6 border policemen killed in ongoing Paktia clash

ګردېز (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): د پکتيا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او سرحدي پوليسو تر منځ نښته کې شپږ سرحدي پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د ډنډې پټان ولسوالۍ په مقبل دره کې له تېرو دوو ورځو راهيسې د سرحدي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
په پکتيا کې د ٢٠٢ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نښته کې تر اوسه شپږ سرحدي پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ده وويل چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
خپلواک وايي چې سرحدي پوليسو په ياده سيمه کې په تکتيکي ډول يو شمېر پوستې او سيمې وسله والو طالبانو ته پرېيښې دي.
ده زياته کړه: ((اوس نور ځواکونه هم راغلي او له وسله والو سره سخته نښته روانه ده.))
دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل پژواک ته وويل ځينې اطلاعات يې ترلاسه کړي چې د جګړې پر مهال يو شمېر سرحدي پوليس لا درکه شوي دي.
ده وويل چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو د سرحدي پوليسو يوه قرارګاه او ځينې نورې پوستې نيولې دي.
د هغه په وينا، که په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د دې جګړې مخه ونه نيول شي د جګړې لمن به نورو سرحدي ولسواليو ته هم وغځېږي.
وسله والو طالبانو نن د يادې جګړې په اړه څه نه دي ويلي خو پرون د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و چې طالبانو د ډنډ پټان ولسوالۍ په مقبول دره کې يوه قرارګاه او ٧ پوستې نيولي دي.
ده ادعا کړې وه چې په دې سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله ١٨ پوليس وژل شوي، ٧ پوليس ټپيان دي او دوه تنه طالبانو له ځانه سره بيولي دي.
هغه وايي چې په دې نښته کې طالبانو دوه ټانکونه ويجاړ کړي او يوه اندازه وسلې او نورمهمات يې ترلاسه کړي دي.
د مجاهد په وينا، د يادې نښتې پر مهال څلور طالبان هم ټپيان شوي دي.
د پکتيا ولايت ډنډ پټان ولسوالۍ له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.