونزې رامنځته کوي.
 د هاتف په خبره، غږيزې رسنۍ  د همدې اقتصادي ستونزو په سبب له کادري کمښت او فني ستونزو  سره مخ دي، په همدې سبب يې مضامين ډېر زړه را ښکوونکي نه دي.
د ويلو ده چې څه مونده وړاندې په فارياب او باميانو کې د چاپي رسنيو مسوولينو او کارکوونکو ويلي وو چې ټولې جريدې او چاپي خپرونې، له رکود سره مخ دي، تر دې چې ځينې جريدې يې په کباب پلورنځيو او کب پلورنځيو کې کارېږي.
دوى له ازادو رسنيو د دولت نه ملاتړ، د مالي امکاناتو او چاپځاى نشتوالى، د خپرونو د لوستنې د فرهنګ کمزوري ، په دې ولايتونو کې د چاپي خپرونو د رکود له اصلي لامونو ګڼي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته(١٤ کاله وړاندې)، د رسنيو په برخه کې ستر بدلون راغلى او ګڼې انځوريزې، سمعې او چاپي رسنۍ رامنځته شوې چې شمېره يې شاوخوا ١٤٠٠ ته رسېږي چې څه باندې ١٥٠ يې راډيوګانې او ٥٠ يې ټلويزيونونه دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.