Taliban pressure Daesh commander into fleeing Logar

پل علم (پژواک، ۶ زمری ۹۴): د لوګر چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د داعش وسله والې ډلې مشر سعد امارتي د طالبانو تر سختو فشارونو وروسته  خپلې سيمې پرېيښې او نامعلوم لور ته تښتېدلى دى.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزى وايي چې سعد امارتي ډېر ظالم او بې رحمه انسان دى  او د لسګونو عامو خلکو په وژنه کې يې لاس درلود.
ستانکزي د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سعد امارتي چې د لوګر په کچه د داعش د وسله والې ډلې مشر و، د خوښي ولسوالۍ په دوبندي سيمه کې اوسېده.
د نوموړي په وينا، امارتي د خوښي ولسوالۍ تر څنګ په ازرې، څرخ او د ولايت د مرکز پل علم په ځينو سيمو کې يې فعاليتونه ترسره کول.
ستانکزي زياته کړه: ((امارتي له تېر يوه کال راهيسې په دغه ولايت کې د داعش د وسله والو  مشري پر غاړه درلوده او د افغان وسله والو سربېره عرب، چيچين، پاکستاني او ازبک وسله وال هم ورسره ملګري وو.
د هغه په وينا، نوموړي تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې به يې له عامو خلکو سره ناوړه چلند کاوو او له وژلو ډبولو او ربړولو پرته يې بل کار نه درلود.
د لوګر د ولايتي شورا رييس وويل چې وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې د داعش پر ډلې او په ځانګړي ډول د هغوی پر مشر  سعد امارتي خپل فشارونه ډېر کړي وو.
حسيب الله ستانکزي زياته کړه چې د همدغو فشارونو له امله سعد امارتي پرته له کوم مقاومت او جګړې څو ورځې مخکې خپلې ټولې درنې، سپکې وسلې او مهمات طالبانو ته پرېيښي او په خپله نامعلوم لور ته تښتېدلى دى.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو اوس هغه ټولې سيمې بېرته نيولې چې د داعش وسله والې ډلې ترې د تېر يوه کال په اوږدو کې نيولې وې.
د خوښي ولسوالۍ د دوبندي سيمې يوه اوسېدونکي او قومي مشر  تواب الدين پژواک اژانس ته ومنله چې امارتي له سيمې وتلى دى.
هغه زياته کړه چې امارتي ډېر ظالم انسان دى او د دوبندي سربېره د خوښي ولسوالۍ د نورو سيمو اوسېدونکي هم د هغه له ظلمونو په تنګ شوي وو.
دى وايي: ((امارتي او ورسره وسله وال يې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې له  سيمې تښتېدلي او اوس د قاري اشرف په نوم د طالبانو قوماندان تر مشرۍ لاندې وسله وال د دوی سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
د خوښي ولسوالۍ ولسوال عبدالحميد حامد هم مني چې د داعش وسله والو مشر او کسانو يې د طالبانو له وېرې پرته سيمه خوشې کړې او تښتېدلي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پلان درلود چې له څو خواوو د امارتي د استوګنې سيمه تر بريد لاندې راولي، ويې وژني او يا يې ژوندى ونيسي خو نوموړى د طالبانو له پلان څخه تر خبرېدو وروسته تښتېدلى دى.
ولسوال وايي: ((سعد امارتي د ولسوالۍ ډېره برخه تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه او پر خلکو يې ډېر ظلمونه کول، خو د هغه تر تښتېدلو وروسته دوه سروګروپان يې په پل علم کې د ملي امنيت له خوا نيول شوي دي. ))
د يادونې ده، د امارتي اصلي نوم هادي دی او هغه په تېرو کلونو کې  په دغه ولايت کې د طالبانو له مشهورو قوماندانانو څخه ګڼل کېده او له طالبان سره يې د يو لړ مخالفتونو او ستونزو له امله تېر کال له داعش ډلې سره يو ځاى شو.
طالبانو او د داعش ډلې تر اوسه د هغه په اړه څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.