حاصلات بادام دایکندی به بيش از یک ميلیارد افغانی ميرسد

باميان (پژواک، ١٨ تله ٩٤): سږ کال د دايکنډي بادامو له حاصلاتو څخه څه باندې يو ميليارد او پنځوس ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي چې دا خوندوره او د لوړې بيې مېوه هند ته هم صادرېږي.
بادام چې د دايکنډي ولايت د مهمو کرنيزو محصولاتو او وچو مېوو  له ډلې څخه دي، زرګونه بڼوال له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پرې برابروي.
د دايکنډي د کرنې رياست شمېرې ښيي چې تېرکال د بادامو حاصلات کابو ٧٧٠٠ ټنه وو، خو سږ کال ٧٠٠٠ ټنه ته رسېږي.
د دايکنډي د کرنې رييس مهدي موحدي وايي چې بڼوالو تېر کال  نږدې ٧٧٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي وو؛ خو سږ کال يې څه باندې يو ميليارد او پنځوس ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
تېر کال دايکنډي کې يو کيلو پوست لرونکي بادام په سل افغانيو پلورل کېدل؛ خو سږ کال ١٥٠ افغانۍ خرڅېږي چې يادې شمېرې د دې محاسبې پرمټ ترلاسه شوې دي.
د دايکنډي د کرنې رييس پژواک خبري اژانس ته وويل چې لږ حاصلات لامل شوو، څو د بادامو نرخ لوړ شي.
نوموړي، هندوستان ته  د بادامو  صادرېدل د نرخ لوړېدو بل لامل وښود او ويې ويل چې نورو کلنو کې به دا وچه مېوه د سوداګرو له لوري په کورنيو بازارونو کې خرڅېده، پاکستان ته هم صادرېده؛ خو اوس يې هندوستان کې هم مارکېټ موندلى دى.
په دايکنډي ولايت کې، کفمل، کاغذي، ستاربايي او سنګک بادام شتون لري، تر ټولو ښه بادام کفمل دي چې نازک پوټکى لري او د لاس په زور سره ماتېږي.
د بادامو بڼونه په عمده ډول د دايکنډي  مرکز نيلي، شهرستان او ميرامور په ولسواليو کې دي.
د وږي مياشت کې، دايکنډي اوسېدونکي د بادامو په ټولولو پيل کوي او د دې مياشتې تر پاى پورې بادام راټولوي چې د تلې مياشتې په لومړيو کې بادام يو اندازه بازار ته وړاندې کېږي.
د شهرستان ولسوالۍ بزګر محمدحسن چې د بادامو شاوخوا سل ونې لري وويل، چې سږ کال يې کابو ٧٠٠ منه (يو من اوه کيلوده) بادام ترلاسه کړي دي چې په پيسو يې د کال لګښتونه پوره کولى شي.
هغه زياته کړه چې د بادامو بيه لوړه شوې، مارکېټ يې ښه دى چې بزګرو او بڼوالو لپاره خورا ګټه لري.
خو دې کروندګر وويل: "سږ کال اوبه لږ وې او بايد دولت دې ستونزې ته د حل لار ومومي."
د دايکنډي ولايتي شورا غړي هادي رحيمي زاده وويل چې د نيلي، شهرستان او ميرامور ولسواليو ډېرى اوسېدونکي خپل خوراکي توکي د بادامو له پلور څخه ترلاسه کوي او که له بڼوالو څخه د ملاتړ ځانګړى پروګرام ترلاسه لاندې ونه نيول شي، هر کال به د حاصلاتو کچه ټيټه وي.
هغه زياته کړه چې د دايکنډي خلک تر ډېره کروندګر دي او بايد د کرنې برخې ته يې ډېره پاملرنه وشي.
د يادونې ده، د روان کال د پسرلي موسم کې د دايکنډي اوسېدونکي بوستان نجفي د بادامو پوست کولو ماشين جوړ کړ چې موخه يې د بڼوالو په کارونو کې اسانتيا او سرعت را منځ ته کول دي څو په اسانه توګه د بادامو حاصلات بازار ته وړاندې کړي.
دايکنډي کې بادام په عمومي ډول له پوټکو سره خرڅېږي.
بادام، تر ډېره کلک پوټکى لري اوپه لاس باندې يوه ورځ کې له يو نيم من څخه تر دوو منو پورې سپينېږي؛ خو په دې ماشين سره، يو ساعت کې ٧٠ منه (٤٩٠ کيلو) بادام له پوسته کېږي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.