In Baghlan, ex-jihadi flexing muscles against Taliban

پلخمري (پژواک، ١٦ تله ٩٤): شاوخوا زر کسان چې پخواني جهادي مشران هم په کې شامل دي، تر (د مقاومت دوم فصل) تر نامه لاندې د امنيتي ځواکونو تر څنګ منسجم شوي، خو د مدني ټولنې شبکه پوښتي چې د دغو ځواکونو برخليک به له امنيت وروسته څه کېږي؟
دوى وايي چې دغه حرکت يې د کندوز له سقوط وروسته د طالبانو پر وړاندې پيل کړى او د دې اجازه نه ورکوي چې بغلان د کندوز له برخليک سره مخ شي.
د دغه خوځښت تنظيموونکي وايي، له کله چې طالبانو پر کندوز ښار بريد کړى، خلک يې په خاورو او وينو لمبولي، شته هر څه يې ترې وړي او تبليغات يې کړي چې د بغلان امنيتي ځواکونه او خلک تر خپل اغېز لاندې راولي.
د دوى په خبره، دغو تبليغاتو تر يو ځايه د امنيتي ځواکونو روحيه کمزورې کړې؛ ځکه خو مجاهدين، ځوانانو او پخواني جهادي قوماندانانو له ولسواليو څخه له خپلو وسلو سره د پخلمري ښار ته حرکت پيل کړ او د امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېدل.
د بغلان يوه مخور محمد نيسم مدبر پژواک خبري اژانس ته وويل چې مجاهدينو په ١٣٧٠ لسيزه کې په خپل مقاومت سره د طالبانو حکومت را نسکور کړ او اوس يې د پلخمري ښار په بېلابېلو سيمو کې د مقاومت دوم څپرکى پيل کړى او له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى په مورچلو کې تيارسئ دي.
هغه زياته کړه: ((موږ هېڅ کومې ترهګرې ډلې او کس ته اجازه نه ورکوو چې د خلکو امنيت خراب کړي.))
له دغو ځواکونو سره د عالم محمد غوث، معلم رووف، جميل، نازکمير، شيرين اغا او حسين په ګډون لسګونه قوماندانان شامل دي. عالم محمد غوث وايي چې د اندراب له ده صلاح ولسوالۍ څخه له دغو ځواکونو سره منسجم شوى او له خپلو پنځوسو کسانو سره د پلخمري په زمانخېل سيمه کې مېشت دى.
د بغلان د مدني شبکو د مشرتابه پلاوي غړى سيدعلي فاضل وايي چې د امنيت راوستلو لپاره د دغو کسانو فعاليت ښه کار دى، خو اړينه ده چې په منظم ډول يې مديريت وشي.
هغه وويل: ((دا ځواکونه بايد په پخلمري ښار کې له ګرځېدو او د خلکو له ځورولو ډډه وکړي.))
فاضل وويل، اندېښنه يې دا ده چې د امنيت له خوندي کېدو وروسته به د دغو ځواکونو برخليک څنګه شي؟ دولت بايد دا موضوع په پام کې ونيسي او که اړتيا ونه ليدل شي، نو دا کسان دې بېرته خپلو ولسواليو ته ستانه کړي.
د بغلان ولايتي شورا مشر صفدر محسني وايي: ((موږ له دې ولسي پاڅون او پخواني جهادي مشرانو له منسجم کېدو هرکلى کوو، په دې ډول حساسو شرايطو کې همدا اتلان او جهادي قوماندانان وو چې د امنيتي ځواکونو مرستې ته راووتل او بغلان يې له يوه جدي امنيتي خطر څخه خوندي کړ.))
هغه وويل چې په تېرو کلونو کې يو شمېر اشخاص او مجاهدين په بېلابېلو پلمو د نظام له چوکاټ نه و ايستل شول او نن په نظام کې د مجاهدينو د کمښت موضوع په بشپړ ډول حس کېږي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي وايي چې د  طالبانو له خوا د کندوز ښار له نيولو وروسته څه باندې ٧٠٠ ځوانانو او پخواني جهادي قوماندانانو له خپلو جنګي توکو سره امنيې قوماندانۍ ته مراجعه کړې او له امنيتي ځواکونو سره مرستې ته راوتلي دي.
هغه وويل چې دغه کسان په امنيې قوماندانۍ کې ثبت شوي او له څو ورځو راهيسې د ښار په امنيتي کمربندونو کې ځاى پر ځاى شوي دي.
قوماندان د امنيت په برخه کې د دغو کسانو رول مهم وباله او څرګنده يې کړه چې د هغوى اعاشه او اکمالات د قومي مشرانو له خوا کېږي او تر څنګ يې امنيه قوماندانۍ او ملي امنيت رياست هم ورسره مرسته کوي.
په ورته وخت کې جهادي او سياسي مشرانو هم له حکومت غوښتنه کړې چې ډېر ژر په يوه معقول چوکاټ کې له جهادي او ولسي ځواک څخه د کار اخيستنې زمينه مساعده کړي.
په نږدې وختونو کې د پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سياف په مشرۍ يو شمېر جهادي او سياسي شخصيتونو د هېواد امنيتي وضعيت په ځانګړي ډول بدخشان، بغلان، غزني، ميدان وردک، پکتيکا، ننګرهار، فراه او نورو سيمو په اړه په بغمان کې غونډه کړې او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يې د مجاهدينو پر رول ټينګار کړى.
خو ارګ ويلي چې هر ډول وسله کارول ا انسجام يواځې د دولتي مقرراتو په اډانه کې جواز لري او د قانون حاکميت او باور مناسبې فضا د رامنځته کولو لپاره اړتيا ده چې ټول خلک ملي اردو او پوليسو ته د جذب او جلب لپاره سوق شي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.