د فارياب ګرزيوان ولسوالۍ سقوط وکړ

ميمنه (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د فارياب د ولايتي شورا رييس وايي چې د دغه ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د دې شورا مشر سيد عبدالباقي هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازديګر شاوخوا پنځه بجې د ګرزيوان ولسوالۍ مرکز سرچکان د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
ګرزيوان د ميمنې ښار په سل کيلومترۍ کې موقعيت لري چې له سرپل، غور او جوزجان ولايتونو سره ګډه پوله لري.
د فارياب د ولايتي شورا غړي او د ګرزيوان اوسېدونکي صبغت الله سېلاب وايي، سيمه ييز ځواکونه له يو شمېر دولتي ځواکونو سره يو ځاى د ګرزيوان مرکز پرېيښى او د تېښتې په حال کې دي.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې دا ولسوالي بېرته له طالبانو ونيسي، که نه نو هلته به خلکو ته ستر زيان واوړي.
تر دې وړاندې د فارياب سرپرست والي عبدالستار بارز ويلي وو چې طالبانو تېره ورځ د ګرزيوان د کيکاوس، قزاق، فريش، شش قره، غال نمک و جوز دره سيمې او نن يې د ګاوکي، تګاب شان او جرقلعه سيمې نيولې دي.
نوموړي د دې سيمو له لاسه ورکول، يو تکتيک بللى و.
 
 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.