Faryab’s Shakh bazaar once again falls to insurgents

ميمنه (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): د فارياب د قيصار ولسوالى د شاخ بازار چې د طالبانو د شتون پر مهال د وسلو او نشه يي توکو د پلور مرکز و، بېرته د طالبانو لاس ته ورغلى او امنيتي ځواکونه په کې کلابند شوي دي.
شاخ بازار په اټکليز ډول ٢٠ زره اوسېدونکي لري او درى کاله د طالبانو په ولکه کې و، خو تېره مياشت د جنرال دوستم په مشرۍ د دولتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې له طالبانو ونيول شو.
د ځايي چارواکو په خبره، د شاخ بازار درى کاله د طالبانو په واک کې و چې د وسلو او نشه يي توکو پر يوه مرکز بدل شوى و.
وسله والو طالبانو تېره شپه پر دې سيمه چې د بادغيس، غور او تيربند ترکستان له لمنې سره په پوله پرته ده، بريد وکړ او يو ځل بيا يې دغه سيمه تر خپل واک لاندې راوسته.
د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري وايي چې د طالبانو بريدونه د تېرې شپې په لومړيو کې پيل شوي او د شاخ نوى او زوړ بازارونه يې بېرته نيولې او اوسمهال (لس بجې) هم سخته جګړه روانه ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نښتې په ترڅ کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي، څلور نور ټپيان او د ملي اردو ځواکونه کلابند شوي دي.
قيصاري زياته کړه: ((که چېرې ځمکنۍ او هوايي مرستې ترلاسه نه کړي، د قيصار ولسوالۍ مرکز چې د شاخ بازار په ٢٥ کيلومترۍ کې پروت دى، د دولت له واکه ووځي.))
سيمه ييز چارواکي ادعا کوي چې د شاخ بازار په جګړه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمېره به يې وروسته څرګنده شي. وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د فارياب ولايتي شورا مشر سيدعبدالباقي هاشمي وويل چې د فراه له يو شمېر ګاونډيو ولايتونو ګڼ طالبانو د شاخ بازار په نيولو کې رول لوبولى  او امنيتي ځواکونه يې په نواباد، تيموري او قيصار کې کلابند کړي دي.
هاشمي وويل چې درى سيمه ييز پوليس او د ملي اردو سرتېري د جګړې پر مهال وژل شوي او ١١ نور ژوبل شوي دي.  طالبانو د ملي اردو يو ټانک او د سيمه ييزو پوليسو دوه رينجر ويجاړ کړي او يو  رينجر موټر يې ترلاسه کړى دى.
تر دې وړاندې د خواجه کنتي او چهار شنبه بازار سيمې هم د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
د قيصار يوه سيمه ييز مخور د نوم نه اخيستو په شرط وويل: ((د دې سيمو له لاسه وتل چې د جنرال دوستم په مشرۍ ځانګړو کومانډو او پوليسو په مشرۍ په لوړو لګښتونو تر دولتي واک لاندې راغلې وې، د پوښتنې وړ دي.))
سرچينې زياته کړه چې جنرال دوستم ولسي ځواکونو ته موټرسايکلونه او پيسې وېشلې وې او هغوى ژمنه کړې وه چې نيولې سيمې به ساتي، خو په وروستيو څو ورځو کې يې يو پر بل پسې له دولتي واکه وځي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.