Pakistan border guards constructing facilities in Paktia

ګردېز (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ عمليات پيل کړي دي.
څلور ورځې وړاندې د يادې سرحدي ولسوالۍ پر سرحدي  پوستو بريدونه وکړل، څو پوستې يې ونيوې او جګړه اوس هم روانه ده .
په سوېل ختيځ زون کې د دوهم نمبر سرحدي زون قوماندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سيمه کې ملي اردو،کومانډو او سرحدي پوليس په ګډه عمليات بيل کړي تر څو نيول شوې پوستې بېرته له وسله والو ونيسي.
نوموړی وايي په دې جګړه کې تر اويا پورې وسله وال وژل شوي او پنځه دېرش نور ټپيان شوي دي. همدا ډول د يو قوماندان په ګډون پنځه سرحدي پوليس وژل شوي او تر لسو پورې ټپيان دي .
خپلواک وايي چې په دې جګړه کې پنځه سوه طالبان او تر زرو ډېر پاکستاني ملېشې برخه لري  او نور ملېشه ځواکونه هم سيمې ته را روان دي.
دی وايي، دوی ځکه ځينې پوستې پرېښې دي چې د مقابل لوري کسان او وسله ډېر وو خو دوی به په نوو تازه عملياتو کې دغه پوستې بېرته له پاکستاني ملېشه وو ونيسي .
د پکتيا ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي، هغه پوستې چې وسله والو نيولې پاکستاني ملېشه په کې ځای پر ځای شوې او خپل بيرغونه يې هم په کې درولي دي .
نوموړی وايي چې پاکستاني ملېشه د افغان ځواکونو په نيول شوو پوستو کې د تاسيساتو جوړولو کار هم پيل کړی دى.
خو له بلې خوا د امنيتي ځواکونو په سرحدي سيمه کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي چې پاکستاني ځواکونه د پاکستان له ټل سيمې د پټان سرحدي  پوستې پر توپونو ولي .
دی وايي چې په ټل سيمه کې د پاکستاني ځواکونو لوی روزنيز او پوځي مرکزونه شتون لري .
خو وسله وال طالبان په بېلابېلو ادعاوو کې ويلي چې تر پنځو پورې پوستې يې نيولې، ګڼ شمېر افغان ځواکونه يې وژلي او جګړه لا هم روانه ده .
 
 
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.