د چارواکو تر منځ رقابتونه په سوېلي ولايتونو کې د ناامنيو لامل شوي

کندهار ښار (پژواک، ٢٦ وږى ٩٤): په ولسي جرګه کې د کندهار استازى وايي، د چارواکو تر منځ رقابتونه، په حکومتي چارو کې د نا مسووله کسانو مداخلې او د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي په سوېلې حوزه کې نا امني ډېره کړې ده.
دغه څرګندونې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حميدزي لالي د کندهار تر څنګ د زابل، اروزګان او هلمند ولايتونو ته له سفر وروسته په کندهار پرېس کلب کې خبريالانو ته وکړې.
حميدزي لالي وويل، کندهار ته يې د ولسي جرګې د اتلسو کمېټو د رييسانو او اداري پلاوي په مشوره سفر کړى، څو د سيمه ييزو چارواکو، ولايتي شورا، ولسي جرګې او مرکزي ادارې ترمنځ همغږي پياوړې شي.
هغه زياته کړه، په کندهار کې د پخوا په پرتله وضعيت ښه شوى، خو په هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو کې امنيتي حالت د سختې اندېښنې وړ دى؛ ځکه د دغو ولايتونو يو شمېر ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له خوا سقوط شوې او ځينې يې تر جدي ګواښ لاندې دي.
دى وايي: ((په کندهار کې پخوا شکايتونه ډېر وو، په هره امنيتي حوزه، ولسوالي او ان ولايت مقام کې شخصي زندانونه موجود وو او خلک بنديان کېدل، خو اوس مو په دې اړه شکايتونه نه دي ترلاسه کړي.))
د ده په وينا، په کندهار کې د نوو چارواکو په ګومارل کېدو تر ډېره حده حالات د ښه کېدو خوا ته روان دي، خو لا هم په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي او نورې ستونزې شته.
دى زياتوي، ډېرې ستونزې د کندهار په سرحدي ولسواليو کې دي چې هلته خلک پوهنې، روغتيا او نورو خدماتو ته لاسرسى نه لري.
هغه دا هم وويل چې په يو شمېر ولسواليو کې ان د مرکز په يو کيلومترۍ کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه شته، که يې پر وخت مخنيوى ونه شي نو امنيتي ځواکونو ته سرخوږى جوړولاى شي.
حميدزي د کندهار د برېښنا ستونزې يادونه هم وکړه او ويې ويل که څه هم د هغوى او خلکو ټينګار د برېښنا پر داخلي توليد دى، خو حکومت وايي چې له ترکمنستان څخه د برېښنا په را واردېدو به ستونزه حل شي.
ده وويل: ((مخکې په کندهار کې د حکومتولۍ چارو د ملکۍ بڼه لرله، ډېرې پرېکړې د ادارو پر ځاى په شخصي حجرو او مېلسمتونونو کې کېدلې، په سيمه ييزو ادارو کې کارکوونکي د يوه شخص له خوا په دندو ګومارل کېدل، خو اوس تر ډېره حده د دغه راز ناقانونه کړنو مخنيوى شوى دى.))
خو نوموړي د هلمند، ارزګان او زابل ولايتونو پر وضعيت اندېښنه وښوده او ويې ويل چې که مرکزي اداره په دغو ولايتونو کې د بنسټيزو بدلونو لپاره اقدام ونه کړي، حالات به نور هم خراب شي.
حميدزي زياته کړه، اروزګان ولايت ته د سفر په پايله کې ورته معلومه شوه چې په دغه ولايت کې د ١٣ ادارو مسوولين سرپرستان دي، د يوه قوم او سيمې سيمه ييز پوليس د نورو قومونو په سيمو کې پر دندو ګومارل شوي او همدې چارې امنيتي ستونزې او جګړې زېږولې.
هغه زياته کړه، خلکو شکايت کاوه چې په دې وروستيو کې اروزګان ته د دولت پاملرنه کمه شوې چې له همدې امله امنيتي ځواکونه پر وخت نه اکمالېږي.
د زابل د امنيتي وضعيت په اړه هغه وويل چې په دې ولسوالۍ کې څه نا څه بدلونونه راغلي، خو لا هم شپږ ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له خوا له جدي ګواښ سره مخ دي.
دى وايي، د زابل ولايت اوسېدونکو ورته شکايت کړى چې په دولتي ادارو کې غير مسوول زورواکي کسان مداخله کوي، کارکوونکي د شناخت او واسطو پر بنسټ پر دندو ګومارل کېږي او دغه راز له مرکزي ادارې څخه ورته پر وخت مرسته نه رسېږي.
دغه راز نوموړي د هلمند وضعيت تر ټولو ډېر اندېښمنوونکى وباله او ويې ويل چې د هلمند شپږ شمالي ولسوالۍ ځينې د وسله والو مخالفينو له خوا سقوط شوې او ځينې يې تر جدي ګواښ لاندې دي.
هغه زياته کړه، د چارواکو او امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي، نشه يي توکي، خپلمنځي رقابتونه او نورې ستونزې سبب شوې چې د هلمند امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله څو برابره خراب شي.
د ده په خبره، د هلمند ولايت امنيتي چارواکي د دې پر ځاى چې امنيت ته پاملرنه وکړي، د نشه يي توکو قاچاق ته يې سترګې نيولې دي چې څنګه پيسې ترلاسه کړي.
دى وايي: ((په هلمند کې وسله وال مخالفين او امنيتي ځواکونه دواړه له نشه يي توکو څخه ځانونه حمايه کوي.))
نوموړي په سوېل کې د ځينو چارواکو خپلمنځي رقابتونه هم د ستونزو او ناامنيو جرړه بولي او وايي چې يو شمېر معرفي شوي مسوولين د دې پر ځاى چې خلکو ته کار وکړي، يوازې خپلو ټيمونو او ډلو ته کار کوي.
ده وويل هغو قومي مشرانو ته هيڅ موقع نه ورکول کېږي چې رښتينى نفوذ لري او وسله وال مخالفين تر خپل اغېز لاندې راوستلاى شي.
ده وويل، له ځينو قومي مشرانو سره په ليدنه کې ورته جوته شوه چې د وسله والو مخالفينو له مشرانو سره يې خبرې کړې، خو په مرکزي اداره کې د تماس دومره څوک نشته چې حال ورسره شريک کړي.
حميدزي لالي يادونه وکړه چې شته ټولې ستونزې به د ولسي جرګې له اداري پلاوي او د رييسانو له کمېټې سره شريکې کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.