Protestors block Kabul-Gardez highway for a second day

ګردېز (پژواک، ١٩ وږى ٩٤): د پکتيا ولايت لسګونه سوداګرو، ولايتي شورا او مدني ټولنو د کابل- ګردېز لويه لاره له مرکزي ادارو د يو شمېر غوښتنو له امله تړلې ده.
د پکتيا سوداګر وايي، تر هغو به دغه لاره د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې پاتې وي چې غوښتنې يې نه وي منل شوې.
دوى وايي چې د مرکزي دولت يو شمېر ادارې له پکتيا سره تعصب کوي او په بېلابېلو برخو کې ورسره همکاري نه کوي.
د پکتيا د ولايتي شورا رييس سردارمحمد ملنګ زوی د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ له مرکزي ادارې غوښتنه کوو چې د ايسا د زون مرکز بېرته دغه ولايت ته ورکړي او کومې ستونزې چې سوداګر په اړوند برخه کې لري حل کړي.))
دی وايي چې له ځينو ادارو سره يې خبرې کړې او هغوی يواځې ورسره ژمنې کړې چې دغه ستونزې به حل کوي خو تر هغه چې قوي ضمانت موجود نه وي، دغه لاره نه خلاصوي.
د پکتيا يوه سوداګر حاجي محمد ګردېزی وايي چې يو شمېر ادارې ورسره تعصب کوي او د نورو ولايتونو په څېر د دوی ستونزې نه حل کوي.
دی وايي له دوی سره د صنعتي پارکونو، بريښنا، د ډنډې پټان او ګردېز د لويې لارې د ترانزيټ کولو او ځينې نورې غوښتنې نه دي منل شوې.
ګردېزی زياتوي چې تر څو د دوی غوښتنې ونه منل شي، د کابل ګردېز لويه لاره به همداسې تړلې پاتې وي.
بلخوا د دې لارې د تړل کېدو له امله د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي او سلګونه موټر د سړک دواړو لورو ته ولاړ دي.
د سميع الله په نوم يوه تن چې له ښځو او ماشومانو سره کابل ته روان دى، وايي چې له سهار راهيسې دلته بند پاتې دي.
نوموړى وايي، له يوې خوا سوداګر د خپلو ستونزو د هواري غوښتنه کوي، له بلې خوا يې خلکو ته يې ستونزې پيدا کړې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.