والي: په کلنۍ انکشافي بوديجه کې دې نورستان ته ډېره پاملرنه وشي

جلال اباد (پژواک، ۱۶ وږی ۹۴): د نورستان سرپرست والي له ملي شورا غوښتنه وکړه چې د کلنۍ بوديجې د تصويب پر مهال دې د نورستان انکشافي بوديجې ته جدي پاملرنه وکړي.
نورستان ولايت په انکشافي برخه کې ډېرو پروژو ته اړتيا لري، خو تر ټولو يې اړين هغه ٣٠٠ کيلومتره سړکونه دي چې تر اوسه يو متر هم نه دي قير شوي.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقيوم له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې د دغه ولايت شپږ ولسوالۍ د سړک د نشتوالي له امله له مرکز پارون سره نه دي نښول شوي.
قيوم چې اوس له کابل له سفر نورستان ته ستون شوی يادونه وکړه چې په کابل کې يې د بېلابېلو سکټوري وزارتونو سره په دې تړاو خپلې ستونزې او طرحې شريکې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((موږ د ځينو وړو سړکونو لپاره منظور شوې بوديجه هم لرو ، سروې او ډيزاينونه يې هم شوي خو د فوايدې عامې وزارت کم کاري او يا غلفت د دې لامل دی چې تراوسه يې کارونه نه دي پيل شوي.))
والي د وايګل په ولسوالۍ کې د جودا سيمې سړک، کانتو او په برګي مټال او کامدېش کې د ورته کوچينو سړکونو يادونه وکړه چې بوديجې يې منظورې شوې خو کارونه يې نه دي پيل شوي.
نوموړي زياته کړه: ((ملي شورا په بوديجه کې سليقوي برخورد کړی، دوی چې بوديجه تصويبوي بايد د نورستان د سړکونو لپاره په کې برخه وي؛ ځکه موږ په په ټول نورستان کې يو متر پوخ سړک نه لرو.))
ماليې وزارت هر کال له شاوخوا څلور سوه ميليونه د زياتو افغانيو کلنۍ بوديجه د تصويب لپاره ملي شورا ته لېږي او هغو يې انډول ته په پام سره تصويب يا د اصلاحاتو په موخه ردوي.
ملي شورا تر اوسه د نورستان د سرپرست والي د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
د نورستان د ولايتي شورا رييس انجنير سعدالله پاينده زوی پژواک ته وويل چې د نورستان مرکز سړک چې کونړ له پارون سره نښلوي بايد ژر تر ژره جوړ شي.
نوموړي وويل: ((دغه سړک کلونه کېږي چې همداسې خراب دی او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي، حکومت بايد دا سړک جوړ کړي څو خلکو ته اسانتياوې برابرې شي.))
د ولايتي شورا رييس وويل چې د سړک د خرابوالي له امله په نورستان کې د توکو بيه لوړې وي او د خلکو په اقتصاد يې بده اغېزه کړې ده.
دی زياتوي: ((چې لاره خرابه وي، نور اکثره توکي په لارو کې خرابېږي او هټيوال ته يې تاوان رسېږي، همدا شان خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.
د نورستان ولايت اوسېدونکي حنيف الله پژواک اژانس ته وويل چې حکومت د دغه ولايت سړکونه په اساسي ډول جوړ کړي.
نوموړی وايي، د نورستان کرنيز محصولات ښه دي، که سړک جوړ واى خلکو په خپله د لوبيا، چارمغز او نور توکي د هېواد نورو ولايتونو ته وړل او پلورل به يې خو اوس پرې کرايه ډېره راځي نو ښه ګټه نه کوي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.